خان عبدالغفار خان ـ باچا خان

56

خان عبدالغفار خان ـ باچا خان

شجره، فکري بنسټونه، تعلیمي او ټولنیز اصلاحات، سیاسي مبارزه او د پښتون–بلوڅ پر ولسي سیاست تاریخي اغېز

د درېیو پاروونکو پوښتنو په ځواب کې یوه تاریخي، تحلیلي، انتقادي او مستنده څېړنه

 

۳۰ جولای ۲۰۲۶

 

لنډیز

دا مقاله د خان عبدالغفار خان ـ باچا خان، فخر افغان او په نړیوالو لیکنو کې د «فرنټیر ګاندي» (Frontier Gandhi) په نوم د پېژندل شوي پښتون مصلح ـ د کورنۍ او سیمه‌ییز اصل، فکري بنسټونو، تعلیمي او ټولنیزو اصلاحاتو، د خدایي خدمتګار تحریک، عدم تشدد، استعمار ضد مبارزې، له هندي ملي کانګرس سره د ائتلاف، د هند د وېش پر وړاندې د دریځ، له پاکستان سره د هغه د کړکېچنو اړیکو او د پښتون–بلوڅ پر فدرالي او ولسواکه سیاست د فکري اغېز هر اړخیزه ارزونه وړاندې کوي. [۱–۱۸]

د «فرنټیر ګاندي» لقب د هغه او مهاتما ګاندي د ژورې ملګرتیا او د عدم تشدد په مبارزه کې د ګډې لارې څرګندونه کوي؛ خو دا لقب د باچا خان د خپلواک اسلامي، پښتني، افغاني او سیمه‌ییز فکري هویت بشپړ تعریف نه شي کېدای. [۳–۷، ۱۰]

د دې څېړنې انګېزه یوه فیسبوکي مرکه ده چې یوه ملګري رالېږلې وه.

په مرکه کې د پښتونخوا یوې پښتنې خور ـ چې نوم یې د حیا او ادب له مخې دلته نه یادېږي ـ درې پاروونکې پوښتنې مطرح کړې:
«باچا خان څه شجره لرله او له کومه و؟»، «باچا خان پښتنو ته څه خدمت کړی دی؟» او «زه ولې د عبدالغفار خان خبرو ته غوږ ونیسم؟» د مرکې په وروستۍ برخه کې د هغه د قبر د بلدوزر په وسیله د ړنګولو توند تعبیر هم وکارول شو.

لیکوال: «خدمت برباد، ګناه لازم!»

مقاله د پوښتنې او نقد حق خوندي بولي، خو ټینګار کوي چې د تاریخي شخصیت ارزونه باید د سند، تاریخي چاپېریال، متقابلو روایتونو او روښانه معیارونو له مخې وشي.

څېړنه دې پایلې ته رسېږي چې خان عبدالغفار خان د چارسدې د هشتنغر د اتمانزو د یوې مخورې پښتنې کورنۍ او د بهرام خان زوی و. په ځینو روایتونو کې د هغه کورنۍ د سیمه‌ییزو محمدزیو له ټولنیز جوړښت سره تړل شوې؛ خو یوازې د «محمدزي» نوم د افغانستان له سلطنتي محمدزي کورنۍ سره مستقیم نسب نه ثابتوي. [۱–۴، ۶، ۲۰]

د هغه تاریخي مقام تر شجرې ډېر پراخ دی:
هغه تعلیم د آزادۍ بنسټ وباله، انجمن اصلاح‌الافاغنه یې جوړ کړ، د «پښتون» مجلې بنسټ یې کېښود، خدایي خدمتګار یې په منظم ولسي تحریک بدل کړ او د ښځو د زده‌کړې، پښتو ژبې، ټولنیز اصلاح، عدم تشدد، فدرالي عدالت او مدني حقونو ملاتړ یې وکړ. [۱–۷، ۱۱، ۱۲، ۱۷، ۱۸]

کلیدي کلمې: باچا خان، عبدالغفار خان، فخر افغان، فرنټیر ګاندي، اتمانزي، خدایي خدمتګار، عدم تشدد، تعلیم، پښتو، افغانیت، بلوڅ، فدرالي عدالت.

