شعر او ادب د یو ملت په بیدارولو، د ازادۍ په لاره کې د زړورتیا په پیدا کولو او د وطن مینو په خپرولو کې خورا لوی او اغیزمن نقش لري. پښتو ادب او حماسي شاعرۍ تل د ظلم پر وړاندې د مبارزې او خپلواکۍ غوښتنې پیغامونه رسولي دي.
د ازادۍ په مبارزه کې د شعر او ادب مهم رول
د ولس بیدارول: شعر د خلکو په زړونو کې د احساساتو څپې راپاروي او دوی د خپل حق او ازادۍ ترلاسه کولو ته هڅوي.
حماسي ساه ورکول: حماسي شعرونه او ادبیات په زړونو کې ورېځې او زړورتیا غوړوي چې دښمن ته سر ټیټ نه کړي.
د وطن مینه: شاعران او لیکوالان په خپلو قلمونو سره د وطن له خاورې سره د مینې احساسات ژوندي ساتي.
د ظلم غندنه: ادب د استبداد، تېري او بهرنیو لاسوهنو پر ضد د فکري او ژبني سنګر په توګه کار کوي.
*تاریخي ولسي اغیزې*
په تاريخي لحاظ د پښتو لومړنی لاسته راغلی شعر د امير کړوړ شعر دی چې په دويمه هجري پيړۍ کې ليکل شوی دی ارشعر هم په اصل کې حماسي رنګ لري د آزادۍ په لاسته راوړنو کې په خپلو لاسته راوړنو وياړ کول دي، نو پښتانه په آزادۍ مين خلک دي او هيڅ وخت هم غلامي نه خوښوي
لکه چې وايي:
سر ورکوم خو سنګر نه ورکوم
که شينکی خال مې د چړو په څوکو ځينه
نو د اميړ کړور شعر چې يوه حماسي وياړنه ده داسې ده:
زه يم زمری پر دې نړۍ لـــه ما اتل نشته
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته …………………………له ما اتل نشته
غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېـــــــــــــدونو باندې
پر ماتېدلو باندې …………………………. له ما اتل نشته
زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ
د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ
کړم ايوادونه اوجاړ………………………… له ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جـــــــروم
غرج و باميان و تحار بولي نوم زمـــــــــا په اودوم
زه پېژندو يم په روم ……………………… له ما اتل نشته
پر مرو زما غشی لونی ډاری دښـــن راڅخه
د هر يوالرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه…………………………… له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه
په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه ……………………… له ما اتل نشته
خپلو وګـــړو لــــره لــــور پېرزوينــــه کــــــــــوم
دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم………………………….. له ما اتل نشته
پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو، شپو، مياشتو و کال…………… له ما اتل نشته
شعر هغه احساس دی چې وينې په ځوښ راولي
جه څووومره په متن کې د آزادۍ پر څړه وغږيږو ممکن دومره ډېر اثر ونه کړي
خو که چېرته دشعر پر اړه يو شعر ووايو نو د خلکو وينې په ځوښ راځي او پهوجود کې يي جذبه پيدا کيږي، چې يو ښهمثال يي د ملالۍ لڼډۍ ده
وايي چې د ميوند پهدښته کې کله چې افغاني ځوانان ډېر تږي او وږي شول نږدېدا وهچې ماتهوخوري
افغاني ځوانانو، جنګيالو هم پريکړه وکړه چې نور ميدان پريږدي او خپله ماته ومني
خو همدا وو چې په دې وخت کې يوه پښتنه پيغله په آس سپره راغله او دا نعره يي وکړه:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه !
د همدې لڼډۍ په اوريدو د افغاني ځوانانو وينې پهځوښ راغلې او همدا وو چې د دښمن پهمقابل کې ودريدل پر هغوی يي حمله ومړه او سخته ماتهيي ورکړه ، نو دا ټوله بريا يوازې او يوازې ديوې لڼډۍ لهاملهوه چې دافغاني ځوانانو وينې يي په ځوښ راوستې.
