د افغانستان بنیادی ستونزه، بنیادی او با ثباته دایمې حل لاره،
او د ملی ګرا سیاسینو اساسی مسؤلیت او اولیت
د افغانستان مثبت بدلون نهضت (آمن) وړاندینیزه طرحه
د اسد دیرشمه، ۱۳۰۵ ل کال
د لیکوال لنډه پیژندنه:
لیکوال داکتر تاج الدین ملت مل، د طب داکتر او د پاکی ملی مبارزی ۶۰ کلن ویاړلی تاریخ لری. دی په ځان باورمند او یو مبتکر ملی مبارز سیاستوال دی. اوس د افغانستان مثبت بدلون نهضت «آمن» بنسټ ګر او د عالی شورا غړی دی. ملت مل په پاکه او ولسواکه ملی مبارزه باورمند او په افغانستان کی د یو ازاد، مستقل، متحد، ولسواکه او پرمختللی با ثباته سیاسی نظام غوښتونکې او دی هدف ته دوامداره سپیڅلی مبارزه کوی، او نور هم دغه شان سالم ملی سیاست او مبارزی ته هڅوي.
سریزه:
د خواشینۍ ځای دی چی افغان پوهانو او پاکو ملی سیاسینو لا تر اوسه هم نه خپل ځای په ټولنه کی سم درک کړی، نه یی خپله ټولنه او خپل دښمن سم پیژندلی، نه یی د هیواد بنیاي ستونزي سمی درک کړي، او نه یی خپل مسؤلیتونه او اولیتونه سم درک او تر سره کړيدي. دوي په خپل ځانونو باور له لاسه ورکړي، او تر اوسه یی په سیاست کی یی صداقت او سالم ابتکاره ندی تر لاسه کړی. دا یو مهم بحث دی چی په ارام فکر او ژور تحلیل ته ضرورت لری. نو دا یو جدی بحث دی، توجه مو ورته غواړم؟
لومړی: بنیادې او تاریخې ستنوزه څه او بنیادې حل لاره څه ده؟
دا تر ټولو مهم بحث دی. ترڅو چی موږ خپلي ستونزي او خاصتآ هغه بنیادی تاریخې ستونزه چی د نورو ستونزو بنیاد جوړوي، سمه و نه پیژنو، نو موږ د خپل هیواد بنیادی مشکل نشو حل کولای. د افغانستان د اوسنی غمیزی لاملونه زیات دي، چی اکثره خلک هغه ولږه، بی سوادی، بی اتفاقی، د پردو لاس وهني او نور او نور ګڼي. په خوښی سره چی آمن د خپل څو کلن څیړنو په نتیجه کی دغه اساسی ستونزه په کره توګه درک کړی ده.
د آمن د ټولنیز څیړنو په بنیاد، دا نوري ټولي ستونزي فرعي دي، چی د یوی بلی اساسی ستونزی له امله را منځ ته شوي دي. دا اساسی او بنیادی تاریخی ستونزه په هیواد کی د یو سالم، ملی، اسلامی، ولسواکه، عادل او با ثباته نظام نشتوالې (چی تر دی وروسته به ور ته سالم نظام وایوو) نشتوالی دی. تر څو چی موږ دغه ستونزه حل نه کړو، زموږ تولی هلي ځلي او لاس ته راوړني به مؤقتی او بی ثباته وي. بنآ آمن تل دا وړاندیز کړی او کوي، چی زموږ د پوهانو او سالم ملی ګرا سیاسینو اساسی دنده دا ده چی د داسی یو نظام د راوستلو لپآره د اجندا او پلان په اساس او د لازمو با دسپلینه سیاسی تشکیلاتو په چوګاټ کی د دغی ابدی تاریخی ستونزی د دایمی حل لاری لپاره کار وکړو.
دویم – د افغانستان په دغه پنځوس کلن بحران کی د افغا ن سیاسیونومنفی، غیر صادقانه او غیر مسؤلانه رول:
په تیرو پنځوس کلو کی افغان سیاسینو او پوهانو ډیري تیروتني کړي، او نوري تیروتني باید ونه کړئ.
-
افغان ملی ګرا سیاسیون باید خپل ځانونه، خپل مسؤلیتونه او اولیتونه سم وپیژنۍ!