۱. مقدمه: د پوښتنې، نقد او تاریخي انصاف حق

د تاریخي شخصیت په اړه پوښتنه د هر انسان حق دی. هېڅ مشر، مصلح یا سیاسي تحریک باید له علمي نقد څخه پورته ونه ګڼل شي.

خو پوښتنه هغه وخت علمي ارزښت مومي چې تعریف، تاریخي زمینه، سرچینه او د ځواب د سنجولو معیار ولري.

که پوښتنه داسې جوړه شي چې پایله یې له مخکې ټاکل شوې وي، نو له تحقیق څخه د خطابي تحریک پر لور اوړي.

په نړیوالو لیکنو کې باچا خان ته د «فرنټیر ګاندي» لقب کارول شوی دی. دغه لقب د مهاتما ګاندي له مبارزې سره د هغه د ژورې همکارۍ او د عدم تشدد د ګډو سیاسي اخلاقو نښه ده؛ [۳–۷]

خو باچا خان نه د بل چا فکري سیوری و او نه یې خپل هویت د یوه بهرني لقب په وسیله ترلاسه کړی و.

هغه له ګاندي سره تر نږدې کېدو مخکې د تعلیم، ټولنیز اصلاح او د پښتنو د اخلاقي بیدارۍ کار پیل کړی و. [۱–۴، ۶]

دا مقاله د شخصي قهر یا سپکاوي لپاره نه ده لیکل شوې. موخه دا ده چې درې پوښتنې د سند، منطق او انتقادي انصاف پر بنسټ ځواب شي.

تاریخ نه د ړندې مینې ملکیت دی او نه د ړندې دښمنۍ.

۲. تحقیقي پوښتنې، میتود او محدودیتونه

د څېړنې اساسي پوښتنې دا دي:

د باچا خان د مستندې کورنۍ او شجرې حدود کوم دي؟
د هغه د تعلیم، اصلاح او عدم تشدد فکري سرچینې څه وې؟
خدایي خدمتګار څنګه له یوه اخلاقي فکره منظم ولسي تحریک شو؟
د کانګرس ائتلاف، د ۱۹۴۷ ټولپوښتنې تحریم او د پښتونستان دریځ کومې ګټې او محدودیتونه لرل؟
د پښتون–بلوڅ پر ګډ سیاست یې مستقیم او غیرمستقیم اغېز څه و؟
او د لیکوال د بلخ عیني شاهدي څه ارزښت او څه محدودیت لري؟

په دې مقاله کې تاریخي ـ تحلیلي میتود، د بېلابېلو روایتونو مقایسوي لوست او د سرچینو متقابله ارزونه کارول شوې ده.

د څېړنې بنسټیزې سرچینې د باچا خان خپل لیکلی ژوندلیک (ځانلیک)، له هغه سره شوې مرکې، ویناوې، د «پښتون» مجلې تاریخي ګڼې، رسمي اسناد، د هغه وخت مطبوعاتي لیکنې او د عیني شاهدانو روایتونه دي. [۱–۲، ۱۱–۱۷، ۲۱–۲۴]

د دې څېړنې محدودیتونه هم په روښانه ډول بیان شوي دي.

تر اوسه د باچا خان د لرې پلرني نسب بشپړ شجره‌لیک، د ټولو آزادو ښوونځیو کره شمېر، د خدایي خدمتګار غورځنګ د ټولو غړو بشپړ نوملړ، او د قصه‌خوانۍ او بابړې د پېښو د قربانیانو وروستی او مستند شمېر په بشپړ ډول نه دی تثبیت شوی. [۱۲–۱۶]

تمه ده چې تاریخپوهان او مسلکي متخصصین به دغه تشې په علمي او مستنده توګه وڅېړي او بشپړې یې کړي.