د خوشحال خان په شعرونو کې آزادي
خوشحال خان خټک په وطن او آزادۍ مين شاعر وه
دده جنګ له مغولو سره هم پر همدې آزادۍ وه
آزاد خيال او د لوی فکر څښتن شاعر وه
لکه چې وايي:
ستر خوشحال بابا داورنګزیب سره په وسله واله مبارزه کې
خوشحال بابا دانظم هغه وخت ویلی دي چې دپښتنو لښکرو دمغولي اورنګزیب پر خلاف دخوشحال بابا ، ایمل خان مومند او دریا خان اپر یدي په مشرۍ په نوښار او دمومندو په سیمه کې جنګیدل اووسله واله مبارزه یې کوله .
ومغل وته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح دفرید خان(۱) شي
په جهان دننګیالي دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
دبازانو دکارغانو مصاف (۲)وینم
تر دامینځ به یې دوینو رود روان شي
عاقبت به خدای ظفر(۳)کا دبازانو
تارپه تار به آواره واړه کارغان شي
دزمریو میړنتوب په لښکرنه دی
مټ یې هر کله یوازې په خپل ځان شي
آزادي تر بادشاهیه لا تیری کا
چې دبل تر حکم لاندې شي زند ان شي
۱-فریدخان = شیرشاه سوري
۲-مصاف= جګړه
۳- ظفر=بری
لطیف باد
ليکونکې:ظفر خټک
بل ځای کې وايي:
ننگیالی د زمانی
پرورده که د مغــــــــــــولو په نمــــــــــک یم : دا ورنگ له جوره هم له غـــــــــریوه ډک یم
په نا حق ئی په زندان کـــــــړم یو څـــو کاله : خدای خبر دی که ه خپله گنـــــــــاه شــک یم
پښتنو ســــــــــره زړه تــــــــور دی د مغو لو : خبـــــر دار ئی پــــــــه نیتونو یک په یک یم
که سره کـــــــه نا سره راته معلـــــــــوم د ی : په دا کار کـــــــــښـــی په معنی لکه محک یم
هغه زیست چه د عـــــــــــزت له مخه نه وی : چه ئی کار په هغه زیست پوری هک پک یم
په خپل نام و ننگ راشـــــــم لیــــــــــونی شم : خبر دار کله په سودو زیــــــــــــان د لک یم
اور ئی پوری په منصـــــــــب په نوکرۍ شه : چه تــــــــــــــر فهم وتر نظر د مغل کک یم
هر پښتـــــــــــــــــون چه د مغولو نوکری کا : که د زده د هغو واړو بهـــــــــــــــــــترک یم
پښتانه لره شړۍ انډ یـــــــــــــــــــــرۍ بس ده : نه په فکر د مسند نه د تـــــــــــــــــوشک یم
چه منصب می د مغل خــــــــوړیو ملک ووم : چه منصب د مغلو نشــــــــــــته اوس ملک یم
د فرمان د پروانی حـــــــــــــکم ئــــی نه شته : شکر دا چه په خپل حکم خپـــــــــل وک یم
آزادی ده په ساده سپینه جا مــــــــــــــه کښی : خلاص له غمه د زر بفت و د میـلــــــــک یم
د وښو جو نگړی هسی را تـه ښـــــــی شوی : وائی ناست په محلونو د آ هســــــــــــــک یم
که اوگره د بټو شته په شـــــــــــــوملو سپینه : د مغلو پلاو پاتی ډیــر پـــــــــــــــری ډک یم
که می عمر په شماره د دیرشو تیـــــــر دی : لا په کار کښی د ورلۍ لکــــــــــه ازبک یم
د افغان په ننگ می وتړله تـــــــــــــــــــوره
ننگیالی دزمانی خــــــــــــــوشحال خټک یم
خوشحال بابا بل ځای وايی
پادشاهي تر غلاميه لا تيری کا
چې دبل تر حکم لاندې صي زندان شي.