-
دوي هر یو باید دا وپوښتي چی، زه څوک یم ، زما ټولنیز مؤقف او زما تاریخی مسؤلیتونه څه دي؟
-
دوي هر یو باید په ځان باورمند شي، او سیاسی ابتکار را منځ ته کړی.
-
د عالمانو او سالمو سیاسینو په شان مسؤلانه فکر وکړي، نه دا چی د عوامو په شان د دښمن د توطؤ ښکار شي.
-
دوي باید په ماضی کی خپل ځانونه د بت پرستی مرحلی ته و نه رسوي، بلکی په خپله د یوې نوې سالم رهبری د زمینی په برابرولو کی مبتکر او مخکښ شي.
-
ټول افغانان، خاصتآ ځوانان باید د سیاسست او حزب نه (دغه را صادرشوی درواغجنه کرکه) له ځانه لری کړئ.
-
زموږ د هر یو مسؤلیت د دی وطن اړوند تر هغه ډیر لوړ او جدی دی کوم چی موږ یی تر سره کوو.
-
د ناکامه تجربو د تکرار نه مخنیوی په کار دی، اما د هغی له ډاره د سالم عمل نه کول، منطقی نه دی.
-
ایا موږ ولسواکی غواړو؟ که یی غواړو، نو ولسواکی د احزابو نه بغیر امکان نه لری؟ او د اوسنې حاکم حالاتو نه وتل بیله یو نوی، سالم او با دسپلینه ملی حزب د جوړولو نه بغیر نا ممکن دي.
-
تیرغلط سیاستونه او غلط سیاسیون باید زموږ مخه بنده نه کړی، بلکی د هغوي د تیروتنو نه باید زده کړي وکړو، او د هغوي د سهوو د تکرار نه مخه ونیسو.
دریم – موږ ملی ګرا سیاسیون باید دغو سوالونو ته ځوابونه ووایو:
۱— زموږ هیواد به تر کله د نیابتی جګړو ښکار وی؟
۲– تر څو به زموږ په هیواد کی د قدرت انتقال او د قدرت ساتنه د توپک (هغه هم پردی ټوپک) له لاری وي؟
۳– ایا د اوسنی راتپل شوی وضعیت په شتون کی موږ د نړۍ د یویشتمی پیړی د پرمختګونو او چیلنجونو سره مقابله کولای شوو؟
۴– که موږ نه تالب منوو، نه جنګسالاران او نه مفسدین او چور چپاولګران؛ نو بیا زموږ د ملت د نجات لاره کومه، زموږ بدیل څه او د جوړولو مکانیزم یی څه دی.موږ به تر څو ازادی اخلو او سوله راولو، ولی ساتلای یی نشوو؟ څنګه کولای شو چی د ازادی او سولۍ د ساتلو مهارت زده کړو او اړونده تشکیلات یی را منځته کړو؟
۵– موږ باید د ټوپک منفی فرهنګ ته خاتمه ورکړو او دا کار یوازی او یوازی د سالم او ملی سیاسی فرهنګ په وسیله کیدونکی دی او بس. د آمن له نظره نور په سیاست کی غولولو او درواغو ته ځای نشته. نو موږ باید سیاست زده کړو، په سالم سیاست او سالم ملی حزب باورمند شوو، سالم ملی او صادق سیاست وکړو او خپل راتلونکې ځوان نسل ته یو نوی، پاک متحد ملی حزب جوړ او په میراث پریبږدو.
۶– موږ به تر څو د علم او منطق خلاف اول بدلونونه راولو او بیا به د بدیل د جوړولو پسی سرګردانه ګرځو؟ تاریخ ثابته کړی ده چی بیله سالم بدیل لرلو، هیڅ بدلون د دی وطن په درد نه دی خوړلي، بلکی ستونزي یی لا زیاتی کړي دي. نو موږ باید دا ځل اول «سالم او با ثباته ملی بدیل» جوړ کړو او بیا د بدلون تصمیم ونیسوو.
څلورم – موږ باید خپل ځان او خپل دښمن سم وپیزنوو؟
-
موږ په څه حالت کی یوو؟ ولی موږ د پردو د ګټو لپاره یو ورور د بل ورور سره لاس په ګریوان یوو؟
-
اساسی دښمن مو څوک دی؟ موږ باید د اساسی دښمن سره د مبارزی د بریا په خاطر خپل منځې فرعی دښمني یوی خوا ته پریږدو.