۳. د «افغان» او «افغانیت» علمي تعریف

«افغان» په ګڼو تاریخي متونو کې د پښتون د قومي نوم په توګه کارول شوی؛
له همدې کبله د پښتون او افغان تاریخي تړاو څرګند دی. خو د افغانستان په معاصر ملي او حقوقي تعبیر کې «افغان» د هېواد د ټولو اتباعو ګډ او برابر ملي نوم دی. افغانیت د یوه قوم د انحصار نوم نه، بلکې د برابر تعلق، ګډ وطن، مشترک مسؤولیت او قانوني عدالت ملي تړون دی. [۱۹، ۲۰]

۴. باچا خان څوک و؟

خان عبدالغفار خان د ۱۸۹۰ کال د فبرورۍ پر شپږمه د هشتنغر په اتمانزو کې وزېږېد او د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه وفات شو. هغه په ولسي درناوي باچا خان او فخر افغان بلل کېږي او په نړیوالو لیکنو کې د «فرنټیر ګاندي» په لقب هم پېژندل شوی دی. [۱–۷]

هغه په داسې چاپېریال کې لوی شو چې استعماري اداره، پوځي فشار، بې‌سوادي، کورنۍ تربګنۍ، اقتصادي وروسته پاتېوالی او ټولنیزه نابرابري پکې ژورې ستونزې وې. خپل عامه فعالیت یې له انتخاباتي سیاست څخه نه، بلکې له تعلیم او اصلاح څخه پیل کړ. [۱–۶]

د ده په اند د یوه ولس محکومیت یوازې د بهرني پوځ له امله نه وي؛
جهالت، خپلمنځي دښمني، غچ، بې‌نظمي، د ښځو محرومیت او د عامه مسؤولیت نشتوالی هم د محکومیت داخلي بنسټونه دي. [۱–۳، ۶، ۷]

۵. کورنۍ، سیمه‌ییز اصل او د شجرې حدود

اتمانزي د چارسدې د هشتنغر له تاریخي سیمو څخه ده. موجود ژوندلیکونه باچا خان د بهرام خان د زوی او د یوې مخورې، ځمکوالې او جرګه‌والې پښتنې کورنۍ د غړي په توګه معرفي کوي. په ځینو سیمه‌ییزو او ژوندلیک‌لیکني روایتونو کې د هغه کورنۍ د اتمانزو له محمدزیو سره تړل شوې ده. خو د «محمدزي» نوم په بېلابېلو پښتني جغرافیو کې د خېل او سیمه‌ییزې پېژندنې په توګه کارول شوی دی. د افغانستان سلطنتي محمدزي د بارکزي–دراني له ځانګړې څانګې سره تړاو لري؛ د نوم ورته‌والی په یوازې ځان د مستقیم نسبي تړاو ثبوت نه دی. [۱–۴، ۶، ۲۰]

د باچا خان مشر ورور ډاکټر عبدالجبار خان، مشهور په ډاکټر خان صاحب، طبیب او سیاستوال و. د باچا خان په زامنو کې غني خان د پښتو ستر شاعر، فیلسوف او هنرمند؛ عبدالولي خان د فدرالي او پارلماني سیاست مخکښ؛ او عبدالعلي خان د تعلیم او ادارې خدمتګار و. [۱، ۲، ۴، ۹]

۶. تعلیم، انجمن اصلاح‌الافاغنه او «پښتون» مجله

باچا خان شاوخوا ۱۹۱۰ کال په اتمانزو کې د آزاد ښوونځي د فعالیت په پیل کې ونډه واخیسته. د هغه لپاره تعلیم یوازې د کار موندنې وسیله نه وه؛ بلکې د حق پېژندنې، فکري خپلواکۍ، ټولنیز نظم او سیاسي آزادۍ شرط و. [۱–۶]

په ۱۹۲۱ کال کې د انجمن اصلاح‌الافاغنه جوړېدل د هغه د کار منظم پړاو و. د انجمن موخې د ښوونځیو جوړول، د بې‌سوادۍ کمول، د خپلمنځي دښمنیو مخنیوی، د زیان رسوونکو دودونو اصلاح، پاکي، ولسي همکاري، د پښتو ژبې درناوی او د ښځو د تعلیم ملاتړ وو. [۱–۶، ۱۱]

