تلپاتې خپلواکي

محمد همایون همت

55

تلپاتې خپلواکي

په وینو ګټلې خپلواکي، په علم ساتلې خپلواکي

د جهاد، ملي مقاومت، دولت‌جوړونې او وقایوي ملي ځواک په اړه علمي ـ تاریخي ـ انساني څېړنه

۱۹ اګست ۲۰۲۶

 

بنسټیز اصل

«د خپلواکۍ وقایه تر علاج غوره ده.»

«په وینو ګټلې خپلواکي، په علم ساتلې خپلواکي.»

 

لنډیز

افغانستان د نولسمې پېړۍ له انګلو ـ افغان جګړو، د ۱۹۱۹ د خپلواکۍ له مبارزې، د ۱۹۷۹ د شوروي له یرغل او اشغال، او د ۲۰۰۱–۲۰۲۱ د امریکا په مشرۍ له یرغل، اوږدمهاله پوځي حضور، جګړې او اشغال څخه داسې تاریخي تجربه لري چې یو مهم حقیقت راښيي:

خپلواکي یوازې د بهرني پوځ په وتلو نه بشپړېږي؛ تلپاتې خپلواکي د خپل ملي تصمیم د ساتلو وړتیا ده.

د دې څېړنې مرکزي پوښتنه دا ده:

افغانستان څنګه داسې دولت، ټولنه او ملي ځواک جوړولای شي چې هر بهرنی قدرت د یرغل، اشغال، مداخلې یا نیابتي جګړې له فکره مخکې د افغان مقاومت، ولسي یووالي، ملي مشروعیت، اقتصادي پایلو، دفاعي چمتووالي او نړیوالې دیپلوماسۍ قیمت محاسبه کړي؟

د مقالې اساسي استدلال دا دی چې د بهرني تجاوز پر مهال مشروع دفاع، جهاد او ملي مقاومت د افغانستان په دیني، تاریخي او ملي حافظه کې ژور مشروعیت او ارزښت لري.

خو هوښیاره دولت‌داري یوازې د جګړې د ورځې اتلولي نه ده. د جګړې ګټل یو مهارت دی؛

د دولت چلول، د جګړې مخنیوی او د خپلواکۍ ساتل بل مهارت، بل علم او بل حکمت غواړي.

دولت باید تر جګړې مخکې داسې شرایط جوړ کړي چې جګړه د احتمالي یرغلګر لپاره ناممکنه  شي.

مشروع او حساب‌ورکوونکی حکومت، عدالت، ملي وحدت، تعلیم، علم، ټکنالوژي، اقتصادي تنوع، مسلکي دفاعي بنسټونه، استخبارات، سایبري امنیت، سیمه‌ییز اقتصادي پیوستون او متوازنه بهرنۍ پالیسي په ګډه هغه وقایوي ملي ځواک جوړوي چې د یرغل احتمال او د افغان ولس انساني قیمت کمولای شي.

له همدې امله «تر جهاد مخکې وقایه» د جهاد او مشروع دفاع بدیل نه دی؛ بلکې د ملت د وینې د ساتنې حکمت دی.

دا څېړنه د تاریخي پېښو په نومولو کې د یوه واحد علمي معیار د کارولو هڅه کوي.

د لومړۍ او دویمې انګلو ـ افغان جګړې لپاره Cambridge University Press،

د شوروي د ۱۹۷۹ یرغل لپاره U.S. Department of State،

او د ۲۰۰۱ وروسته دورې لپاره Al Jazeera، The Guardian او The Washington Post د «یرغل» او «اشغال» اصطلاحاتو د مستند استعمال مهمې سرچینې دي. [سرچینې:

۱، ۲، ۵، ۱۰، ۱۱، ۱۲]

Source: [1] Cambridge University Press — “British invasion, occupation and eventual withdrawal from Afghanistan”

Source: [2] Cambridge University Press — “The British invaded in order to secure regime change.”

Source: [10] Al Jazeera — “The US under President George W Bush invaded Afghanistan on October 7, 2001.”

Source: [11] The Guardian — “…exposes truth of occupation.”

Source: [12] The Washington Post — “two decades of war and U.S. occupation”

د څېړنې میتود او د اصطلاحاتو علمي اصل

دا مقاله تاریخي ـ تحلیلي میتود کاروي. د تاریخي پېښو لپاره علمي کتابونه او څېړنیزې مقالې، رسمي دولتي آرشیفونه او لومړني اسناد؛

د پوځي سرغړونو او احتمالي جنګي جرمونو لپاره رسمي تحقیقات او نړیوال حقوقي اسناد؛

د تعلیم او بشري پانګې لپاره د World Bank او UNESCO څېړنې؛

د ملکي تلفاتو لپاره UNAMA او Human Rights Watch؛

او د تاریخي ـ سیاسي اصطلاحاتو د نړیوال استعمال د څرګندولو لپاره معتبرې نړیوالې رسنۍ له یو بل سره پرتله شوې دي.

د سرچینو وزن باید د ادعا له ماهیت سره برابر وي.

تاریخي ادعا باید تر ډېره په علمي تاریخ یا لومړني سند ولاړه وي؛

حقوقي ادعا باید په حقوقي سند؛

د پوځي سرغړونې ادعا باید په رسمي تحقیق یا باوري تحقیقي راپور؛

او د یوې اصطلاح د نړیوال استعمال د ښودلو لپاره د معتبرې ژورنالېسټیکې سرچینې کارول مناسب دي.

په همدې اساس، «یرغل» او «اشغال» باید نه یوازې د سیاسي شعار په توګه وکارول شي او نه هم د تاریخي واقعیت د نرمولو لپاره ترې ډډه وشي.

که په علمي او معتبره تاریخي ادبیاتو کې یوه پېښه د invasion یا occupation په نوم ثبت شوې وي، په پښتو علمي متن کې یې د «یرغل» او «اشغال» په نوم یادول د علمي دقت خلاف نه دي.

د دې مقالې موخه دا نه ده چې د بریتانوي، شوروي او امریکايي دورو ټولې ځانګړنې یو شان وښيي. د وخت، نړیوال نظام، حقوقي چاپېریال، پوځي ټکنالوژۍ، اهدافو او محلي شرایطو ترمنځ ژور توپیرونه موجود وو.

