په افغانستان کی دعزیزی صاحب د پانګوونی منطقی پلوی

داکتر تاج الدین ملت مل

146

د ډیری خواشینی خبره ده چی موږ افغانان تل او هر څه ته په منفی نظر ګورو. د شرم خبره ده چی په افغانستان کې د نورو مغرضو هیوادونو په پانګوونه خوشحالیږو اما د یو افغان پانګه وال یو نیک اقدام په وړاندی د شرم نه ډک او بی منطقه منفی بافی کوو. په ډاډ ویلای شم چی دغه ببولالی زموږ د خلکو خپلی خبری ندی، بلکی د دوي په خولو کی د هیواد د دښمنانو له خوا ور اچول شوی خبري دي، خو دوي پری په فخر شخوند وهی.  پدی اړه زه د عزیزی صاحب پدی جرأت او اخلاص ویاړم او دلاندی منطقی دلایلو په اساس زه د یو پاک ملتپال مبارز شخص په توګه  د دی پانګوونی پلوی کوم، او که ضرورت شی ور سره هر نوعه ممکنه داوطلبانه همکاری ته هم حاظر یم.

عزیزی صاحب یو مبتکر، هوښیار او زړه ور پانګوال او تجار دی، هغه پوهیږی چی د پیسو نه څنګه ګټه پورته کړی. په لاندی۱۶  دلایلو دا کار ممکن او د ګران هیواد او هیوادوالو لپاره ګټور دی:

۱- عزیزی صاحب همدا اوس هم یو ستر پانګه وال دی.  پدی اړه شک او تردید کوم منطقی کار نه دی.  که دی یی نه لری، نو نړیوال بانکونه چی اشخاصو ته قرضه ورکوی، نو یو بینکداره پانګه وال ته خو یی خامخا ور کوی.

۲ – هغه دا پیسی په یوه ورځ نه مصرفوی. چی یو کال یی مصرف کړی بل کال ته تری ګټه اخلی او بیا بلی برخی ته داخلیږی. دا پروژی به برق تولیدوی، نوری فابریکی او خلک به برق اخلی او بیرته به پیسی عزیزی صاحب ته ورځی.

۳- دا خبره چې هغه وایی دا زما پیسی ندی ، رښتیا وایی. هغه د بانکونو خاوند دی. ټول بانکونه د خلکو نه پیسی په کمه ګټه اخلی او په لوړه ګټه کونکوو پروژو کی پری سرمایه ګذاری کوی.

۴- یو شمیر نړیوال پانګه وال او هیوادونه چی د افغانانو سره بشری خواخوږی لری، ممکن د عزیزی صاحب سره یی د مرستو وعده هم کړی وی.

۵- ځنی هیوادونه ممکن غواړی چی په غیر مستقیم ډول په افغانستان کې پانګونه وکړی او دا کار د پارتنر شیپ په توګه د عزیزی صاحب له لاری تر سره کړی.

۶- باورمند یم چی عزیزی صاحب به د یو هوښیار تجار په توګه د تالبانو سره هم خپل ښه روابط ساتلی وی، او اوس چی تالبان خلک پانګوونې ته هڅوی، ممکن عزیزی صاحب ور ته تر نورو لا موذون شخص وی. زه ځنی نور واړه پانګوال هم پیژنم چی هغوی اوس په افغانستان کی پانګووني شروع کړي دي. دا پانګونه عزیزی صاحب او تالبانو دواړو ته یو ښه فرصت او مثبت تبلیغاتی عمل هم دی.

۷ – ځنی سرمایه داران  په هغو پروژو کی دلچسپی اخلی چی د خطرونو او چیلنجونو سره مل وی.  د دی علت دا دی چی د داسی پانګونو ګټي هم لوړي وي.پانګږنخه

۸ – دا منطقی خبره ده او ممکن عزیزی صاحب م شوی وی چې، که چینیان او ځنی نور هیوادونه اوس په افغانستان کې پانګونه کوي نو هغوي به یی د ساتنی فکر هم کړي وي او اړونده تدابیر به یی هم نیولی وي. نو ممکن حالات تر دی لا زیات خراب نه بلکی ښی خوا ته لاړشی.