باچا خان په ۱۹۲۸ کال کې د «پښتون» مجلې بنسټ کېښود. دا مجله د پښتو ژبې، تعلیم، ټولنیز اصلاح، ښځو، ادب، سیاست او استعمار ضد فکر لپاره یوه فکري مدرسه وه. «پښتون» مجلې پښتو د عامه بحث، سیاسي پوهاوي او فکري بیدارۍ پر ژبه بدله کړه. [۱–۶، ۱۱]

۷. خدایي خدمتګار، عدم تشدد او د «فرنټیر ګاندي» لقب

خدایي خدمتګار د ۱۹۲۹ کال په وروستیو کې منظم شو او په ۱۹۳۰ کال کې د یوه پراخ ولسي تحریک په توګه څرګند شو. غړو یې لوړه کوله چې دروغ، غچ، ظلم، شخصي دښمني او بې‌نظمي به پرېږدي، د ولس خدمت به کوي او د زور پر وړاندې به منظم او ثابت پاتې کېږي. [۱–۷]

له مهاتما ګاندي سره د باچا خان ژوره دوستي او سیاسي همکاري ثابت حقیقت دی. له همدې اړیکې سره تړلی «فرنټیر ګاندي» لقب په نړیوالو مطبوعاتو او ژوندلیکونو کې مشهور شو. خو دغه لقب باید د پېژندنې یوه تاریخي نښه وګڼل شي، نه د باچا خان د بشپړ فکري شخصیت بدیل. [۳–۷]

هغه عدم تشدد له اسلامي صبر، عفوې، د نفس جهاد، د انسان د وینې د حرمت، د مخلوق خدمت او د پښتني ژمنې او مېړانې له مفاهیمو سره وتاړه. [۱–۷، ۱۰]

۸. قصه‌خوانۍ، کانګرس، وېش او ټولپوښتنه

د ۱۹۳۰ کال د اپرېل پر ۲۳مه د پېښور په قصه‌خوانۍ بازار کې استعماري ځواکونو پر بې‌وسلې مظاهره‌چیانو ډزې وکړې. د قربانیانو شمېر په سرچینو کې یو شان نه دی؛ خو پر دې اساسي حقیقت اختلاف نشته چې پر بې‌وسلې ملکي خلکو – چی د حق او عدالت غږ ې پورته کړی و- مرګونی زور وکارول شو. [۵، ۱۲، ۱۳]

خدایي خدمتګار له هندي ملي کانګرس سره د استعمار پر ضد ائتلاف وکړ. دا ائتلاف د اسلامي یا پښتني هویت پرېښودل نه وو، بلکې د یوه ځواکمن استعمار پر وړاندې د پراخ سیاسي اتحاد انتخاب و. خو کله چې کانګرس په ۱۹۴۷ کال کې د هند وېش ومانه، باچا خان او ملګرو یې ځانونه سیاسي ډول یوازې احساس کړل. [۱–۶، ۸، ۹]

د ۱۹۴۷ کال د شمال لوېدیځ پښتونخوا ایالت په ټولپوښتنه کې یوازې هند یا پاکستان دوه انتخابونه وو؛
خپلواکي، پراخه خودمختاري یا پښتونستان جلا انتخاب نه و. خدایي خدمتګار دغه ټولپوښتنه تحریم کړه. [۸، ۱۴، ۱۵]

د تحریم اخلاقي منطق دا و چې انتخابونه محدود وو؛ خو ستراتیژیک زیان یې دا و چې د تحریک پلویانو خپلې رایې په رسمي نتیجه کې ونه ښودلې. [۸، ۹، ۱۴، ۱۵]

۹. له پاکستان وروسته، بابړه او زندان

له پاکستان جوړېدو وروسته باچا خان په اساسي مجلس کې ګډون وکړ او له نوي سیاسي واقعیت سره یې د تعامل هڅه وکړه؛ خو د مرکزیت، دولتي ځپلو، د پښتنو د حقونو محدودولو او د ولسي حقونو د ځپلو مخالفت یې کاوه. [۹، ۱۷]

د یوه حکومت له استعماري سیاست سره مخالفت د هېواد له خلکو او جغرافیې سره دښمني نه ده.