موخه دا ده چې د بهرني پوځي زور او د افغان حاکمیت پر وړاندې د هغه د اغېزو د ارزونې لپاره یو شان تحلیلي معیار وکارول شي.

۱. خپلواکي څه ده؛ د بهرني عسکر وتل، که د خپل تصمیم واک؟

خپلواکي په کلاسیک مفهوم کې د دولت هغه واک دی چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ پرېکړې په خپل اختیار وکړي. خو په معاصر نړیوال نظام کې خپلواکي یوازې د دې معنا نه لري چې د هېواد پر خاوره بهرنی عسکر نه وي.

تلپاتې خپلواکي لږ تر لږه پنځه له یو بل سره تړلې ستنې لري:

سیاسي اختیار، امنیتي ظرفیت، اقتصادي توان، علمي او تخنیکي وړتیا، او ملي مشروعیت.

ممکن یو هېواد په ظاهره بشپړ سیاسي حاکمیت ولري، خو که بودجه یې په یوه بهرني تمویل پورې تړلې وي، انرژي یې یوازې له یوې سرچینې راځي، خوراکي خوندیتوب یې د یوه بهرني بازار تابع وي، مسلکي کادرونه یې نه وي، او د ستراتیژیکو پرېکړو لپاره پر نورو متکي وي، د هغه د خپلواک تصمیم ساحه په عمل کې محدوده کېږي.

د ۱۹۱۹ خپلواکي په دې لحاظ تاریخي اهمیت لري چې افغانستان د خپل بهرني سیاست د خپلواک مدیریت پر لور پرېکنده ګام واخیست. خو د خپلواکۍ ژوره معنا باید یوازې په بیرغ، ملي سرود او رسمي مراسمو کې محدوده نه شي.

ریښتینی خپلواک ملت باید وکولای شي خپل ملي مصلحت په خپله تعریف کړي، خپل قانون په خپله عملي کړي، خپل متخصصین وروزي، خپل امنیتي بنسټونه وساتي، خپل اقتصاد متنوع کړي او خپل بهرنی سیاست د خپل ملي مصلحت پر بنسټ اداره کړي.

له همدې امله ازادي له مسئولیت پرته نیمګړې ده. خپلواکي یو ځل اخیستل کېدای شي، خو هره ورځ باید وساتل شي.

۲. انګلو ـ افغان جګړې؛ مقاومت مو وکړ، خو ولې یرغلونه تکرار شول؟

د لومړۍ انګلو ـ افغان جګړې په اړه Cambridge University Press د بریتانوي یرغل، اشغال او ورپسې وتلو اصطلاحات په څرګند ډول کاروي. دا استناد مهم دی، ځکه ښيي چې د بریتانوي پوځي حضور د «یرغل» او «اشغال» نومونه یوازې د افغان ملي روایت اصطلاحات نه دي، بلکې په معاصر علمي تاریخ کې هم ورته روښانه بنسټ شته. [سرچینه: ۱]

Source: [1] Cambridge University Press — “A Market for the Masters: Afghanistan c.1839–1842” — “British invasion, occupation and eventual withdrawal from Afghanistan”

د جګړې پر مهال بریتانوي ځواکونو افغانستان ته په پوځي زور ننوتل، د واک په جوړښت کې یې مداخله وکړه، کابل یې ونیو او خپل سیاسي ـ پوځي حضور یې ټینګ کړ؛

خو دغه حضور پایدار نه شو. افغان پاڅون، جهاد،، مقاومت او د بهرني واک پر وړاندې پراخ مخالفت د بریتانوي پروژې د ناکامۍ له مهمو لاملونو څخه وو.

د دویمې انګلو ـ افغان جګړې په اړه Cambridge University Press په څرګند ډول د بریتانوي یرغل او د رژیم د بدلون د هدف یادونه کوي.

دا د جګړې د تاریخي ماهیت د نومولو لپاره مهم علمي استناد دی. [سرچینه: ۲]

Source: [2] Cambridge University Press — “The Second Afghan War, 1878–1880” — “The British invaded in order to secure regime change.”

د دې تاریخ لومړی درس د افغان مقاومت دی؛

خو دویم، او د راتلونکي لپاره لا مهم درس، دا دی چې ولې بهرني قدرتونه بیا بیا افغانستان د خپلو ستراتیژیکو سیالیو میدان ګڼي.

که یوازې د بریتانوي پوځ د ماتې کیسه تکرار کړو، د تاریخ یوه برخه مو لوستې ده. بله برخه دا پوښتنه ده:

ولې هغه شرایط موجود وو چې بریتانیا دوه ځله د پراخ پوځي یرغل پرېکړه وکړه؟

همدا پوښتنه د جهاد- مقاومت تاریخ له دولت‌جوړونې سره تړي.

هغه جګړه چې په میدان کې ګټل کېږي، باید وروسته په داسې دولت، اقتصاد، دیپلوماسۍ او ملي یووالي بدله شي چې راتلونکی یرغل له پیله ستونزمن او حتا نا ممکن  کړي.

۳. ۱۹۱۹؛ خپلواکي مو واخیسته، څنګه یې وساتو؟

د ۱۹۱۹ جګړه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوازې یوه پوځي نښته نه وه؛

دا د هېواد د بهرني سیاست د خپلواک اختیار د پراخېدو یوه مهمه تاریخي مرحله وه.

خو د ۱۹۱۹ د تجربې تر ټولو ژور درس یوازې دا نه دی چې خپلواکي څنګه ترلاسه شوه.

اصلي پوښتنه دا ده: له خپلواکۍ وروسته څه باید وشي؟

د امان‌الله خان د دورې دولت‌جوړونې هڅې د افغانستان د عصري تاریخ یوه مهمه تجربه وه. دولت هڅه وکړه د ادارې، تعلیم، قانون، نړیوالو اړیکو او ټولنیزو بنسټونو د بدلون له لارې د خپلواکۍ سیاسي لاسته راوړنه په عملي دولتي ظرفیت بدله کړي.

هره اصلاح بریالۍ نه وه، هره پالیسي له افغان ټولنیز واقعیت سره یو شان مناسبه نه وه، او د دولت او ټولنې ترمنځ د بدلون د چټکتیا پر سر جدي ستونزې پیدا شوې؛

خو بنسټیزه پوښتنه لا هم ژوندۍ ده:

پوځي خپلواکي څنګه په دوامدار دولتي ځواک بدلېږي؟

د خپلواکۍ جشن هغه وخت بشپړه ملي معنا پیدا کوي چې د تېرې قربانۍ ترڅنګ د راتلونکي د ارزونې ورځ هم شي.

