لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۹۰مه برخه

آصف بهاند

30

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۹۰مه برخه

تش په دېوال رانه پناه یې

کډې دې یوسه چې زړگی مې صبرشینه

غم مې په زور ځان‌ته پیدا کړ

نن د خپل یار کوڅې ته بیا راغلی‌یمه

دا خو لا زه‌یم چې ولاړیم

د بېلتون درد ولاړې ونې وچوینه

خداي دې په داسې بلا سرکړه

چې مور دې کلي لټوي، پلار دې ښارونه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

جانانه ستا خپلول گران دي
د کریکټ بال یې، په نیوو دې ستړی‌شومه

خبرې لنډې ــ لنډې وایه

د لارې سر دی، څوک به ځي ــ څوک به راځینه

خال یې پرزنه داسې ښکاري

لکه چې پیوو ته لونگ لوېدلي‌وینه

خداي دې په داسې بلا سرکړه

چې مور دې کلي لټوي، پلار دې ښارونه

کابل دې تا ته مبارک‌وي

زه د پردي وطن مزدوریم، سبا ځمه

کیسه نه تا کې ده، نه ما کې

کیسه قسمت کې ده چې گرد مې تاواوینه

ما چېرته دنگو غرو ته بوزئ

د ښار په شورماشور کې ډېره تنگه‌یمه

ماله هغه اوبه زم زم دي

چې مې جانان په‌کې مخ‌لاس مینځلي‌وینه

مېـږې اوزې راباندې پیایي

ړوند مینتوب کړې، په شپانه غلطه شومه

د زنده‌گۍ پوښتنه مه‌کړه

خپلې‌څنگلې غبرگوم، سرته یې ږدمه

د بارانه ټکار دې ورک‌شي

لـه یـاد‌وتـلـي‌خـلک بـیـا دریـادویـنـه

د خاوروغېـږه به خوږه وي

چې یار زما غېـږه پرېـږدي، خاورو ته ځینه

د جنگ‌پرستو زور اوبه‌شه

د ژوند‌پرستو هیلې دوی وژلې‌دینه

د ژړېدلو سړی نه‌یم

یار چې بې‌ننگه راته وايي، وژاړمه

د بیلتون غږ دې پر ما وشو

وجود مې دروند شو، مځکه ځای نه‌راکوینه

د زمانې دستور بدل شو

د خوشالو په ځای غمونه تېرومه

د بادشاهۍ لایقې پېغلې

ستا په اوربل گردونه زړه اره‌کوینه

د بې‌وسۍ زور مې لیدلی

د بې‌کسۍ له زوره نن خبره‌شومه

دا خو لا زه‌یم چې ولاړیم

د بېلتون درد ولاړې ونې وچوینه

د راتلو لوظ دې میرات‌شه

زه دې د گوتو په شمارلو ستړې کړمه

تش په دېوال رانه پناه یې

کډې دې یوسه چې زړگی مې صبرشینه

ته په بهر کې ټپه‌وکړه

زه به وطن کې ورته اوښکې تویومه

بیا مې لیدل اسانه نه دي

که مې ملگري پر مزار مات‌کړي سرونه

په شوگیرو میٔنه یاره

تا په دې ویښو شپو کې څه لیدلي دینه

په کبر مه‌وایه چې زه‌یم

ما بادشاهان د دار پرسر لیدلي دینه

پرځنگانه سر راته کېـږده

په غریونیولي غـږ ټپې درته کومه

ستا به په یاد یم، که به هېریم

زه دې په زړه پورې گنډلی گرځومه

ستا هېرول، د روح وتل دي

زه ځنکدن پرځان منم، تا هېرومه

ستا فرمایش و، ما پوره کړ

په سوي زړه لالیه چا خندلي‌دینه

ستا په وعدو مې باور نه‌شته

جانانه ستـا وعـدې تـر تـا نـازکې‌دینه

غم مې په زور ځان‌ته پیدا کړ

نن د خپل یار کوڅې ته بیا راغلی‌یمه

غم مې په خپله ځان‌ته بوټ‌کړ

بیا د جانان کوڅه کې څو ځل تېره‌شومه

لا میٔن نه‌یې، ښه خوب وکه

که خدای میٔن کړئ، بیا به نه‌درځي خوبونه

راسه رجـړومه دې درواخله

نه دې یاري کړم، نه دې نښې گرځوومه

زموږ د کلي نصيب خوار دی

چې ونې شنې شي، زمکه سره په وينو شينه

اوښکې دې پاکې‌کړه، مه‌ژاړه

پرخدای مې وسپاره، پرخدای به دې سپارمه

ایرې به ټولې پرسر باد‌کړم

د مینې اور به دې په زړه کې پټ ساتمه

څومره بې‌وسه جنگیالی یم

زه ورته گورم، دوښمن هرڅه سوځ‌وینه

څومره بې‌وسه لامبوزن یم

زه ورته گورم، لالی خړې اوبه‌وړینه

چې ورور دې نه‌وي، زور دې نه‌وي

چې مور دې نه‌وي، کور دې لوټې ـ لوټې وینه

حساب به وکړو، وخت به راشي

پــر‌مـخ څپـیـړې راکـوه، ولاړه‌یـمـه

قبر سوری کړه حال مې واخله

رټ مې خـوږېـږي د مرمـیـو پـرهـرونه

وطن دې تا ته مبارک وي

زه د پردي وطن مارغه یم، سبا‌ ځمه

هرڅه دې تا ته مبارک وي

زه د پردي وطن میلمه‌یم، سبا ځمه

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۸۹مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.