د ۱۹۴۸ کال د اګست پر دولسمه په بابړه کې پر خدایي خدمتګارو او نورو مظاهره‌چیانو ډزې وشوې. [۱۶]

د مرګ‌ژوبلې شمېر په سرچینو کې اختلاف لري؛ خو دا تاریخي حقیقت ثابت دی چې د پاکستان په لومړنیو کلونو کې د پښتني مدني مخالفت پر وړاندې سخت مرګونی زور وکارول شو. [۱۶]

باچا خان د بریتانوي او پاکستاني حکومتونو تر واک لاندې څو ځله زنداني، کوربند او تبعید شو. [۱–۷، ۹، ۱۷]

محتاطه علمي جمله دا ده چې هغه د خپل ژوند څو لسیزې له آزادۍ محروم پاتې شو. [۱–۷]

۱۰. پښتنو ته مستقیم خدمتونه

د باچا خان مستقیم خدمتونه په اوو بنسټیزو برخو کې راټولېدای شي: تعلیم؛ د پښتو ژبې او مطبوعاتو وده؛ منظم ولسي سازمان؛ د مېړانې اخلاقي بیا تعبیر؛ د ښځو د تعلیم ملاتړ؛ د فدرالي او مدني حقونو دفاع؛ او د پښتون د نړیوال تصویر بدلول. هغه نړۍ ته وښوده چې پښتون یوازې د جګړې انسان نه دی؛
د علم، نظم، اخلاقو، خدمت او سولې انسان هم دی. [۱–۷، ۱۰، ۱۱]

۱۱. د بلوڅو پر سیاست فکري اغېز

د باچا خان لومړنی مستقیم فعالیت تر ډېره د پښتني سیمې، تعلیم، خدایي خدمتګار او د هند د آزادۍ پر محور و. له بلوڅ مشرانو سره پراخه حزبي همکاري وروسته د عبدالولي خان، نیشنل عوامي پارټۍ، میر غوث‌بخش بزنجو، عطاالله مینګل، خیر‌بخش مری، عبدالصمد خان اچکزي او نورو په دوره کې روښانه شوه. نو د وروسته پښتون–بلوڅ سیاست ټول خدمتونه مستقیم باچا خان ته منسوبول علمي نه دي. [۹، ۱۸]

خو باچا خان د قومونو برابري، فدرالي عدالت، ایالتي واک، مدني او پارلماني سیاست، د مرکز د استبداد مخالفت او د ژبو او فرهنګونو حق ته اخلاقي ژبه ورکړه. [۱–۷، ۹، ۱۷، ۱۸]

همدا فکري بنسټونه وروسته د پښتون–بلوڅ ګډ ولسي سیاست لپاره مهم شول. [۹، ۱۸]

۱۲. افغانستان، بلخ با ستان  او د لیکوال عیني شاهدي

افغانستان د باچا خان په تاریخي او عاطفي جغرافیه کې ځانګړی ځای درلود. هغه افغانستان ته سفرونه وکړل، له خلکو، زده‌کوونکو، علماوو او فرهنګي شخصیتونو سره یې ولیدل او په پای کې په جلال‌آباد کې خاورو ته وسپارل شو. [۱–۴، ۲۱–۲۳]

د دې مقالې لیکوال،  د نو بهار بلخ د ښو نځی د زده‌کړو پر مهال د باچا خان د شمالي سفر په ترڅ کې د تاریخي بلخ  په باغ عمومي (ولس بڼ) کې په یوه ولسي غونډه کې حاضر و. لیکوال باچا خان ته د ښه راغلاست او درناوي یوه لنډه پښتو وینا ولوستله او وروسته یې د باچا خان وینا په مستقیم ډول واورېده. [۲۴]

 

د شاهد په یاد کې د باچا خان د وینا بنسټیز مضمون د افغان، افغانیت، ملي یووالي، د افغانستان د ټولو خلکو د ګډ وطن، او د پښتنو او بلوڅو د مشروع حقونو پر محور راڅرخېده. څرنګه چې تر اوسه د دې وینا غږیز ثبت، لیکلی متن یا چاپ شوی سند نه دی موندل شوی، نو یاد مضمون باید د باچا خان د وینا مهم او کره  ټکی ګڼل شي.

