د رښتيا کوچنۍ ستورې

ليکواله: فرزانه زيار

33

يو وخت يوه کوچنۍ نجلۍ وه، نوم يې حسنات و.
حسنات ډېره هوښياره وه، خو کله کله به يې د وېرې له امله دروغ هم ويل.
يوه ورځ حسنات او شيبې د کور په انګړ کې لوبې کولې.
دوی منډې وهلې، ټوپونه يې وهل او ډېرې خوشحاله وې.
خو ناڅاپه…
حسنات په لوبو کې شيبه ټيله کړه.
شيبه ولوېده او پښه يې ژوبله شوه.
شيبه په ژړا شوه.
د شيبې مور په منډه راغله او ويې ويل:
— لورې! څه درباندې وشول؟
چا غورځولې يې؟
شيبې حسنات ته اشاره وکړه، خو حسنات ډېره وېرېدلې وه.
نو يې په بيړه وويل:
— نه نه مورجانې! ما نه ده غورځولې… خپله ولوېده.
مور يي هيڅ ونۀويل، شيبه يې غېږ کې واخيسته او کوټې ته يې بوتله.
ماښام حسنات خپلې بسترې ته لاړه.
د کړکۍ له ښيښې يې يو روښانه ستوری وليد.
ستوري ورته وويل:
— حسنات! زۀ د رښتيا ستوری يم.
که ته رښتيا ووايې، زه لا روښانه کېږم.
او که دروغ ووايې، زه به ورو ورو کمزوری شم، ډيييير به کوچنی شم… او آخر به ورک شم.
حسنات حيرانه شوه او زړۀ کې يې وويل:
— نو رښتيا ويل ډېر ښۀ کار دی!
سبا حسنات د المارۍ پر سر چاکليټ وليدل.
يو يې وخوړ… ډېر خوندور و!
بيا يې بل وخوړ… بيا بل…
او په پای کې يې ټول چاکليټونه خلاص کړل.
کله چې ميلمانه راغلل، د حسنات مور وويل:
— چاکليټونه څه شول؟
حسنات غوښتل دروغ ووايي، خو بيا يې د شپې ستوری راياد شو.
نو يې سر ټيټ کړ او ويې ويل:
— مورجانې! بښنه غواړم… چاکليټ ما ټول خوړلي دي.
مور يې موسکۍ شوه او ويې ويل:
— خيرده لورې، بيا به نور واخلو.
خو رښتيا ويل تر هر څه غوره دي.
بيا يې حسنات په مخ ښکل کړه.
او ورته ويي ويل:
— هله لورې! اوس خپل غاښونه برس کړه، چې چاکليټ دې غاښونه خراب نه کړي.
حسنات خوشحاله شوه، په منډه ولاړه او غاښونه يې برس کړل.
هماغه شپه حسنات بيا ستوری وليد.
دا ځل ستوری ډېر پړقېدونکی، روښانه او ښکلی و.
حسنات وخندل او ځان سره يې ژمنه وکړه:
— زه به له نن وروسته تل رښتيا وايم!
⭐ له هماغې ورځې حسنات د رښتيا کوچنۍ ستورې شوه.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.