هر کال باید وپوښتل شي: ایا ښوونځی قوي شوی؟

ایا اداره قانوني او حساب‌ورکوونکې شوې؟

ایا اقتصاد د یوه بهرني فشار په وسیله فلج کېدای شي؟

ایا افغان متخصصین د خپل دولت اساسي سیستمونه پخپله اداره کولای شي؟

که د خپلواکۍ ورځ یوازې د تاریخ د لمانځلو ورځ وي او د راتلونکي د حساب ورځ نه وي، خپلواکي ورو ورو له ستراتیژیک مفهوم څخه په تشو مراسمو بدلېږي.

۴. شوروي یرغل او اشغال؛ د جهاد، مقاومت او بهرني اتکا درس

د ۱۹۷۹ د دسمبر په وروستیو کې شوروي اتحاد په زرګونو پوځیان افغانستان ته داخل کړل. د U.S. Department of State د Office of the Historian رسمي تاریخي پاڼه دا پېښه د شوروي یرغل په نوم ثبتوي او لیکي چې شوروي ځواکونو ډېر ژر د کابل او د هېواد د پراخو برخو بشپړ پوځي او سیاسي کنټرول ترلاسه کړ. [سرچینه: ۵]

Source: [5] U.S. Department of State, Office of the Historian — “The Soviet Invasion of Afghanistan and the U.S. Response, 1978–1980.”

په رسمي امریکايي تاریخي اسنادو کې د شوروي یرغل او د کابل د پوځي اشغال اصطلاحات هم کارول شوي دي. دا د دې دورې د یرغل او اشغال د تاریخي نومونې لپاره یو بل مستند بنسټ دی. [سرچینه: ۶]

Source: [6] Foreign Relations of the United States, 1977–1980 — “Soviet invasion” / “military occupation of Kabul”

له همدې امله د شوروي دوره یوازې د «مرستې»، «پوځي حضور» یا «مداخلې» په مبهمه ژبه نه شي تشریح کېدای.

بهرنی پوځ نږدې یوه لسیزه په هېواد کې پاتې شو، مستقیمه جګړه یې وکړه او د افغان دولت د بقا لپاره یې اساسي پوځي رول درلود.

د شوروي پر ضد د افغانانو وسله‌وال جهاد- مقاومت د ډېرو افغانانو په دیني ژبه جهاد او په تاریخي ـ ملي ژبه مقاومت و.

جهاد د اسلامي فقهې، نیت، اخلاقو او مشروعیت له مفاهیمو سره تړلې دیني اصطلاح ده؛

ملي مقاومت بیا د بهرني تسلط، یرغل یا تحمیل پر وړاندې د یوې ټولنې د دفاع پراخ تاریخي تعبیر دی.

رسمي توجیه د تاریخ یوه برخه ده؛ ټول تاریخ نه دی.

د علمي تاریخ مسئولیت دا دی چې د رسمي دلیل تر څنګ د ځواک حقیقي استعمال، د پوځي کنټرول اندازه، د قدرت پر جوړښت اغېز او د افغان ولس پر ژوند پایلې هم وارزوي.

۵. ۲۰۰۱؛ ولې «یرغل» یوه مستنده تاریخي اصطلاح ده؟

د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۷ د امریکا په مشرۍ پر افغانستان پراخ پوځي عملیات پیل شول. د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته امریکا خپل اقدام د القاعده پر ضد د جګړې او د «ترهګرۍ ضد جګړې» د یوې برخې په توګه توجیه کړ.

د امریکا د رسمي دلیل ثبتول د علمي صداقت غوښتنه ده؛ خو د رسمي دلیل ثبتول د دې معنا نه لري چې څېړونکی باید د امریکا د حکومت رسمي اصطلاحات د تاریخ د یوازیني روایت په توګه ومني.

Al Jazeera د ۲۰۰۱ د جګړې په خپل تاریخي تحلیل کې په څرګند ډول لیکي چې د جورج ډبلیو بوش تر مشرۍ لاندې امریکا د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۷ افغانستان ته یرغل وکړ.

دا د «یرغل» د اصطلاح لپاره روښانه نړیوال ژورنالېسټیک استناد دی. [سرچینه: ۱۰]

Source: [10] Al Jazeera — “Afghanistan: Visualising the Impact of 20 Years of War” — “The US under President George W Bush invaded Afghanistan on October 7, 2001.”

پوځي واقعیت دا و چې امریکايي او متحد ځواکونه د افغانستان د واکمن نظام د نسکورولو لپاره په پراخ پوځي ځواک، هوايي بمبار، ځانګړو ځواکونو او له افغان  جنګسا لار متحدینو سره په ګډو ځمکنیو عملیاتو کې ښکېل شول.

تر دې مهمه دا چې د ۲۰۰۱ لومړنی ماموریت په خپل اصلي حد کې پاتې نه شو.

د طالبانو حکومت نسکور شو؛ د نوي سیاسي نظام په جوړولو کې بهرنی نقش ژور شو؛ د پوځي اډو پراخه شبکه جوړه شوه؛ شپني عملیات، توقیفونه، هوايي بریدونه او ضدبغاوت جګړه پراخه شوه؛ او جګړه نږدې شل کاله وغځېده.

له همدې امله د علمي تحلیل اصلي پوښتنه دا نه ده چې امریکا په ۲۰۰۱ کې خپل هدف څه اعلان کړی و؛ اصلي پوښتنه دا ده چې هغه هدف په شلو کلونو کې په څه بدل شو.

۶. شل کلنه جګړه او اشغال؛ تاریخ باید په خپل نوم ولیکل شي

د «اشغال» اصطلاح په افغانستان کې یوازې د یوې سیاسي ډلې یا یوه محلي روایت کلمه نه وه.

The Guardian د ۲۰۱۰ د افغانستان د جګړې د افشا شویو اسنادو د خپلې سترې څېړنې په سرلیک کې په ښکاره د «اشغال حقیقت» تعبیر کارولی دی. [سرچینه: ۱۱]

Source: [11] The Guardian — 25 July 2010 — “Afghanistan War Logs: Massive Leak of Secret Files Exposes Truth of Occupation.”