دا روایت د یوه عیني شاهد د یاد پر بنسټ ولاړ دی او تر هغه وخته چې د وینا غږیز ثبت یا لیکلی متن وموندل شي، د شفاهي تاریخ د یوې لومړنۍ، خو د علمي احتیاط وړ سرچینې حیثیت لري. [۲۴]

۱۳. مخالف روایتونه او علمي ځوابونه

دا غلطه ادعا چې باچا خان د پاکستان د خلکو دښمن و، تاریخي ساده‌کونه ده؛
هغه د استعماري حکومتونو له ظالمانه سیاستونو سره مخالفت کاوه او د فدرالي حقونو غوښتنه یې کوله. [۱–۹، ۱۷]

دا ادعا چې هغه یوازې د ګاندي پیرو و، د هغه له ګاندي مخکې تعلیمي او اصلاحي کار له پامه غورځوي. [۱–۶]

دا ادعا چې هغه هېڅ عیني خدمت نه دی کړی، خدمت یوازې واک او جغرافیایي بدلون ته محدودوي؛
حال دا چې ښوونځی، مجله، ولسي سازمان، سیاسي شعور او مدني مقاومت هم عیني تاریخي خدمتونه دي. [۱–۷، ۱۱]

همدارنګه، «پښتونستان» د وخت او مخاطب له مخې د استقلال، خودمختارۍ، ایالتي نوم او ژبنیو حقوقو بېلابېلې معناوې لرلې. [۸، ۹، ۱۵، ۱۷]

عدم تشدد هم یوازې د دولت نیولو په معیار نه سنجول کېږي؛
د ولس تنظیم، د استعماري تصور ماتول او د اخلاقو پر بنسټ مقاومت د هغې مهمې لاسته راوړنې وې. [۵، ۷، ۱۰]

۱۴. سیاسي محدودیتونه

له کانګرس سره ډېر ستراتیژیک تړاو، د ۱۹۴۷ کال د ټولپوښتنې تحریم، د پښتونستان د مفهوم ابهام، د تحریک د دوامدارو تعلیمي او اقتصادي بنسټونو کمزوري، له ولسي تحریک څخه د کورنۍ د سیاسي نفوذ پر لور د انتقال ستونزه او د سخت دولتي زور پر وړاندې د عدم تشدد عملي محدودیتونه د تاریخي نقد وړ دي. [۴، ۵، ۸، ۹، ۱۴، ۱۵، ۱۸]

د دغو نیوکو منل د باچا خان تاریخي مقام نه له منځه وړي؛ بلکې مقاله له مدافعوي لیکنې څخه متوازنې علمي ارزونې ته نږدې کوي.

۱۵. د درېیو پوښتنو لنډ ځواب

لومړی: باچا خان د هشتنغر د اتمانزو اوسېدونکی، د بهرام خان زوی او د یوې پېژندل شوې پښتنې کورنۍ غړی و. له افغانستان د سلطنتي محمدزیو سره مستقیم نسب یوازې د نوم په ورته‌والي نه ثابتېږي. [۱–۴، ۶، ۲۰]

دویم: هغه د آزاد تعلیم کار پیل کړ، انجمن اصلاح‌الافاغنه یې جوړ کړ، «پښتون» مجله یې خپره کړه، خدایي خدمتګار یې منظم کړ او د پښتو، ښځو د تعلیم، ټولنیز اصلاح، عدم تشدد، فدرالي حقونو او مدني سیاست دفاع یې وکړه. [۱–۷، ۱۱، ۱۷]

درېیم: د باچا خان افکار او تاریخي میراث ځکه ارزښت لري چې هغه د تعلیم، ولسي سازمان، پښتو مطبوعاتو او بې‌وسلې مبارزې یوه بشپړه او مهمه تاریخي تجربه پرېښې ده. د هغه د نظریاتو د ارزونې پر مهال باید د هغو پیاوړي او کمزوري اړخونه د تاریخ، عدالت او علمي انصاف په رڼا کې وڅېړل شي؛
ځکه ستاینه، نیوکه او پرېکړه هغه وخت اعتبار مومي چې پر مستندو شواهدو، منطقي استدلال او عادلانه علمي ارزونې ولاړه وي. [۱–۱۸]