*رحمان بابا او آزادي*
رحمان بابا د آزادۍ مفهومد رحمان بابا په شعر کې آزادي د دنیا له ظاهري بندونو او قیدونو څخه خلاصون او د حق په مینه کې غرقېدل دي. د ده په اند، د معشوق (الله تعالی) د مینې ځنځیر تر هرې بلې دنیاوي آزادۍ لوړ او خوږ دی.مشهور بیتونه د آزادۍ په هکله رحمان بابا په یو مشهور او په زړه پورې بیت کې د آزادۍ او د یار د زلفو د بند په اړه فرمايي:
آزادي تر دا په هورته بله نشته
چه بندی د یار د زلفو په ځنځیر یم
(ژباړه: تر دې بله بله آزادي نشته، چې زه د یار د زلفو په ځنځیر کې بند یم.)
او په بل ځای کې وايي:
بی له عشقه چه می پړی شه د پوزیګڼه
نور له جملگی قیده آزاد یم
(ژباړه: مګر د عشق پړی مې چې په پوزه کې دی، که نه نو زه له نورو ټولو قیدونو او بندونو څخه آزاد یم
*
د استاد الفت په شعرونو کې د آزادۍ پيغام*
د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د ازادۍ په باب ډېرې ويناوې شته دي، ملي ازادي، د فکر ازادي او بيان ازادي دده د شعرونو يوه لويه او مهمه برخه جوړوي.
د استاد الفت شعري کلياتو کې د (ازادۍ) تر سرليک لاندې يو شعر دی:
په شړۍ کې ښه يم زه آزاد فقير
نه ورېښمو کې چينجي غوندې اسير
په خمتا کې حر آزاد ښه دی سل ځله
له غلامه چې لباس يې وي حرير
د وژغنو په کېږدۍ کې که آزاد يم
يو وېښته به يې ورنه کړم په کشمير
په ويجاړه کې مرغان ځاله کې خوښ وي
په قفس کې د سرو زرو وي زهير
چې مرغان په هوا وينم چرګ په ځمکه
راته ياد د اسارت شي بد تاثير
د استاد الفت په شعري کلياتو کې (د آزادۍ وږمه، آزادي، د آزادۍ احساس او د يووالي ترانه) تر سرليک لاندې د ملي آزادۍ ډېر ښه مثالونه شته دي، د استاد له کلياتو د ملي آزادۍ په مفهوم يو بل شعر دی:
شهرت د عقل له نامه د افلاطون نه ځي
د آزادۍ مينه هيڅکله له پښتونه نه ځي
که هر څه لاړ شي له دې دهر او جهانه ځنې
د بل له مغ لاندې ژوندي ويښ ملتونه نه ځي
د آزادۍ معراج ته نه رسېږي هغه کسان
چې د غيرت او ننګ په لار کې يې سرونه نه ځي
په توره باندې چې مړ نه شي څوک يې نه پېژني
داسې مزار ته پښتنې ملالې نجونه نه ځي
سر و مال ځي د عشق په لار کې خاورې کېږي زړونه
د ليلی مينه پس له مرګه له مجنونه نه ځي
استاد په آزادۍ مين و او د اولس سوکالي او خوشحالي يې په يو آزاده ژوند کې ليده او نه يې غوښته، چې اولس دې په اسارت کې ژوند وکړي.
دوی يې د فکر کولو لپاره هڅول او دوی ته يې د بيان د آزادۍ جرئت ورکاوه، استاد الفت دېته متوجه و، چې په افغانانو کې بايد د فکر کولو تمرين ته لاره هواره کړي، دا خلک اړتيا لري، چې د خپلې ټولنې، چاپېريال، د انسان او ټولنيزو اخلاقو په هکله سوچ وکړي، چې دېته متوجه شي، چې بايد نيمګړتياوې اصلاح او ښېګڼې لا ډېرې کړي، هو؛ فکر کول د انسان مفکوره پياوړې کوي او د ملي آزادۍ احساسات او جذبات په کې پيدا کېږي.