The Washington Post د ۲۰۲۲ د اګست په ۱۵ د کابل د سقوط د لومړۍ کلیزې په اړه په څرګند ډول د شل کلنې جګړې او امریکايي اشغال د پای خبره کړې ده. [سرچینه: ۱۲]

Source: [12] The Washington Post — “The Cost of Peace in Afghanistan” — “two decades of war and U.S. occupation”

Al Jazeera هم د شل کلنې جګړې په خپل تحلیل کې د امریکا له خوا د ۲۰۰۱ یرغل او د جګړې اوږدمهاله انساني قیمت یو ځای تشریح کړی دی. [سرچینه: ۱۰]

له همدې امله د دې مقالې دریځ روښانه دی:

د ۲۰۰۱ د اکتوبر پوځي ننوتل د امریکا په مشرۍ یرغل و؛

ورپسې شل کلن بهرنی پوځي حضور، د اډو پراخه شبکه، مستقیم هوايي او ځمکني عملیات، توقیفونه، شپني عملیات او د افغانستان پر امنیتي او سیاسي جوړښت ژور بهرنی نفوذ د تاریخي ـ سیاسي تحلیل په کچه د «اشغال» د اصطلاح لپاره مستند بنسټ برابروي.

دا خبره په دې معنا نه ده چې د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې هر کال، هر ولایت، هره اداره او هر پوځي جوړښت یو شان و.

شل کاله یوه اوږده دوره ده او په هغې کې سیاسي، پوځي او حقوقي چوکاټونه بدل شوي دي. خو د داخلي توپیرونو منل باید د ټولې دورې د تاریخي ماهیت د بې‌نومه کولو وسیله نه شي.

۶.۱. پوځي سرغړونې؛ هغه څه چې رسمي تحقیقات یې ثبتوي

د یوې جګړې د ماهیت د ارزونې لپاره یوازې نومونه بسنه نه کوي. باید وکتل شي چې جګړې د خلکو پر ژوند څه اغېز درلود او خپله د ښکېلو هېوادونو رسمي بنسټونو د خپلو ځواکونو د کړنو په اړه څه موندلي دي.

د استرالیا رسمي Afghanistan Inquiry موندلې چې د ۲۳ پېښو په اړه باوري معلومات موجود وو چې د ۳۹ کسانو له ادعا شوې غیرقانوني وژنې سره تړاو درلود. Australian Department of Defence دا موندنې په رسمي ډول خپرې کړې دي. [سرچینه: ۱۵]

په بریتانیا کې یوه خپلواکه قانوني څېړنه د ۲۰۱۰ له نیمایي څخه د ۲۰۱۳ تر نیمایي پورې په افغانستان کې د UK Special Forces د قصدي نیولو د عملیاتو پر مهال د ادعا شویو غیرقانوني کړنو موضوع څېړي. [سرچینه: ۱۶]

دقیق انتقاد مبالغې ته اړتیا نه لري. کله چې رسمي دفاعي، قضایي او دولتي ادارې خپله د جدي ادعاوو د تحقیق اړتیا مني، دا په خپله د تاریخي څېړنې لپاره مهم سند دی.

۷. د جګړې تر ټولو دروند قیمت؛ افغان انسان

په پوځي نقشو کې جګړه د جبهې، قرارګاه، عملیاتو او هدفونو په ژبه لیدل کېږي. خو د خلکو په ژوند کې جګړه بل نوم لري: مرګ، معلولیت، یتیمي، کډوالي، ویجاړ کور، بې‌تعلیمي، رواني ټپ او د راتلونکي په اړه د باور ماتېدل.

د جګړې په ارزونه کې د افغان انسان ژوند باید د تحلیل مرکز وي، نه حاشیه.

که د جګړې وروسته بهرنی پوځ ووځي، وژل شوی ماشوم نه راګرځي؛ ویجاړ ښوونځی په یوه ورځ نه رغېږي؛ او هغه کورنۍ چې غړي یې وژل شوي، مهاجر شوي یا معلول شوي وي، د جګړې قیمت نسلونه وړي.

همدا ځای دی چې د مقالې مرکزي اصل ژوره معنا پیدا کوي:

«د خپلواکۍ وقایه تر علاج غوره ده.» د یرغل وروسته مقاومت د عزت او بقا مسئله کېدای شي؛ خو د یرغل مخنیوی د ژوند د ژغورلو مسئله ده.

۸. جهاد او ملي مقاومت؛ دفاع یوازې د جګړې په ورځ نه پیلېږي

د افغانستان په دیني او تاریخي حافظه کې جهاد د دین، وطن، ناموس او بهرني تسلط پر وړاندې د دفاع له مفهومونو سره ژور تړاو لري.

په عین وخت کې، «ملي مقاومت» یوه پراخه تاریخي او سیاسي اصطلاح ده چې د بهرني زور، یرغل او تحمیل پر وړاندې د ټولنې د دفاع بېلابېل شکلونه رانغاړي.

د دې مقالې لپاره یو مناسب ګډ تعبیر دا دی: «د مشروع دفاع جهاد او ملي مقاومت».

د قرآن کریم په الأنفال سورت، ۶۰ آیت کې د توان د چمتو کولو اصل بیان شوی: «وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ».

په معاصر دولت کې د قوت مفهوم یوازې وسلې نه دي؛

علم، اقتصاد، روغتیا، خواړه، انرژي، پوهنتون، څېړنه، دیپلوماسي، استخبارات، سایبري امنیت او د خلکو اعتماد هم د ملي ځواک برخې دي.

له همدې امله دفاع یوازې د جګړې په ورځ نه پیلېږي. دفاع له ښوونځي، عدالت، ملي یووالي، سالمې ادارې، اقتصادي ځواک، علم او تیاري څخه پیلېږي.

«تر جهاد مخکې وقایه» د جهاد د ارزښت کمول نه دي؛

معنا یې دا ده چې که تېری وشي، د وطن مشروع دفاع حق او مسئولیت دی، خو تر تېري مخکې د داسې ځواک جوړول چې د شمن هیڅ د تېری جرات ونه کړي، د دولت‌دارۍ لوړ حکمت دی.