-
دښمن مو په څه حال کی دی؟ د عام تخیلی تصور خلاف زموږ عمده دښمن دومره قوی ندی خو زموږ بی اتفاقیو هغوي ته دا جرآت ورکړی او زموږ تر منځ یی ور ته د لاس وهنو زمیني برابري کړي دي.
پنځم – زموږ مهمي کمبودتیاوي څه دي؟
-
د یو باثباته ملی اسلامی او ولسواکه نظام او یو سالم مسلکی اداری سیستم نشتوالی زموږ اساسی او تاریخی ستره تشه ده.
-
د یوی ملی ستراتیژی نشتوالی
-
د ملی امانتداری ( سیکیوریټی کلیرینس) د پروسی نشتوالی
-
موږ په یو تخیلی ملی یووالی باورمند شوی یوو. حقیقی او با ثباته ملی یووالی تش په خبرو نشی راتللای. نو موږ باید د یو حقیقی ملی یوالی ( چی هغه اګاهانه، داوطلبانه، عادلانه او مسؤلانه) وی، لپاره دافغانانو شریک ارزښتونه، افتخارات، ګټي، اوغوښتني سم تعریف او په مسؤلانه اوعادلانه توګه هغه سره په ګډه ومنو، او تری په مسؤلانه توګه دفاع وکړو.
-
د یوی همه شموله ملی انګیزی او ګډ ملی ارمان نشتوالی
-
د یوی سالمی، باورمندی، پاکی، او با مسؤلیته ملی رهبری هستی نشتوالی. په افغانانو کی د لښکر مشکل نه بلکې د یوی پاکې وطن پاله ملی رهبری هستی نشتوالی ستره ستونزه ده. که موږ وتوانیږو چی یوه پاکه، سالمه وطنپاله هسته را پیدا کړو نو ډیر زر به پری دا ملت راټول شی. آمن دغه هدف ته هم په ژمنتیا هلي ځلي کوي.
شپږم – اساسی او بنیادی حل لاره څه ده؟
د دی حالاتو نه د خلاصیدو اړوند دري حل لاري شته:
اول – نظامی حل لاره :
دا هغه ناکامه او شرمیدلی لار ده چی همیش افغانانو د دی لاری خپل نظامونه د پردو په ټوبک او د پردو د اهدافو لپاره نړه ولي دي. چی د همدی لاری په افغانستان کی د سیاست او خبرو خای پردی ټوپک نیولی اونتیجه یی تل د زور له لاری واک ته رسیدل او بیا یی د ټوپک له لاری قدرت ساتل دي، چی همیشه بیا یو بل پردی پال د بل ټوپک له لاری اقتدار ته د رسیدو په خاطر هغه چپه کړی دی. دا یوه ناکامه لار او پردی پالو لپاره د قدرت د تصاحب او انحصار وسیله ده. نور نو باید افغانان د دی فاسدی پروسی په وړاندی په میړانه مخالفت او مبارزه وکړي.
دویم – په اقتدار کی د (تالبانو) سره د خبرو اترو لار:
د هغی پیژندګلوي نه چی موږ افغانان یی د دی واکدارانو نه لرو دا چندان ممکنه نه ښکاري چی دوي دی د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب ووایی، خو بیا هم د دی لپاره چی په افغانانو مو دغه حاکم بد حالت ته یو څه نا څه ګته رسولی وی، امن د دی وړاندیز کوی چی د بهر میشته افغانانو په نمایندګی که یو ۲۵ کسیزه عالم، پاک او وطن پال شخصیتونه (نارینه او ښځينه) سره راتول او په خپلو افغانې امکاناتو موږ هغوي افغانستان ته واستوو تر څو د تالبانو سره د دوی د کړو په منفی اغیزو خبري وکړي. امید دی چی دوي د ځنو مهمو مسآیلو په اړوند نسبی منلو ته تیار کړی، دا به هم دافغانستان د خلکو خاصتآ د نجونو او ښځو د ستونزو په اړه یو څه نرموالی را منځ ته کړی. خو دا باید ومنو چی اول تر ډیره حده ممکن تالبان دغه پلاوی ته کوم خاص ارزښت ور نکړي او په خپلو پالیسیو کی هیڅ نوعه تغیر ته حاظر نشی، خو پدی صورت کی هم موږ بهر میشته افغانانو به تر یوه حده خپل ایمانی او ملی دنده تر سره کړی وی، او د راتلونکو خرابو عواقبو مسؤلیت به مو تالبانو ته په غاړه اچولی وی. امن د دغه کار لپاره هم خپل تلاشونه شروع کړي دي.