۹- تر ټولو مهمه خبره دا ده چی هغه  د افغانان درواغجنو سیاسینو او هغوی چی ځان ته په درواغو ملت پال وایی، نا اهلتوب ښه تللی وي، چی پدی ۴ کلونو کی څه چی پدی ۵۰ کلونو کی یی د پردی پالو په وړاندی او دا ۴کاله یی د تالب په وړاندی هیڅ نوعه انسانی، بنیادی ، سالم ، با دسپلینه او توانمند سیاسی جوړښت او پلان جوړ نکړ، نو تر دی پس هم دوي و نشی کړای چی تالبان چیلنج کړی.

۱۰- په ۲۰۰۳ کال کی چی زه افغانستان ته ولاړم ما خپل یو شمیر پیسه داره دوستان د یو بانک جوړولو ته وهڅول، خو هغوي یوه هم دا جرأت و نه کړ. اما عزیزی صاحب را دمخه شوو، بانک یی جوړ کړ، او بلا پیسی یی وګټلی. زه به ډیر شرمیدم چې د مجبوریته یو پاکستانې بینک ته چی د یوازینې بینک په توګه یی په کابل او جلال اباد کی څانګی لرلی ورتللم.

۱۱- هغه ته دا پته ده او د یوه کره خبر له مخی افغان او پاکستانی تالبانو څه موده دمخه قندهار کی یوه غونډه درلوده او هلته یی د خپل دوم هدف اړوند بحثونو نه پس پاکستان د خپل امارت د جوړولو لپاره دویم هدف و ټاکه. نو دا زما پیشګوی ده چې تالبان اوس خپل امارت پراخوی. دوی ممکن زر پاکستان هم تر خپلی ولکی لاندی راولی، نو بیا خو د امارت ثبات او پراخول لا ډیر اسانه کیږی.

۱۲- عزیزی صاحب ته دا هم پته ده چی تالبان اوس یوه قیمتی وسله ده ، چی امریکا، روس، چین، هندوستان، ایران، حتا کوریا یی هم خریداری باندی بولي وهی. د روسانو له خوا د تالبانو په رسمیت پیژندلو، اوس د امریکا نه د تالبانو ویره ختمه کړی ده. نو دی په افغانستان کی خپله پانګوونه محفوظه بولی.

۱۳- که دقیق متوجه شوو نو هغه په پوره هوښیاری د خپلی پانګوونی تمرکز د برق په تولید کړی دی، دا ځکه چی د برق تولید تر بل هر څه زر جوړیږی او فورا خریدار لری، او تل ( د هر حکومت او نظام لاندی) دا ضرورت شته، نو ګټه یی زر، بی خطره او تر بل هر څه زیاته ده.

۱۴ – هغه په خپل دغه زړور اقدام د افغانستان د دولت، او خلکو اعتماد او په نتیجه کی یی د نړیوالو اعتماد او د خطر قبلوونکو نړیوالو پانګه والو ( چی په لوړه ګټه لرونکو پروژو کی خطرات هم اخلی) باور تر لاسه کوي، او ممکن ده چی هغوي به هم ور ته سرمایه ورکړي.

۱۵- ما ته کره مالومات نشته، خو که ده پخوا خیانتونه کړي وي، نو پدی کار خپل هغه له لاسه ورکړی باور بیرته تر لاسه کوی، او د خپل غلطیاو جبران به هم وکړی.

۱۶- افغانستان د تالب نه دی، د تالب غوندی ډیر حکومتونه راغلل او لاړل. افغانستان د افغانانو پوري اړه لری. نو صرف نظر لدی نه چی څوک په واک کی دي، هره عام المنفعه او اقتصادی بنیادی پروژه، ولو که هرڅوک یی کوي، د ملت د هوسایی او پرمختګ زمیني برابروی. د قدر وړ ده. دا ځکه چی زموږ خلک د یو فوق العاده ستونزمن او فلاک باره حالت سره مخ دی، امید دی چی پدی کار کی به ډیرو خلکو ته کار او روزګار او یو څه حلال نفقه تر لاسه شی.