۹. امپراتورۍ مو ایستلې؛ څنګه یې له راتګه منع کړو؟

افغانستان په نړیوالو سیاسي او ژورنالېسټیکو لیکنو کې ډېر ځله د «امپراتوریو هدیره» بلل شوی دی.

The Washington Post په ۲۰۲۱ کې ولیکل چې دا تعبیر دومره ډېر تکرار شوی چې حتی د لومړي ځل د ویلو اصل یې روښانه نه دی. [سرچینه: ۱۳]

Source: [13] The Washington Post — “Afghanistan Became the Graveyard of American Hubris” — “graveyard of empires”

همدغه The Washington Post د بریتانوي او شوروي اوږدو پوځي حضورونو د بیان پر مهال د اشغال اصطلاح هم کارولې ده. [سرچینه: ۱۴]

Source: [14] The Washington Post — 14 April 2021 — “long and largely pointless occupations”

خو علمي تاریخ له موږ غواړي چې دی مشهوری جملی ته هم په انتقادي نظر وګورو.

افغانستان په هره زمانه کې د هرې امپراتورۍ هدیره نه وه. بهرنیو قدرتونو کله لنډمهالی اشغال کړی، کله یې اوږدمهالی سیاسي نفوذ درلود، کله یې د افغانستان پر بهرني سیاست فشار اچولی او کله یې شل کاله جګړه کړې ده.

اصلي پوښتنه دا ده:

موږ له دې تاریخي شهرت څخه څه زده کوو؟

تر کومه به یوازې پر دې ویاړو چې یو بهرنی قدرت مو له ډېرو کلونو جګړې، زرګونو قبرونو، ویجاړیو او کډوالۍ وروسته له هېواد څخه وځي؟

ولې داسې افغانستان جوړ نه کړو چې بهرنی قدرت لا د یرغل تر پیل مخکې دې پایلې ته ورسېږي چې پر دې خاوره برید نه اسانه دی، نه ارزانه او نه ګټور؟

د یوه ملت ستراتیژیک عظمت یوازې په دې کې نه دی چې یرغلګر له خاورې وباسي. تر دې لوړه مرتبه دا ده چې یرغلګر د راتګ له فکره واړوي.

موږ باید له دې جملې «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده» یو ګام وړاندې لاړ شو او ووایو:

«افغانستان باید د یرغل د ناممکن  کېدو هېواد شي.» دا بدلون له شعار څخه ستراتیژۍ ته حرکت دی.

۱۰. له زړورتیا څخه تر دولت‌دارۍ؛ جګړه یو مهارت، حکومت بل مهارت

افغان تاریخ د زړورتیا له بېلګو ډک دی. خو جګړه‌ییزه زړورتیا او دولت‌داري یو شی نه دي.

یو ملت ممکن په جګړه کې فوق‌العاده مقاومت وکړي، خو که له جګړې وروسته قانوني اداره، تعلیم، اقتصادي ځواک، مسلکي امنیتي بنسټونه، سالمه دیپلوماسي او ملي توافق جوړ نه کړي، د مقاومت لاسته راوړنې یې بیا له خطر سره مخامخېدای شي.

جګړه زړورتیا غواړي؛ دولت‌داري زړورتیا ، علم او حکمت غواړي.

جګړه سمدستي تصمیم غواړي؛ دولت‌داري د لسګونو کلونو لید غواړي.

جګړه سرتېری غواړي؛ دولت‌داري له سرتېري سره ښوونکی، ډاکټر، اقتصادپوه، انجینر، حقوقپوه، دیپلومات، سایبري متخصص او سالم مدیر هم غواړي.

د ښه دولت مسئولیت دا دی چې ملت بیا بیا د جګړې وروستۍ کرښې ته ونه رسوي.

د خپلواکۍ دفاع باید له سنګر څخه ډېر مخکې پیل شوې وي.

۱۱. علم؛ د خپلواکۍ نوې دفاعي کرښه

هغه ملت چې خپل انجینر، ډاکټر، ښوونکی، اقتصادپوه، حقوقپوه، څېړونکی او تخنیکي متخصص ونه لري، د خپلواکۍ د عملي ساتنې لپاره پر نورو متکي کېږي.

په یوویشتمه پېړۍ کې اشغال تل له ټانک سره نه راځي. وابستګي هم د تصمیم ساحه محدودولای شي.

هغه هېواد چې د خپلو اوبو علمي اندازه نه شي اخیستلای، د نورو ارقامو ته محتاجېږي؛ هغه هېواد چې خپل کانونه پخپله نه شي ارزولای، د خپلې شتمنۍ په ارزښت کې پر نورو تکیه کوي؛ او هغه هېواد چې خپل ډیجیټلي نظام نه شي خوندي کولای، د معلوماتو حاکمیت یې کمزورېږي.

له همدې امله علم د خپلواکۍ ښکلا نه ده ؛ علم د خپلواکۍ دفاعي کرښه ده.

۱۲. د ښځو او نارینه وو تعلیم؛ د ټول ملت ځواک

د ښځو او نجونو تعلیم باید یوازې د یوې ټولنیزې یا فرهنګي موضوع په توګه ونه کتل شي.

دا د بشري پانګې، اقتصاد، روغتیا، کورنۍ، مسلکي ظرفیت او اوږدمهاله ملي ځواک مسئله ده.

که د یوه هېواد نږدې نیم نفوس له لوړو زده‌کړو، مسلکي روزنې او علمي تولید څخه بهر وساتل شي، د ټول هېواد د ډاکټرانو، ښوونکو، څېړونکو، اقتصادپوهانو او نورو متخصصینو احتمالي ظرفیت کمېږي.

اسلامي اخلاق، افغان فرهنګي ارزښتونه، د کورنۍ خوندیتوب او معاصر مسلکي تعلیم باید د یو بل د دښمنانو په توګه وړاندې نه  شي.

هوښیاره ملي پالیسي باید د دغو ارزښتونو ترمنځ د نظم، کیفیت او اعتماد لاره پیدا کړي.

۱۳. اقتصادي خپلواکي؛ له نړۍ پرېکون نه، د انتخاب توان

اقتصادي خپلواکي انزوا نه ده. افغانستان نه شي کولای او نه باید له نړۍ څخه ځان جلا کړي.

