د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۴۳مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۹۱مهبرخه
دا دې یوځل بیا گران دوست صدیق ننگ د خپلو دایمي همکاریو په لړ کې د نویو لنډیو د راخوندي کولو له پاره یوه داسې نوې ویدیو رالېـږلې ده چې ډیری لنډۍ یې زما له پاره نوې او د خوندي کولو وړ دي. د ویدیو پر سکرین باندې یوه لنډۍ او دا معلومات لیکلی دی:
«پهخپل زنگون به دې حلال کړم
د بـل یــارۍ تــه بــه دې پـرېـنـږدي مئینه
ډېرو ملگرو ویل ټپې دې نه ښکاري دا یې زما او د مقصودیار صاحب د ټپو تازه ویډیو، مشر یو دوه ځايه پکې ژړغونی شو، ټپې زور لري خامخا دې زړه او سترګې راډکوي.
سربلند مقصوديار»
دا لاندې د یادې ویدیو لینک دی، خو له بدهشامته چې ویدیو اوس نه پلې کېـږي:
https://www.facebook.com/reel/1009364265320018
ښاغلي صدیق ننگ په همدې ورځ (۳۰/۰۷/۲۰۲۶) یوه بله ویدیو هم راسره شریکه کړه چې په هغې ویدیو کې یوتن له یوه سروکي سره له موزیک پرته سوې لنډۍ اچوي او بل تن تایٔدي غږونه ورسره کوي، خو د کورسویلو په وخت کې غږونه د ډېرو خلکو راځي،. ویدیو پنځهدقیقې او څلورثانیې ده. ما په خوند سره واورېده سروکی او لاندې لنډۍ مې ورنه راخوندې کړې:
https://www.facebook.com/watch/?v=1141722674493917
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
زما څلور ورونه څادری دی
که زه سرتوره پهکې ځم، په تا به یمه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
مخ دې د یو میلیون روپو دی
کماصل خوی دې د پیسې نهدی میٔنه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
د جوارگرو ورونو خور یم
بابا مې نهشته، څوک مې نهکوي پوښتنه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
په تلو دې داسې شوم بېوسه
لکه یتیم چې گاونډي ته پاتېشینه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
که دیدن کې تلوار راوکه
وروستو تبۍ راباندې ږدي، پناه یې کړمه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
زما تر خاورو لاندې یاره
گېډۍ ـ گېډۍ زلفې دې سته، که خاورې دینه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
پرتا مې زیری د مرگ وشه
چې توررانجه دې پرمخ جوړ کړي کتارونه
وَ نارې دي
لونگینه وَنارې
https://www.facebook.com/watch/?v=1141722674493917
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.