د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۴۴مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۹۲مه برخه
ښاغلی عبدالعزیز نایٔبي هغه فرهنگي مرستندی ملگری دی چې په دایمي ډول یې د لنډیو د راټولولو په برخه کې له ما سره مرسته کړې ده. دا دی بیا یې د «مالگینې، خوږې، ترخې» ترسرلیک لاندې
سل لنډۍ رالېـږلې دي چې ترچاڼ کولو وروسته به یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم.
د همدې لنډیو تررالېـږلو مخکې یې داسې راته لیکلي وو:
«ګران استاده سلامونه، جوړ پخیر! سږ اوړی په کور وم… پنځه شلې لنډۍ هم راټولې شوي دي چې له سمون وروسته به یې درواستوم.
ګران استاده سلامونه ارادت! له ژمنې سره سم دا هم سل لنډۍ»
د نایٔبي صاحب د پیامونو په ځواب کې ما داسې ورته ولیکل:
«سلامونه او سهار په خیر!
د لنډیو د راټولولو او رالېـږلو نه نړۍ مننه.
دا لاسنیوی خو به دې تل زه یادومه!»
زه د همدې کرښو په ترڅ کې یوځل بیا له ډېرگران فرهنگي دوست عبدالعزیز نایٔبي نه مننه کوم چې زما د لنډیو راټولو پروژه یې تل په یاد ده او په دې لار کې مې دایمي مرسته کوي.
دا هم د نایٔبي صاحب رالېـږلې لنډۍ:
مالگینې، خوږې، ترخې
————————-
د یارانې مې ورته ووېل
یو یې سوک راکړ، دوه یې لوټې وویشتمه
دومره پخې خبرې مه کړه
په ماشومتوب به مور بورقه درواچوینه
د غم پولیس راپسې گرځي
یا به مې نیسي یا به ورک له مُلکه شمه
د جانان نوم د رقیب خوله کې
لکه کارغه په خوله کې گل نیولی وینه
د مسافر ازار دې نه اخلي
جینې ته وایه چې خوله سمه خوځوینه
د مازدیگر سلام مې واخله
پس له ماښامه خانه نه وي دیدنونه
د مخامخ سترگو یاري وه
د پناه شوو سترگو څوک پروا لرینه
د ستړي ژوند، ستړي کیسې دي
جانانه مه مې غږوه ژړا راځینه
د باغ جوړه توتیان مې ورک دي
لکه د باز لوړې ژورې لټومه
د یار مې خوی لکه چرسي ده
په نه خبره مرور راسره شینه
د مودو ورک لالی مې راغی
ځواني مې رانغله چې زه ورجگه شمه
دا زه چې لرې، لرې گرځم
د مطلبي یارانو، یار تېر شوی یمه
د بدۍ ټول پور مې ادا کړ
پښتو مې سر کړه د چرسي غېـږې ته ځمه
د گورستان غاړې ته راشه
دیدن به نه وي رب ته پورته که لاسونه
د ما نصیب کې خوښي نشته
که له دې ټول جرمني تاوو کړمه لاسونه
د غُربت کنده یې وطنه
یار ملامت نه دی چې بل وطن ته ځینه
داسې به ډیر کلونه تېر شي
زما او ستا به پکې نه وي دیدنونه
دیدن د بادو پیمانه ده
نه به پرې موړ شي، نه به وتړې پنډونه
نه گلابي یم، نه بدرنگه
زه غنمرنگه یم ځوانان رنځورومه
نیستي د خدای له لوري راغله
دله په ما منت کوي چې خوار دې کړمه
نن مې د یار کلي کې شپه ده
ډیره خوږه ده خدای دې نه سبا کوینه
نه به وربشې شل منی شي
نه به دا څانگې جینکۍ ارزانې شینه
که په ژړا لالی راگرځي
وچه گیاه به زرغونه په اوښکو کړمه