دریم – سیاسی، اساسی دایمی او با ثباته مدنی حل لاره:
دا ملت یو نوی مدرن ملی او اسلامی نظام او سالم او مسلکی اداری سیستم ته ضرورت لری.
د آمن له نطره ( په هیواد کی د یو ملی، اسلامی، ولسواکه، عادل اوباثباته نظام) راوستل اساسی حل لاره ده. او دا هدف یوازی د یوی پاکی ملی سیاسی، با دسپلینه (حزبی تشکیلاتی) مبارزی له لاری تحقق موندلای شی او بس.
موږ افغانان باید همداسی یو نظام ته رسیدل خپل نهایی هدف وټاکو. دا هدف لاندې ګټي لري:
-
دا د ټولو افغانانو ګډه او مرکزی غوښتنه ده، نو د ملی یوالی یا ملی اجماع لپاره اسانه، هراړخیزه لاره هم ده.
-
دا زموږ د هیواد بنسټیزه او تاریخی ستونزه حل کولای شی.
-
دا چی دا یوه مدنی حل لاره ده نو نړیوال پلوي هم زر تر لاسه کولای شی.
-
دا هدف په هیواد کی د ټوپک منفی فرهنګ د مدنی لاری په ابدی توګه ختمولای شی.
-
دا هدف په هیواد کی ازادی او سوله هم راوستلای او هم یی ساتلای شی، او هر اړخیزه پرمختګ ته لاره خلاصولای شی.
-
داسی نظام د افغانستان استقلالیت او د نظام ثبات تضمینولای شي.
دا کار باید په دری مرحلو کی تر سره شی:
اوله مرحله: د خلکو د ګډون او د مشورو له لاری باید یو نوی پراخه متحد ملی حزب جوړ شی. د دی مرحلی لپاره آمن یو داسی ځانګړی مکانیزم تشخیص کړی چی هغه کولای شی په ډیره اسانه، ارزانه او چټکه توګه او په خپلو افغانی امکاناتو دا کار په سمه او لنډه موده کی تکمیل کړای شی.
دوهمه مرحله: دا حزب به یو توانمند ملی اپوزیسیون جوړوی او د مدنی لاری به انتخاباتو ته لار هواروی او یو ولسواکه ملی دولت به جوړوی. دغه ملی دولت به ولسواکی پیاده کوي، او دولت به خپل اولیتونه په سمه او چټکه توګه تر سره کوي، او د یوی سالمی ملی لوی جرګی د دایرولو زمینه به برابروی.
دریمه مرحله: د لوی جرګی دایرول: دا جرګه به د نوی ملی، اسلامی، ولسواکه نظام بنیادونه منظوروی او نوی اساسی قانون به توشیح کوی او د نوی ملی اسلامی ولسواکه نظام لپاره به انتخابات او د دولت د واک د انتقال پروسه نظارت او تکمیلوی.
اتم – د آمن وړاندیز:
د آمن له نظره: د یو نوی، سالم، پراخه ملی ګوند جوړول یوازینی حل لار ده، ځکه چی:
-
دا یوه مدنی لار ده چی د ټوپک منفی فرهنګ ختمولای شی.
-
حزب، یو روښانه ګډ هدف، غښتلی او منضبط تشکیلات او یو پر بل باورمند غړي لري؟
-
حزب د اقتدار د لاس ته راوړلو نه دمخه د لاس ته راوړنو د ساتلو مکانیزم او سیستم لري.
-
یوازی د یو منضبط حزب تشکیلات د خارجی لاس وهنو او استخباراتو د نفوذ مخه نیولای شی.
-
په حزبی تشکیلاتو کی مجازات، مکافات، قومانده او اطاعت د انسجام بهترین معیارونه دي.