پایله

خان عبدالغفار خان ـ باچا خان، فخر افغان او په نړیوالو لیکنو کې «فرنټیر ګاندي» ـ د پښتنو، افغان ولس او د سیمې د معاصر تاریخ له سترو تعلیمي، ټولنیزو، اخلاقي او سیاسي شخصیتونو څخه و. د «فرنټیر ګاندي» لقب د هغه او مهاتما ګاندي د عدم تشدد ګډې مبارزې ته اشاره کوي؛ خو د باچا خان تاریخي مقام یوازې په دغه لقب کې نه راټولېږي. هغه خپل مستقل اسلامي، پښتني او ملي افغاني فکر، ټولنیز پروګرام، ولسي سازمان او د قربانۍ اوږد تاریخ درلود. [۱–۷، ۱۰]

موجود اسناد ښيي چې هغه د اتمانزو د هشتنغر د یوې مخورې پښتنې کورنۍ غړی او د بهرام خان زوی و. د باچا خان حقیقي تاریخي مقام په شجره نه، بلکې په خدمت، فکر، قربانۍ او د ولس په بیدارۍ ولاړ دی. [۱–۶]

د هغه ستر مثبت میراث دا و چې پښتني مېړانه یې له غچ، تاوتریخوالي او وینې تویولو څخه د صبر، زغم، نظم، بخښنې، خدمت او د نفس د کنټرول پر لور واړوله. ده نړۍ ته وښوده چې پښتون یوازې د جګړې او وسلې انسان نه دی؛ د علم، قلم، اخلاقو، ژمنې، مدني مقاومت او سولې انسان هم دی. دا د پښتو، پښتونولۍ او پښتني تاریخي شخصیت لپاره یو مهم مثبت بدلون و. [۱–۷، ۱۰]

باچا خان یوازې د یوې محدودې سیمې قومي مشر نه و.

هغه د پښتنو د حقونو دفاع کوله، خو دغه حقوق یې د نورو قومونو د حقونو په نفي کې نه غوښتل. د قومونو برابري، فدرالي عدالت، ژبني حقوق، پارلماني سیاست او ګډ جمهوري ژوند د هغه د فکر مهم عناصر وو. [۱–۹، ۱۷، ۱۸]

له همدې کبله هغه د پښتنو لپاره ستر مصلح، د افغان ولس لپاره د ملي یووالي مهم تاریخي شخصیت او د سیمې لپاره د عدم تشدد نړیوال مخکښ ګڼل کېدای شي. [۱–۷، ۱۰]

منصفانه تاریخي قضاوت دا دی چې باچا خان خپل مقام په شجره نه، بلکې په خدمت جوړ کړ؛
خپل عزت یې په شتمنۍ او دولتي واک نه، بلکې په قربانۍ ترلاسه کړ؛
او خپل نوم یې د وسلې او زور له لارې نه، بلکې د ښوونځي، قلم، مطبوعاتو، سازمان، صبر، اخلاقو او ولسي بیدارۍ له لارې تلپاتې کړ. [۱–۷، ۱۱]

له همدې امله، باچا خان باید نه په ړنده توګه تقدیس شي او نه په بې‌سنده او سپکوونکو ادعاوو محکوم شي.

خدمتونه یې باید وپېژندل شي، قربانۍ یې ثبت شي، او که تېروتنې یې کړې وې، په علمي او منصفانه توګه وڅېړل شي او نوی نسل یې د تعلیم، سولې، زغم، پښتني عزت، افغاني ملي یووالي او مسؤولانه خدمت له میراث څخه زده کړه وکړي.