فکر آزادي:
د استاد الفت په تخليقي ليکنو نظم او نثر کې د فکراو وجدان آزادي ليدل کېږي.
استاد په نثري کلياتو، ۸۸ مخ کې د (نوي درس) ليکنې کې د فکر د آزادۍ په باب وايي: (زه د فکر آزادي له هرڅه پورته ګڼم، هرڅوک له ځانه خوابدی کوم، مګر خپل ځان او خپل وجدان خوشحال ساتم.)
استاد الفت د (فکر) تر عنوان لاندې د فکر د آزادۍ په هکله داسې وايي: (څو کاله دمخه چا په دې هېواد کې ښو ته ښه او بدو ته بد نه شو ويلی، څوک چې د فکر او رايې خاوندان بلل کېدل، په زندانونو کې واچول شول او فکرونه په کې مضمهل شول، اوس دنيا بل راز شوه او ددې عصر کارونه له موږ نه فکر غواړي او د پخو فکرونو تقاضا کوي، موږ اوس مجبور يو، چې فکر او د فکر خاوندان پيدا کړو، يعنې د فکر کولو مشق او تمرين وکړو، ددې مشق لپاره ميدان او غولی په کار دی، چې هغه جرايد او مطبوعات دي، مطبوعات بايد آزاد وي او آزاد فکرونه په کې ځای پيدا کړي، په دې کار کې ډېرې فايدې دي او دغه آزادي زموږ لپاره ډېره ضروري ده، اوس زموږ په مغزو کې فکرونه وچ شوي، موږ د فکر په توليد قادر نه يو، که چېرې د جرايدو او مطبوعاتو ازادي د يو قانون له مخې پيدا شوه، له دماغونو نه به څه وزېږي او سرګرداني به ورکه شي.
هر يو به د خپل فکر په صحت او غلطۍ پوه شي، ځکه چې فکر آزاد شي، اقتصاد هم آزادېږي او هرڅوک ښو ته ښه او بدو ته بد ويلای شي، که فکر آزاد شي، هرڅوک به د خپل حق مطالبه وکړي او خپل حق به وغواړي.)
همدارنګه د استاد الفت يوه بله ادبي ټوټه (بې ګناه بندي) په نامه ده، چې د فکر د ازادۍ يوه ښه نمونه ده.
استاد الفت په نظم او نثر کې د فکر د آزادۍ په باب ډېر څه ليکلي دي، چې د نظم يوه نمونه يې (آزادۍ) تر عنوان لاندې داسې ده:
آزادي ده ژوندانه لره اکسير
لوی دولت دی ورسره خير کثير
په عادي نظر کتل ورته ګناه ده
ناپوهي ده د وجدان او د ضمير
پت عزت د ژوندانه آزادي بويه
بې له دې وي ژوند ذليل خوا و حقير
آزادي د تن او غړو څه په کار ده
که دې فکر وي تړلی په ځنځير
چې آزاد فکر لري په جېلخانه کې
دی آزاد دی نه غلام غوندې وزير
په تش لاس آزادي نه شي څوک ساتلی
آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقير
چې وطن او ملک آزاد وي کله ښايي
چې يې خلک د څو تنو وي اسير
باداري د زور او زرو چې کړي ورکه
ده همدغه آزادي وړ د تقدير
ج
استاد آزادي د ژوند لپاره يو قيمتي څيز ګڼي او په عادي نظر ورته نه ګوري، دی وايي که د انسان ټول بدن په ځنځيرونو وتړل شي، خو چې فکر يې آزاد وي.
د استاد الفت په شعري کلياتو (۲۱۹مخ) کې (غريب ماشوم) تر عنوان لاندې يو شعر دی، چې د فکر د آزادۍ لپاره يو بهترين شعر او نوی فکر دی.