تجارت، پانګونه، سیمه‌ییز اتصال او نړیوالې اقتصادي اړیکې د عصري اقتصاد اړتیا ده.

خو توپیر د اړیکې او وابستګۍ ترمنځ دی. اړیکه انتخاب لري؛ وابستګي انتخاب محدودوي.

که د هېواد خوراک په یوه لاره پورې تړلی وي، انرژي یې له یوې سرچینې راځي، صادرات یې یوازې یوه بازار ته ځي، بودجه یې یوازې په یوه بهرني تمویل ولاړه وي او ترانزیټ یې یوازې یوه دروازه ولري، نو بهرنی فشار د هغه د سیاسي تصمیم پر ساحه اغېز کولای شي.

اقتصادي خپلواکي دا معنا لري چې افغانستان بدیلونه ولري: متنوع تجارت، د اوبو مدیریت، کرنه، کورنۍ انرژي، کانونه، صنعت، ترانزیټ، مالیاتي ظرفیت، بانکي ثبات او مسلکي بشري پانګه.

علم اقتصاد پیاوړی کوي، او قوي اقتصاد د سیاسي استقلال ساحه پراخوي.

۱۴. ملي وحدت؛ بهرنی نفوذ زموږ له کومو درزونو ننوځي؟

هر بهرنی قدرت په ټانک نه راځي. کله کله تر ټولو ارزانه مداخله هغه ده چې په ټولنه کې موجوده درزونه وکارول شي:

قومي بې‌باوري، مذهبي اختلاف، سیمه‌ییز محرومیت، سیاسي انحصار، فساد او له دولت څخه د خلکو واټن.

له همدې امله ملي وحدت یوازې احساساتي شعار نه دی؛ یوه امنیتي اړتیا ده. خو ملي وحدت د هویتونو د له منځه وړلو معنا نه لري.

قوت په دې کې نه دی چې ټول یو شان شي؛ قوت په دې کې دی چې د توپیر ترڅنګ ګډ دولت، ګډ امنیت او ګډ راتلونکی ومنل شي.

هر داخلي سوری او یا درز  چې بهرنی قدرت یې کارولای شي، یوه ملي امنیتي تشه ده.

۱۵. دیپلوماسي؛ څنګه جګړه تر پیل مخکې ودرول شي؟

د افغانستان جغرافیه داسې ده چې د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو سیالیو له اغېزو ځان په بشپړه توګه نه شي جلا کولای.

له همدې امله متوازنه دیپلوماسي د هېواد د بقا له مهمو وسایلو څخه ده.

د یوې هوښیارې بهرنۍ پالیسۍ اصل باید ساده وي: «له ټولو سره اړیکې؛ د هېچا تابعیت نه.»

افغانستان نه باید د ختیځ د یوه قدرت نظامي ـ سیاسي وسیله شي او نه د لوېدیځ د بل قدرت.

نه باید د یوه ګاونډي د بل ګاونډي پر ضد استعمال شي او نه باید خپله خاوره د لویو قدرتونو د سیالیو د حل میدان وګرځوي.

هوښیار دولت یوازې د دې لپاره اردو نه جوړوي چې جګړه وکړي؛ هوښیار دولت اردو، اقتصاد او دیپلوماسي داسې سره تړي چې جګړه پیل نه شي.

۱۶. د تلپاتې خپلواکۍ لس ستنې

۱. مشروع او حساب‌ورکوونکی دولت: عدالت او قانون د بهرني نفوذ پر وړاندې د خلکو د وفادارۍ تر ټولو ارزانه دفاعي کرښه ده.

۲. ملي وحدت او ګډ مالکیت: ټول قومونه، ژبې او سیمې باید په دولت کې د عزت، حق او مشارکت احساس ولري.

۳. تعلیم، علم او څېړنه: ښوونځی، پوهنتون، مدرسه، مسلکي روزنه او څېړنیز مرکز باید د ملي امنیت د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه وي.

۴.د اقتصادي ستونزو په وړا ندی مقا ومت  ؛ خوراک، اوبه، انرژي، مالیات، ترانزیټ، صنعت او صادرات باید بدیلې لارې او کورنی ظرفیت ولري.

۵. مسلکي او غیرحزبي دفاعي بنسټونه: امنیتي ځواک باید د وطن او قانون وي، نه د فرد، قوم، ډلې یا بهرني تمویلونکي.

۶. استخبارات او سایبري امنیت: د جګړې او نفوذ نښې باید هغه مهال تشخیص شي چې لا د سرحد تر شا یا په ډیجیټلي فضا کې پلان کېږي.

۷. متوازنه بهرنۍ پالیسي: له ټولو سره اړیکې، د هېچا تابعیت نه؛ افغانستان باید د یوه بلاک د بل پر ضد وسیله نه شي.

۸. سیمه‌ییز اقتصادي پیوستون: ګاونډیان باید د افغانستان له ثبات اقتصادي ګټه ولري، څو د بې‌ثباتۍ قیمت ورته لوړ شي.

۹. رڼه ملي حافظه: تاریخ باید نه سپین‌وینځل شي او نه په شعاري ژبه تحریف شي. بریتانوي، شوروي او امریکايي/ناټو یرغلونه او اشغالونه باید په یو شان مستند معیار وڅېړل شي.

۱۰. وقایوي فکر: د یرغل وروسته اتلولي د درناوي وړ ده؛ خو د یرغل  مخکې، د یرغل مخنیوی   ارزانه، انساني او د تلپاتې خپلواکۍ لپاره پیاوړی انتخاب دی.

۱۷. د یرغلونو تاریخي پرتله؛ څه تکرار شوي او څه باید بدل شي؟

د بریتانوي، شوروي او امریکا- ناتو  دورو ترمنځ ژور تاریخي توپیرونه شته، خو یوه ګډه تحلیلي پوښتنه پرې تطبیقېدای شي:

کله چې یو لوی بهرنی قدرت د افغانستان د سیاسي، امنیتي یا ستراتیژیک مسیر د بدلولو لپاره پراخ پوځي ځواک استعمالوي، افغان دولت او ټولنه کومې وړتیاوې ته اړتیا لري چې دغه اقدام یا مخه ونیسي، یا یې قیمت دومره لوړ کړي چې تکرار یې ناممکن  شي؟

د پرتله کولو موخه د دغو دورو بشپړ مساوي کول نه دي؛

موخه دا ده چې د بهرني پوځي زور د ارزونې لپاره واحد علمي معیار وکارول شي.