کله به بیا سره یو ځای شو
چې سترگې ډکې په گیلې درواړومه
کبر ډولي راباندې جوړ کړئ
فاني دُنیا کې ډیر خړپـړ وگرځېدمه
که مې د یار گوته په لاس وای
ما به له ټولو نجونو پورته وړل لاسونه
که یو وار مرگ وای، بیا ژوندون وای
د ارمانجنو به ختلي وو ارمانونه
کلي نه هغه نجلۍ لاړه
چې له اوربل نه یې مرغانو وړل گلونه
که مې دا ستا په سینه مرگ وي
د نیمې شپې کفن تیار کړه درغلمه
کور دې نېـږدې، دیدن دې لرې
دېوال دې ړنگ شه چې وړیا شي دیدنونه
گومان مې نشي چې ما درکي
ایموږ په کور کې دې لوفر بولي مئېنه
خدایه په خاورو مې مړه کړې
چې مسافر لالي به څه خوړلي وینه
خویندې د ورور واده کې خاندي
وروڼه د خور واده کې اوښکې تویوینه
خاورې د شنه طوطي په سر شوې
بلبلې واچول په تور کارغه لاسونه
خدایه مه باد کې، مه باران کې
خال یې د خاورو رنجو ایښی وران به شینه
خدای دې د زړه په رنځ اخته کړه
چې تر لندنه دې ونشي علاجونه
ستا دې زیـړی شي، زما تبه
په زیارتونو به جوړه گرځو مئېنه
ستا د رباب ټنگ مې تر غوږ شو
کنډول په لاس، منگي ته تږې ودرېدمه
سترگې نرۍ تورول غواړي
دا گډېوډې خو کشرانې توروینه
شابه تېرې تورې ته لاس که
زه به دې سپینه مرۍ پښو کې غځومه
باغ د کارغه په حواله شو
بلبل نری فریاد کوي له باغه ځینه
تا چې کوڅه کې ټوخی وکړ
زه په مستو ککړه خوله درووتمه
ته په اوجره کې ښکُلی ښکارې
زه د جلکیو په کتار کې ښکُلې یمه
تکل به کله د راتلو کړې
زه دې په لار کې څوکېداره ناسته یمه
اوس راته چل د صبر ښایه
زه خو په مینې باندې تا پوه کړې یمه
امانتي مې گور کې کېـږدئ
جانان به راشي ما به خپل کلي ته وړینه
ائ جلکۍ پور یې درنه غواړم
ستا په کوڅه کې تېرېدم سپي ونیومه
له لرې مرم، له نېـږدې سوځم
زه لېونی طاقت د دواړو نه لرمه
له تا به مستې حورې تاو وي
له ما راتاو دي یتیمان ببر سرونه
له لرې مرم، له نېـږدې سوځم
افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه
لالیه ځان له ما نه ټول که
نصیب مې خوار دی ناسکه وروڼه لرمه
لالیه مخکې شه لار گوره
زما کتلې لارې ټولې ړنگې دینه
له تکتیکي شاتگ دې ځار شم
په منډه ته یې مزه ما ته راکوینه
لالیه ښاد شې او اباد شې
د قوم سالار شې چې بېرغ درپسې وړمه
ما ته مې خپلې خویندې بنې
په نه خبره راکوي ستا پېغورونه
مسافري، پردی وطن دی
د خپلو سختو چا ته ووایم حالونه
ما به پردی وطن برباد کړي
تا به زړه کړي د همزولو پېغورونه
ما ته دې تشې وریجې راوړې
خلک مئېنو ته سرې شونډي ورکوینه
مېـږې، اوزې راباندې پیایي
ړوند مئېنتوب کړې په شپانه غلطه شومه
چې تلیفون دې کله راشي
اول یې ښکُل کړم بیا یې غوږ ته ونیسمه
چې رانه تلې کریغې مې وکړې
ما وېل کلونه به بیا نه وي دیدنونه
چرسي به راشي ما به مړه کړي
ما یې د چرسو کنډولي مات کړي دینه
