آزادي څۀ ده!!؟
ازادي دروح غذا ده
آزادي د ژوند بقا ده
آزادي پۀ لويه لار کې
د نجلۍ پر لاس کتاب دی
آزادي د مکتب زنګ دی
آزادي يوازې نوم نۀ
لۀ زره راپورته شوی غږ دی
نۀ شعار دی او نه خيال دی
آزادي د ژوندون لويه سرمايه ده
آزادي د ماشومو سترګو خوب دی
آزادي هغه ساه ده چې بنده نۀ شي.
هغه غږ ده چې چوپ نه شي
آزادي د ښوونځي اوله ورځ ده
آزادي لومړنی معاش ده
آزادي پخپله خوښه ناويتوب ده
آزادي د لومړي ماشوم ژړا ده
آزادي د سترګو دید ده
آزادي د فکر پر وزرو الوتنه ده
آزادي لکه يو خوب ده
آزادۍ د يوې نجلۍ دبنګړو شرنګدي
د ظلم پر وړاندې د حق فریادونه ده
آزادي د تورتم پر ضد رڼا ده
د ویرې پر ضد امید، باور، دعا ده
آزادي هغه قلم دی چې ویره نه لري
هغه تندی چې ټیټېدنه نه مني
آزادي د وینا حق دی
آزادي د ژوند مانا ده
او بې آزاده ژوند
یواځې ساه اخیستل دي
غلام انسان لکه بې روحه جسم ده
نووو
زۀ یوه چیغه یم
د بند دروازې شاته
د هیلې او درد،
د نۀ ویلو چیغه
زما شونډې ګنډل شوې دي
خو ذهن مې لا هم غږ کوي
هره تمه مې
د ستوري په څېر
د تیارو پر څادر ځلېږي
زۀ، یوه نجلۍ یم
په زړۀ کې دروند آسمان لرم
او د خوبونو سپین کالي مې
د ژوند د دوړو لاندې نه دي ورک
زه نۀ ماتېږم
زه نۀ غلی کېږم
زه نۀ ورکېږم
زۀ ژوند یم، هيله یم، دنيا يم
زۀ آزادي يم او
زۀ دمکتب زنګ يم!!!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.