دوره

بهرنی ځواک

په سرچینو کې تاریخي چوکاټ

اعلان شوی/ستراتیژیک دلیل

ملي درس

۱۸۳۹–۱۸۴۲

بریتانیا

یرغل، اشغال او وتل — Cambridge [۱]

ستراتیژیک نفوذ او د واک په جوړښت کې مداخله

مقاومت باید په قوي دولت بدل شي

۱۸۷۸–۱۸۸۰

بریتانیا

یرغل او د رژیم بدلون — Cambridge [۲]

د روس ـ بریتانیا سیالي او پر کابل فشار

متوازنه دیپلوماسي او قوي حاکمیت

۱۹۷۹–۱۹۸۹

شوروي اتحاد

یرغل او پوځي اشغال — U.S. Office of the Historian [۵،۶]

د متحد حکومت ملاتړ او شوروي ستراتیژیک مصلحت

د بهرني اتکا خطر او ملي مشروعیت

۲۰۰۱–۲۰۲۱

امریکا او متحدین/ناټو

یرغل — Al Jazeera [۱۰]؛ اشغال — Guardian/Washington Post [۱۱،۱۲]

۹/۱۱، القاعده او ترهګرۍ ضد جګړه؛ وروسته پراخ ماموریت

د قربانیانو مستندسازي او وقایوي ملي ځواک

د جدول موخه د دورو بشپړ مساوي کول نه دي؛

موخه د بهرني پوځي زور د تاریخي ارزونې لپاره د یوه واحد تشریحي معیار کارول دي.

۱۸. له یرغلګر ایستلو څخه د یرغل مخنیوي ته

افغانستان په خپل تاریخ کې څو ځله ثابته کړې چې اوږدمهاله بهرنی پوځي حضور په اسانۍ نه مني.

خو زموږ د راتلونکي ستراتیژیک فکر تر ټولو مهم بدلون باید دا وي چې له دې پوښتنې «څنګه یرغلګر وباسو؟» دې پوښتنې ته لاړ شو: «څنګه د  یرغل له پیله  مخکی مخنوی  کړو؟»

د امپراتورۍ ایستل هغه وخت مطرح کېږي چې یرغل شوی وي. د راتګ مخنیوی کول تر یرغل مخکې پیلېږي.

دولت باید داسې محاسبه رامنځته کړي چې بهرنی قدرت وویني: افغان دولت مشروعیت لري؛

افغان ولس د حاکمیت په مسئله کې متحد دی؛

اقتصاد په یوه فشار نه نړېږي؛

دفاعي ځواک مسلکي دی؛

استخبارات فعال دي؛

سایبري او معلوماتي سیستم خوندي دی؛

سیمه‌ییزې اړیکې متوازنې دي؛

او نړیواله دیپلوماسي کولی شي د تېري سیاسي قیمت لوړ کړي.

همدا وقایوي ملي ځواک دی. معنا یې دا نه ده چې افغانستان باید له ټولو سره د جګړې فکر وکړي؛

معنا یې دا ده چې افغانستان باید دومره منظم، مشروع او قوي وي چې نورو ته د جګړې دلیل کم او قیمت لوړ کړي.

۱۹. له هدیرې څخه تر پوهنتونه؛ د ملي ویاړ نوې مانا

که موږ راتلونکي نسل ته یوازې ووایو: «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده»، موږ هغوی ته د تاریخ نیمه برخه ورکوو.

بله نیمایي باید دا وي چې افغانستان د علم هېواد وي؛ د پوهنتون هېواد وي؛ د څېړنې هېواد وي؛ د عدالت هېواد وي؛ د مسلکي ادارې هېواد وي؛ د ټکنالوژۍ خاوند وي؛ د سیمه‌ییز تجارت مرکز وي؛ او د داسې دولت خاوند وي چې افغان انسان پکې عزت ولري.

موږ د بهرني یرغلګر پر ناکامۍ ویاړ کولای شو؛ خو د خپلو خلکو د قبرونو په ډېروالي باید ونه ویاړو.

زموږ ستر ملي هدف باید دا نه وي چې هر څو لسیزې وروسته نړۍ ته ثابته کړو چې افغانان جګړه کولای شي.

دا خبره تاریخ څو ځله ثابته کړې ده. اوس باید ثابته کړو چې افغانان دولت هم جوړولای شي، علم هم تولیدولای شي، اقتصاد هم پیاوړی کولای شي، اختلاف هم اداره کولای شي او جګړه هم مخنیوی کولای شي.

۲۰. راتلونکي نسل ته لس سختې پوښتنې

۱. که افغانان د امپراتوریو د ایستلو توان لري، ولې داسې ملي توان  نه جوړوي چې د راتګ جرئت یې کم کړي؟

۲. ایا د خپلواکۍ ورځ باید یوازې د تېرې قربانۍ د یاد ورځ وي، که د راتلونکي یرغل د مخنیوي د ارزونې ورځ هم؟

۳. ایا هغه دولت چې خلک پرې اعتماد نه لري، د بهرني نفوذ پر وړاندې په رښتیا قوي پاتې کېدای شي؟

۴. ایا د یوه قوم محرومیت د بل قوم قوت دی، که د ټول افغانستان کمزوري؟

۵. که علم قوت دی، ولې ښوونځی، پوهنتون او څېړنه د ملي دفاع له بنسټونو ونه ګڼل شي؟

۶. هغه اقتصاد چې په یوه بهرني شریک، یوه لاره یا یوه مرستې متکي وي، څومره سیاسي استقلال ساتلای شي؟

۷. ولې زموږ تاریخي روایت باید بریتانوي، شوروي او امریکايي/ناټو یرغلونه په بېلابېلو معیارونو وارزوي؟

۸. ایا د مشروع دفاع مسئولیت یوازې د یرغل له پیل وروسته رامنځته کېږي، که تر هغې مخکې عدالت، علم، وحدت او تیاري هم د دفاع برخه ده؟

۹. څنګه داسې بهرنی سیاست رامنځته شي چې افغانستان نه د ختیځ اډه وي او نه د لوېدیځ؟

۱۰. موږ خپلو اولادونو ته کوم میراث پرېږدو: د خپلواکۍ د بیا ګټلو جګړه، که د خپلواکۍ د ساتلو علم؟

پایله: خپلواکي مو وګټله؛ اوس یې باید وساتو

د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه معادله څو ځله تکرار شوې ده: بهرنی فشار؛ یرغل؛ پوځي حضور او اشغال؛ جګړه؛ جهاد او ملي مقاومت؛ درنې قربانۍ؛ د بهرني ځواک وتل؛ او بیا د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو احساس.