چې په کوم زړه کې مینه نه وي
لکه جومات کې نه مُلا وي نه لمنځونه
چې یو وار مرگ وای، بیا ژوندون وای
چې رامعلوم وای، د پردو خپلو نیتونه
چې تا ته گورم ژړا راشي
چې ځان ته گورم په ما لا ډیر شي غمونه
جانانه دې اختر له راشه
زه هر یو ځل اختر یواځې تېرومه
جانانه سپینې جامې مه کړه
پرون مُلا پسې جومات ته تللې ومه
جانانه ولې لېونی شوې
چې په روانو کډو غواړې دیدنونه
جانانه ځکه په ما گران یې
تا د ظالم سترگو ته نېغ کتلي دینه
جانانه راشه چې سپرلی شي
زه د خزان د لاسه ډیره ستړې شومه
جینۍ د ښار وي ټولې سپینې
چې شي واده په کلي، تکې تورې شینه
ځوی یې په بل وطن کې مړ دی
مور یې اوږدې لارې څاري چې رابه شینه
راځه د نجونو محفل پرېـږده
ورور دې بدي کړې په تا یې خلاصوینه
زُلفې مې ړنگې په تندي کړې
لکه شپونکی چې رمه غره ته وشړینه
زما بېغم اشنا ته وایه
په غم کې ډوب اشنا سلام درته کوینه
زړه یې له کاڼي نه هم سخت دی
په خپل جانان مې د روسي گمان راځینه
زما دې زړه له مینې تور کړ
زما ازار دې له بچو ووځه مئېنه
زما او ستا جوړه یې ونکړه
چې کلیوال دې بزرگان شي څه به یې کړمه
ژوند کې مې نه وې، غم مې نه و
لکه ښارو به مسته، مسته گرځېدمه
په کټ کې ناست یې لیلا غواړې
په وچه مځکه ماهیان چا نیولي دینه
په مرگ به دواړه سره مړه شوو
ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه
په خوب ویده یار چې ويښیـږي
زه به ترې خړو اوبو لرې وړې یمه
پردی وطن، مسافري ده
خواره خواري ده چې په ځان یې تېرومه
پرېـږده چې ړنگه شي ریباره
د زور یاري ده د زړه وینې وچوینه
په ستن وهلی خال به ړنگ کړم
زما له خپل لالي نه وختل لاسونه
په یاري زوړ سړی ځوانېـږي
زه د لالي په یاري ځوانه زړه شومه
ویشتلی ما یې روغ به نه شې
که ډاکتران دې په ځان ستړي کړې مئېنه
ورکه نیستي شه، ورک یې نوم شه
له ما یې پاتې کړل د کلي اخترونه
ولې دلگیر ولاړ یې یاره
دلگیره زه یم چې د پلار له کوره ځمه
یو زخم نه دی چې به جوړ شي
هزار زخمونه مې په زړه دي مړه به شمه
یاران به ټول سره راټول وي
زه په پردي وطن کې اوښکې تویومه
یار په رقیب لاس اچولی
لکه د سرو امېل د خره په غاړه وینه
صورت یې سپین، کمیس یې شین دی
لکه نرگس چې شین یې نار، سپین یې گلونه
عُمر دې بل وطن کې تېر کړ
کلي ته راشه چې رنگین شي ماښامونه
غریبي څه لوبې دې وکړې
بې قدره گرځي نازولي صورتونه
غریبي ورکه کړې خاونده
سوري غوږونه بې لښتیوو گرځومه
غم مې د خپلې بېکسۍ ده
گنې گټلې برخې چا پریښي دینه
ډوډۍ ته کښینم ته رایاد شې
هره مړۍ مې په زړه نېغه، نېغه ځینه
فکر کوم سودا مې واخلي
بغیر له تا به عُمر څنگه تېرومه
قبر مې څنگ کې ورته جوړ کړئ
چې مرور جانان په گور کې پخلا کړمه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.