د افغانستان ملي لوبډلې هیلې او د نیمه پایلوبې پړاو

33

د شل اوریز  کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې له پرله‌پسې دوو ماتونو وروسته، د افغانستان ملي لوبډلې هیلې د نیمه پایلوبې پړاو ته د رسېدو لپاره له جدي ګواښ سره مخ شوې دي.
اوسمهال افغانستان د «ډي» ګروپ په درېیم ځای کې دی، چې دوه ماتې لري او د منفي منډو اوسط یې ۰.۵۵۵- دی. په همدې ګروپ کې نیوزیلنډ او سویلي افریقا له دوو لوبو څخه د څلورو نمرو په ترلاسه کولو سره په لومړي او دویم ځای کې ولاړ دي. د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې بل پړاو ته لاره مومي.
سره له دې وضعیت، افغانستان لا هم په رسمي ډول له سیالیو نه دی ایستل شوی. ملي لوبډله باید خپلې پاتې دوه لوبې د متحده عربي اماراتو او کاناډا پر وړاندې په لوړې منډیزې توپیر وګټي، څو خپل منډو اوسط ښه کړي.
همداراز، افغانستان ته پکار ده چې له نیوزیلنډ یا سویلي افریقا څخه یوه لوبډله په خپلو پاتې لوبو کې درنه ماتې وخوري، څو د جدول معادلې بدلې شي.
که دا سناریو عملي شي، افغانستان کولی شي د غوره منډو اوسط پر مټ د ګروپ د دوو غوره لوبډلو په کتار کې ځای ونیسي او د غوره اته لوبډلو پړاو ته لار ومومي؛ که څه هم دا یوه سخته دنده ده، خو لا هم ناشونې نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.