زه د یو پاک ملت پال سیاسی مبارز په توګه دغه پانګوونی ته د دری دلایلو په اساس په مثبت نظر ګورم او ښاغلی عزیزی صاحب ته پدی برخه کی لا زیات توانمندی غواړم:

الف- د ۵۰ کالو راهیسی افغان سیاسینوو او هغوی ته چی په درواغو د ملی ګرایی ټټر وهی لګیا یوو چې راځی یو نوی، پاک، با دسپلینه او هر اړخیزه ملی حزب جوړ کړو، خو د ټولو نه بډه تختیدلی، نه په ځان باور لری او نه په یو منضبط سیاسی تشکیل باور لري. موږ دا او دا شان ورته بی منطقه دلایل تل اورو چی وایی «خلک حزب نه خوښووی»، «بیله خارجیانو نه کیږی». زه پدی باورمند یم چی دغه خبره هم د دوي خپله نده، بلکی دوي ته په خلوو کی ور اچول شوی او دوي پری بیله کوم فکره شخوند وهی.  هیڅ منطق دا نه منی چی یو څوک دی ولسواکی غواړی اما د حزبونو د موجودیت نه دی انکار وکړی.  د ازادی او استقلال دعوه دی کوی خو بیله خارجیانو ور ته خوب هم نه ورخي.

خبره هلته لا دردونکي شی چی ځان ته به عالم او ملی ګرا و سیاسی هم وایی، اما دا شان د منطق نه لری بحث به کوي.  زه داپه چیلنج سره وایم او په اړه یی د هر چا چیلنج ته هرکلی هم وایم چی تر څو موږ افغانان یو نوی، پاک، با دسپلینه، توانمند او واقعا ملی حزب جوړ نکړو، نوري ټولي سیاسی او ټولنیز هلی ځلی نا کامه او د ملت غوولونه ده.

ب: داسی بنیادی پروژی یواځنی شی دی چې هغه د یو مملکت روښانه راتلونکی تظمینوی، او واقعا چی برق تر بل هر څه مهم او اولیت دی، ځکه دا د نورو ټولو فابریکو او ساختارونو اولین ضرورت دی.

ت: تر بل هر څه مهمه دا ده چی د برق تولید، زموږ د قسم خوړلو دښمن هیوادونو ( پاکستان او ایران) د ځپولو یوه ښه او اغیزمنه وسیله کیدای شی. زه د همدی کبله د عزیزی صاحب دا تصمیم یو ملی عمل بولم او ور ته بریاوی غواړم.

بلاخره: جناب زه عزیزی صاحب ته د دوو داسی ملی عام المنفعه پروژو وړاندوینه کوم چی هر تالبان او هرافغان به هم پری ویاړی، او خوشحاله وي، هیڅ نوعه ظلم، تادا او غصب به پکی نه وی. هر افغان به پری ویاړی او خلکو او عزیزی صاحب ته به پکی د میلیاردونو دالرو دوامداره ګټه او زرګونو خلکو ته د دوامداره کار او  تجارت زمینی هم برابروی. هیله ده زما دا پیغام پدی وسیله د کوم با مسؤلیته افغان او عزیزی صاحب سره ارتباط لروونکو له لاری عزیزی صاحب او یا کوم بل وطن پاله افغان ملیاردر تجار ته ورسول شی. زه د عزیزی صاحب او یا بل کوم وطن دوسته ملیاردر پانګه وال نه بغیر بل هیڅ چا سره دا پروژی نشم شریکولای. که د هغه سره زما د ملاقات زمینه برابره شی زه په خپلو مصارفو د هغه سره مخامخ خبرو ته تیار یم. که زما بدی وړاندینزه پروژو کی او یا هم د عزیزی صاحب په اړونده پروژو کی زما موجودیت ته ضرورت وی، زه همدا اوس او تل د وطن خدمت ته تیار یم.

محترمو افغان سیاستوالو! که سالم سیاست نشی کولای لطفا نور په خپل درواغجن سیاسی لوبو افغانان مه غولوي.

قدرمن هیوادوالو! راځی چی د سالم قصاوت سره د انتقادونو پر ځای همکاری وکړو، خلک ګټور کارونوو ته وهڅوو، او لاسنیوی یی وکړو.  د ا یو نیک او وطنپاله عمل دی چې ګټه یی هیواد، هیوادوالو او ملی پانګه والو ته ورسیږي.

داکتر تاج الدین ملت مل

امریکا- ساندیاګو ښار

د سنبلی ۲۱، ۱۳۰۴ ل کال

اسلام که پښتونولی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.