په دې شعر کې يې فکر د يو غريبې کورنۍ ماشوم سره تشبيه کړی دی، چې هر بل ماشوم هغه وهي او په ژړا کور ته راځي، هيچا دغه ماشوم نه دی نازولی، هيچا ددې پر سر لاس نه دی کش کړی او ګرد وهلی سر يې د هيچا له خوا نه دی پاک شوی، دا د غريبې کورنۍ ماشوم دی، د خان د کورنۍ ماشوم نه دی، د غريبې کورنۍ ماشوم دی، ځکه مکتب او دفتر ته نه دی تللی او د لويانو په مجلس کې هم ناست نه دی.
د استاد الفت دغه پخوانی نظر ډېر پرځای دی، اوس هم د غريبې کورنۍ شخص ته وظيفه نشته، که د غريبې کورنۍ نه نابغه هم پيدا شي، په افغانستان کې ارزښت نه لري.
استاد الفت د (صلح کل) تر عنوان لاندې وايي:
له واړه کوره راوځه لوی جهان سره اشنا شه
خیل او قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه
له هګۍ نه را بهر شه په قفس کې مه اوسېږه
له دې ټيټې هوا پورته له طيران سره اشنا شه
د زمان مکان په قيد کې اوسېدنه اسارت دی
محدود مه اوسه هر ګوره لا مکان سره اشنا شه
د بندي فکر خاونده د وهمونو نظر بنده
که ذهني آزادي غواړې له عرفان سره اشنا شه
که د ځان په شان انسان ته ودرېدلی يې سر کوزی
ځان دې نه دی پېژندلی، له خپل ځان سره اشنا شه
چې د جاه و جلال بت ته په سجده باندې نسکور يې
بې ايمانه راته ښکاري له ايمان سره اشنا شه
د استاد په شعرونو کې د فکر د آزادۍ په هکله ډېر شعرونه شته دي او په نثري کلياتو کې هم ډېرې ښې ښې نمونې د داسې ويناوو لري.
بيان آزادي:
د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې د ملي آزادۍ او فکر آزادۍ سربېره د بيان آزادۍ په باب شعرونه هم شته، يعنې د محتوا له مخې د بيان آزادي دده په تخليقي (منظومو او منثورو) ليکنو کې ليدل کېږي.
د الفت صاحب په شعرونو کې د بيان د آزادۍ په اړه ډېرې نمونې شته، چې د بېلګې په ډول (شعري کليات، ص ۳۱۰) نه د (زندان) تر سرليک لاندې د بيان د آزادۍ يو ښه نمونه ده او وايي:
لاړم دارالمجانين ته
هلته و څو لېوني
ډېر بې قيده غرېدل
ژبې نه وې په فرمان
آزادي وه د بيان
په خبرو بنديز نه و
نه و ډار د څارنوال
د خطر احساس هيڅ نه و
بې پروا و ناطقان
نا خبر له اين و آن
کېدې رنګ په رنګ خبرې
بې ادابو بې ترتيبه
د هر چا کلام مصوون و
لکه زوی د پارلمان
له قانونه په امان
دروازې که وې تړلې
ځنځير پېچ و لېوان
په نامه شفاخانه وه
هيچا نه باله زندان
بدل شوی و عنوان
له هغه ځايه چې لاړم
د محبس تورو کوټو ته
هوښياران لا په عذاب و
ترې نه ښه و لېونيان
دا د عقل دښمنان
مګر ژبه بندي نه وه
وينا وه ډېره آزاده
لوڅ اوبو نه نه وېرېږي
نه له بند څخه بنديان
نه له اوره پتنګان
چې راووتم له بنده
تګ راتګ هر لور آزاد و
هر څوک و پخپله خوښه
غلامۍ ته ور روان
د يوه بل بنده ګان
آزادي د فکر نه وه
ژبې بندې وې له ډاره
په احتياط احتياط مجلس کې
غږېدل به وزيران
وايه! چېرته و زندان
په کوم ځای کې و بنديان
استاد الفت د شعر ويلو او ادبي ټوټو ليکنو هنر دا دی، چې ډېره وړه موضوع په نوي، ښکلي او هنري انداز کې بيانوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.