 

لنډ وخت‌لیک

کال

پېښه

۱۸۹۰

په اتمانزو کې زېږېدنه [۱–۴]

شاوخوا ۱۹۱۰

د آزاد ښوونځي فعالیت [۱–۶]

۱۹۲۱

انجمن اصلاح‌الافاغنه [۱–۶]

۱۹۲۸

د «پښتون» مجله [۱–۶، ۱۱]

۱۹۲۹–۱۹۳۰

خدایي خدمتګار [۱–۷]

۱۹۳۰

قصه‌خوانۍ [۱۲، ۱۳]

۱۹۴۷

د ټولپوښتنې تحریم [۱۴، ۱۵]

۱۹۴۸

بابړه [۱۶]

۱۹۸۷

بهارت رتنا [۲۵]

۱۹۸۸

وفات او په جلال‌آباد کې خاورو ته سپارل [۱–۴]

سرچینې

۱. Khan, Abdul Ghaffar. My Life and Struggle. د باچا خان له مرکو څخه ترتیب شوی ژوندلیک، ۱۹۶۹ او وروسته چاپونه.

۲. خان عبدالغفار خان. زما ژوند او مبارزه. اصلي پښتو ځانلیک، افغانستان، ۱۹۸۳.

۳. Khan, Abdul Ghaffar. The Frontier Gandhi: My Life and Struggle. Translated by Imtiaz Ahmad Sahibzada; Foreword by Rajmohan Gandhi. New Delhi: Roli Books, 2021.

۴. Gandhi, Rajmohan. Ghaffar Khan: Nonviolent Badshah of the Pakhtuns. New Delhi: Penguin/Viking, 2004.

۵. Banerjee, Mukulika. The Pathan Unarmed. Oxford: James Currey, 2000.

۶. Tendulkar, D. G. Abdul Ghaffar Khan: Faith Is a Battle. New Delhi: Gandhi Peace Foundation, 1967.

۷. Easwaran, Eknath. Nonviolent Soldier of Islam. Nilgiri Press, 1999.

۸. Shah, Sayed Wiqar Ali. Ethnicity, Islam and Nationalism: Muslim Politics in the North-West Frontier Province, 1937–1947.

۹. Khan, Abdul Wali. Facts Are Sacred. اړوند چاپونه.

۱۰. Johansen, Robert C. “Radical Islam and Nonviolence.” Journal of Peace Research, 1997.

۱۱. د «پښتون» مجلې تاریخي ګڼې، ۱۹۲۸ او وروسته کلونه.

۱۲. د برتانوي هند د شمال لوېدیځ ایالت اداري، استخباراتي او عدلي اسناد.

۱۳. د ۱۹۳۰ کال د قصه‌خوانۍ رسمي راپورونه او خپلواکې تاریخي څېړنې.

۱۴. د ۱۹۴۷ کال د ټولپوښتنې رسمي پایلې او اړوند سیاسي اسناد.

۱۵. د بنو پرېکړه او د خدایي خدمتګار اړوند اسناد.

۱۶. د ۱۹۴۸ کال د بابړې دولتي، مطبوعاتي او سیمه‌ییز اسناد.

۱۷. د پاکستان د اساسي مجلس تاریخي ریکارډونه.

۱۸. د نیشنل عوامي پارټۍ او پښتون–بلوڅ سیاست علمي مطالعات.

۱۹. د افغانستان د ۱۹۶۴ او ۲۰۰۴ اساسي قوانین.

۲۰. Encyclopaedia Iranica: د “Afghan” اړوند مدخلونه.

۲۱. د انیس، اصلاح، هیواد، کابل ټایمز او باختر آرشیفي ګڼې.

۲۲. د راډیو افغانستان تاریخي ثبتونه.

۲۳. د افغانستان د علومو اکاډمي، پښتو ټولنې، کابل پوهنتون او پښتو اکېډمۍ اړوند څېړنې.

۲۴. همت، محمد همایون. «په بلخ کې د باچا خان د غونډې عیني روایت». د شفاهي تاریخ لیکلی ځان‌ثبت، کابل، ۲۵ جولای ۲۰۲۶.

۲۵. د هند حکومت. د ۱۹۸۷ کال د بهارت رتنا رسمي اعلان.

محمد همایون همت

MD, PhD

۳۰ جولای ۲۰۲۶

د نتانیاهو د نیولو نړیوال حکم؛ عدالت، اشغال او د فلسطین د ولس مستنده غمیزه

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.