د افغانانو مقاومت د تاریخ یو ریښتینی، ستر او د درناوي وړ فصل دی. خو د راتلونکي نسل مسئولیت یوازې دا نه دی چې د نیکونو زړورتیا وستایي؛ د هغوی له قربانیو څخه باید علم جوړ کړي.

د تاریخ مسئولانه لوستل دا غواړي چې د یرغلګر رسمي دلیل هم ثبت شي، خو د هغه د پوځي عمل، اشغال، قربانیانو او سیاسي پایلو واقعیت هم په خپل نوم یاد شي. په همدې ډول باید د خپل لوري تېروتنې هم مطالعه او ا صلاح  شي.

د وطن مینه دا نه ده چې خپل تاریخ یوازې وستایو؛ د وطن ژوره مینه دا ده چې له خپل تاریخ څخه زده کړه وکړو.

د راتلونکي لپاره د افغانستان معادله باید داسې شي:

علم + ایمان او اخلاق + عدالت + ملي وحدت + مشروع دولت + اقتصاد + مسلکي دفاع + استخبارات + ټکنالوژي + متوازنه دیپلوماسي = تلپاتې خپلواکي.

که پر افغانستان یرغل وشي، د وطن مشروع دفاع حق او مسئولیت دی. خو د دولت‌دارۍ تر ټولو لوړه مرتبه دا ده چې یرغل تر پیلېدو مخکې ګران، بې‌ګټې او ناممکن شي.

په همدې معنا وقایه د جهاد او ملي مقاومت بدیل نه ده؛ وقایه د ملت د وینې د ساتنې حکمت دی.

افغانستان باید یوازې د هغه ملت په توګه ونه پېژندل شي چې بریتانوي، شوروي او امریکايي/ناټو ځواکونه یې له خپلې خاورې وتلو ته اړ کړي دي؛

باید د هغه ملت په توګه هم وپېژندل شي چې د خپل علم، حکمت، عدالت، ملي یووالي، اقتصاد، ټکنالوژۍ، دفاعي وړتیا او هوښیارې دیپلوماسۍ له لارې هر بهرنی قدرت دې پایلې ته رسوي چې پر دې وطن یرغل ارزانه، اسانه او ګټور انتخاب نه دی.

مرکزي ملي جمله: «په وینو ګټلې خپلواکي، په علم ساتلې خپلواکي.»

نیکونو مو خپلواکي په وینو وګټله؛ زموږ مسئولیت دا دی چې په علم، عدالت، وحدت، ایمان، اقتصاد، ټکنالوژۍ او حکمت یې وساتو، څو اولادونه مو بیا د هغې د ګټلو لپاره وینې تویې نه کړي.

 

سرچینې

1. Cambridge University Press. “A Market for the Masters: Afghanistan c. 1839–1842.” In Remapping Persian Literary History, 1700–1900.

2. Cambridge University Press. “The Second Afghan War, 1878–1880.” In Queen Victoria’s Wars. 2021.

3. Morrison, Alexander. “Beyond the Great Game: The Russian Origins of the Second Anglo-Afghan War.” Modern Asian Studies. Cambridge University Press, 2017.

4. Bayly, Martin J. Taming the Imperial Imagination: Colonial Knowledge, International Relations, and the Anglo-Afghan Encounter, 1808–1878. Cambridge University Press, 2016.

5. U.S. Department of State, Office of the Historian. “The Soviet Invasion of Afghanistan and the U.S. Response, 1978–1980.”

6. U.S. Department of State. Foreign Relations of the United States, 1977–1980, Vol. XII. Documents on the Soviet invasion and military occupation of Kabul.

7. Payind, Alam. “Soviet-Afghan Relations from Cooperation to Occupation.” International Journal of Middle East Studies, 1989.

8. U.S. Congress, Constitution Annotated. “September 11, 2001 Terrorist Attacks and War Powers.”

9. George W. Bush White House Archives. “Presidential Address to the Nation.” 7 October 2001.

10. Al Jazeera. “Afghanistan: Visualising the Impact of 20 Years of War.” 10 May 2021.

11. The Guardian. “Afghanistan War Logs: Massive Leak of Secret Files Exposes Truth of Occupation.” 25 July 2010.

12. The Washington Post. “The Cost of Peace in Afghanistan.” 15 August 2022.

13. The Washington Post. “Afghanistan Became the Graveyard of American Hubris.” 14 April 2021.

14. The Washington Post. Coverage of the U.S. withdrawal, 14 April 2021, referring to British and Soviet occupations.

15. Australian Department of Defence. Afghanistan Inquiry / Brereton Inquiry. Official findings and recommendations.

16. UK Ministry of Defence. Independent Inquiry into alleged unlawful activity by UK Special Forces during deliberate detention operations in Afghanistan.

17. New Zealand Government. Report of the Government Inquiry into Operation Burnham and Related Matters. 31 July 2020.

18. International Criminal Court. Situation in Afghanistan. Official court materials.

19. United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA). Afghanistan: Protection of Civilians in Armed Conflict — Annual Report 2020.

20. Human Rights Watch. World Report 2020: Afghanistan.

21. Human Rights Watch. “Afghanistan: Weak Investigations of Civilian Airstrike Deaths.” 17 May 2018.

22. Human Rights Watch. “They’ve Shot Many Like This: Abusive Night Raids by CIA-Backed Afghan Strike Forces.” 31 October 2019.

23. World Bank. Human Capital Country Brief — Afghanistan.

24. World Bank. “Educational Attainment in Afghanistan: An Economic Analysis.”

25. Najam, R. “The Mis-Education of Women in Afghanistan.” World Bank, 2024.

26. UNESCO. “Five Years On, UNESCO Calls for Full Restoration of the Right to Education for Afghan Girls and Women.” 11 August 2026.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.