-
د یو ملی حزب په چوکاټ کی د ملت انسجام موږ په حقیقی او سیاسی توګه متحد کولای شی او د خارجیانو د نفوذ نه مو خلاصولای شی.
-
موږ دا ثابتوو چی افغانان په خپلو امکاناتو دا حزب جوړولای او خپل ملت سره متحد کولای شي.
نهم – د یو نوی، پاک ملی متحد حزب د جوړولو پر ضد را صادرشوي نا سم فکرونه؟
-
حزب جوړول سخت دی. د اکثریت خلکو د تصور برخلاف دا تر ټولو اسانه، با ثباته او د باور وړلار ده.
-
پخوانې حزبونه زموږ د مصیبتونو سبب شوه. موږ باید د تیرو تجربو نه په زده کړو، دا حزب د خلکو د پراخه ګډون له لاری جوړ کړو.یعنی دا حزب باید په توله معنا افغانی او ملی وی. خلک یی د مرامنامی په جوړولو کی برخه واخلی.
-
دآمن نهضت د دغه کار لپاره هم یو ځانګړی، ابتکاری او عملی مکانیزم لری چی له تاسو سره یی شریکولای شی.
لسم – خلاصه:
۱— موږ افغانان باید سیاست زده او سالم ملی سیاست باندی باورمند، سالم او پاک ملی سیاست وکړو تر څو په ځوان نسل کی د سیاست نه کرکه لری او دوي سیاسی انسجام ته اماده کړو.
۲– د یو نوی سالم، متحد او با دسپلینه ملی حزب د جوړولو نه بغیر موږ نشو کولای چی ټوپک سالاری په هیواد کی ختمه کړو.
۲– موږ باید د خپل هیواد بنسټیزه ستونزه ( د یو سالم ملی اسلامی، ولسواکه او با ثباته نظام نشتوالې) تشخیص او هغه په ابدی توګه له منځه یوسوو.
۳– موږ سیاسیون باید په هیواد کی موجوده حاکم وضعیت سم درک، او په خپل ځانونو باور پیداکړو، او په خپله ټولنه کی خپل مؤقیعیت او مسؤلیتونه سم درک او سم تر سره کړوتر څو موږ په مدنې لاره د یو سالم تحول بدیل را منځ ته کړو.
۴ – موږ باید سیاست فوبیا او تشکیلات فوبیا له منځه یوسو.( په ځان بی باوره او بی ابتکاره سایاسیون نشی کولای چی په داسی پیچلو حالاتو کی خپله ټولنه سمه رهبری کړي)
۵ – اوس زموږ د ملی ګرا سیاسینو اساسی دنده او اولین مسؤلیت دا دی چې خپل تیت او پرک شوي، بی اتفاقه او د یو بل دښمن کړای شوي خلک سره راټول، په ملی او اسلامی مفکوره سنبال او د انتقالی عدالت په حفظ دوي په یو سیاسی منضبط تشکیل کی منسجم کړو.
۶ – موږ باید دا کارونه د یوی سالمی مسلکی پاکی رهبری هستی د جوړولو نه شروع کړو.
موږ ( د آمن غړي) پدی باور یوو چی په افغانانو کی د لښکر ستونزه بنیادی نه ده، بلکی د یوی سالمی ملی رهبری تشه د اوسنیو سیاسی ګډوډی سبب دي. که یوځل مونږ یوه ۱۵ کسیزه افغان شموله، پوهه، متخصصه، پاکه، ژمنه او با مسؤلیته هسته جوړه کړه، نور ټول کارونه اسانه کیدای شي. ځکه افغانان د همداسی یوی پاکی هستی پسی ګرځي خو پیداکولای یی نشی. که تاسو نه هر یو ځانونه د داسی یوی هستی یا که کوم بل شخص د دی هستی وړ بولئ او اړونده مسؤلیتونو ته یی غاړه ایښودلای شی، مهربانې وکړی د دی هستی د بنستګرانو ویاړ خپل او موږ ته له خپل ځانونو سره د ګډ کار ویاړ راوبښئ.
په درنښت:
اړیکي: تیلیفون: (1) 202-246-1992 ایمیل: tmillatmal@gmail.com
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.