لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۹۳مه برخه

آصف بهاند

29

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۹۳مه برخه

زما ښایسته‌ځواني زړېـږي

که له عربو دولت راوړې، څه بې کړمه

بېگا مې خوب لیده جانانه

ستا په دیدن پسې کابل ته تللې‌مه

د بل‌وطن لېوان دې وخوره

چې نوم نښان دې له دفتره لرې‌شینه

د لنډیو د دې برخې له پاره لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

چا ته مو هېڅ ویلی نه‌دي

په خپله سپک دي، نور هم سپک حسابوینه

چې مازدیگر شي، کښته لمرشي

په چا اخترشي، څوک د غم‌ژړا کوینه

خدایه د زړه طبیب مې ته شې

د دنـیـاگۍ طـبـیــان زهــر راکـویـنـه

زړه خو مې نه‌کېده چې لاړشم

زه ستا شليدلي ټيکري ورک له ملکه کړمه

زما ښایسته‌ځواني زړېـږي

که له عربو دولت راوړې، څه بې کړمه

زموږ خو ژوند د غربیۍ دی

جانان دې خدای په میلمستیا نه‌راولینه

زړه کې مې داسې اور بلیـږي

که څوک تودیـږي، زما خواله دې راځینه

زما دا وچې‌شونډې گوره

چې شونډې داسې وي، نو زړه به څنگه وینه

زما جنت ـ جنت وطنه

دا غریبي مې ستا کوڅو کې نه‌پرېـږدینه

زما به زلفې سمې نه‌شي

څو چې ګږې جنډې په تا ولاړې‌وینه

زما به زلفې سمې نه‌شي

څو چې رنگه جنډې په تا ولاړې‌وینه

زما دې څه‌وکړو کم‌عقله

په ځان دې وران کړل د بخملو پالنگونه

زما پخوا کډه پرسر وه

سږنی‌کال هم ستا دیدن ته تېرومه

ژړا په خپله‌‌ځواني راشي

څومره په کم‌عمر مې ولیدل غمونه

بېگا مې خوب لیده جانانه

ستا په دیدن پسې کابل ته تللې‌مه

بوډا د کټ د ختو نه دی

د کټ په پښه کې ورته پاټکی جوړومه

په تمه – تمه به دې زوړکړي

نه دې یار کړي، نه به درکړي ځوابونه

پر تناره مه‌ورغوړېـږه

د اوربل څوکې به دې اور وسوځوینه

پر سترگو توره پرده راغله

چې مې رقیب پرلالي واچول لاسونه

پوه نه‌شوم کوم‌لوري ته لاړې

د کوم وطن باد به دې څڼې ښوروینه

په ماښامي کې رانه ورکه

د کورملکه تنهايۍ ته ناسته‌یمه

د ورځې لس‌ځلې توبه کړم

چې په خندا شي په توبو مې خېژوینه

د لیوني زړه کې به څه وو

وروستي دیدن کې یې کاږه راوکاتنه

د مله‌کنډ لار ورته نیسم

زما د زړه تاوان دې راکړي، بیا دې ځینه

د بل‌وطن لېوان دې وخوره

چې نوم نښان دې له دفتره لرې‌شینه

د نړۍ ټول‌خلک خواږه دي

په میداني‌جانان شرطونه لگومه

د لیوني ارمان پوره‌شو

په لاره ځي، په لوټو ولي زیارتونه

د قافلې سالاره څه‌شوې

په قافلې خو دې لېوان گډشوي‌دینه

د ملا په تیر کې مې درد راغی

چې مې رقیب پرلالي واچول لاسونه

د مازدیگر دیدن یې گران‌شو

مور یې شکمنه شوه، منگی نه‌ورکوینه

دا ډېرې خولې، ډېرې خبرې

د چا ـ چا خولې ته به برغولي جوړومه

دونیا به ستا تر سره جار کړم

ستا یودیدن په درست جهان نه‌ورکومه

د چا له غمه هېڅ‌څوک نه مري

که نه په تا پسې به زه مړ شوی‌ومه

د بې‌وسۍ حد ته مې گوره

په خوله کې روغه ژبه گونگه گرځومه

ښه‌شو چې ستا دوران خو تېرشو

هرمازدیگر به سترگې سرې درنه راتلمه

سترگې دې ډېرې د مزې دي

پـه ژړاگانـو بې خـرابې کـړې میٔنه

ستا به واده، زما به مرگ وي

تا به محل، خو ما به تورلحد ته وړینه

سر مې که یوماښام سرتور کړ

بیا به دې مور په زیارتونو گرځوینه

شال یې شمال له سره یووړ

په تیـږو ما ولي چې تا ته مې کاتنه

مورې ترخه‌شوله پخه‌کړه

د باران‌شپه ده، جانان موږ کره راځینه

ما ویل چې زه به درته ژاړم

له ما نه مخکې اوښکې ستا پر راځینه

که خدای په هرمرض اخته کړم

زه به ښېرې د جانان سترگو ته کومه

که مې ریښتیا غږوې یاره

د زړه په زور خندا کوم، وخت تېرومه

تر کلي سورټولی را تاو دی

سالاره یاره بیا دې څه ویلي دینه

ته پر شلېدلي كټ ویده شوې

ما په تیاره‌موټر کې تور‌پنجاب ته وړینه

فکرمې سل‌ځایه ویشلی

سترگې مې ستا په‌لور کږې درپاتې‌دینه

یا مې جانان په زړه کافر دی

یا ملا کړي بې اودسه تعویزونه

یومازدیگر نه‌دی چې تېرشي

هرمازدیگر دې نوی ـ نوی غم راځینه

د لنډیو اصلي منابع خلک دي ۴۴مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.