اکسون مجله، یوویشتمه مقاله
سريزه
د انسان په ژوند کې بېلابېلې اړتياوې لري، چې په ټوله کې عالمانو دغه اړتياوې په دوه کټه ګوريو باندې وېشلې دي، چې فزيولوژيکي او رواني اړتياوې بلل کېږي. انسان د خپلو فزيولوژيکي اړتياوو لکه: خوراک، څښاک، کور، کالي او هوا ته ضرورت لري، همدا ډول انسان له رواني اړخه هم ځينې اړتياوې لري، لکه: خونديتوب، ځان غوړونه، نورو سره مينه، اړيکې او يو لوی مقام ته رسېدل. ارواپوهان په دې اند دي چې يو فرد د مطالعې په کولو سره د ځان غوړونې او شخصيت جوړونې لوړو پوړيو ته رسېږي، مطالعه په فرد کې بالقوه استعدادونه غوړوي او په بالفعل کې ترې د کار اخیستو په موخه د فرد انرژي راټولوي او په حرکت يې راولي.
مطالعه د دې سبب کېږي، چې فرد د پوهې او درک کړکۍ خلاصې شي، د انسان ذهن لا قوي او پېچلو فکرونو ته هڅوي، مطالعه له انسان سره مرسته کوي، چې د ژوند په لارو چارو کې دوه زړی نه شي، د مستقيمې لارې لوری ورکوي او د ستونزو پر وړاندې د صبر او زغم ځواک وربښي.
په دې لیکنه کې غواړو چې د ارواپوهنې له انده په ژوند کې د مطالعې په ارزښت پوه شو، د مطالعې په ډولونو پوه شو او د مطالعې ګټې وڅېړو:
کليدي لغاتونه: مطالعه، ارواپوهنه.
د مطالعې مانا:
په فرهنګ معين کې د مطالعې مانا د کتاب لوستل، يا د يوې ليکنې په مفهوم پوهېدل دي.
همدا ډول فرهنګ عمید کې د مطالعې مانا د يو څيز په اړه د معلوماتو درلودل دي او يا د يوې ټاکلې ليکنې په اړه د معلوماتو درلودلو څخه عبارت دي.
د مطالعې تعريف:
د لغت له مخې، مطالعه هر ډول هغه فعالیت دی، چې په ترڅ کې یې یو څوک په تفصیل سره مشاهده پیل کوي، لوستل او لیکل هم د مطالعې نور ډولونه دي. د مطالعې تر ټولو مشهوره بڼه لوستل يا مطالعه ده، چې پر مټ يې انسان په ژوند کې ډېر څه ترلاسه کولی شي، په لیدلوري کې يې بدلون راځي او په پای کې په يو غوره کس بدلېږي.(هميار ويب پاڼه، ۱۵/۷/۱۴۰۳).
د ښوونې او روزنې يو عالم مطالعه يو فردي عمل بولي، په دې مانا که چېرې يو تن زده کوونکی او يا محصل او يا هر بل کس که د يوه کتاب او يو متن او يا کومه ليکنه په بشپړه توګه ولولي، دغه عمل ته مطالعه وايي. (څپاند،۱۳۹۶)
دا چې مطالعه مو وپېژنده اوس به د ارواپوهنې يو لنډ تعريف وکړو؛ ارواپوهنه له دوو یوناني کلمو څخه چې د (Psyche) د مغز یا اروا په مانا او (Logos) د علم او مطالعې په مانا دی؛ منځته راغلې ده. په دې توګه ارواپوهنه د اروا او مغز مانا لري. ارواپوهنه د مغزي جریانونو، د ژوندیو موجوداتو د ( اګاهي او نا اګاهي) د چلند علمي مطالعه ده. چې د علمي ارواپوهنې بنسټ اېښودونکی ویلهم وونټ بلل کېږي. مطالعه د ارواپوهنې سره نه شلېدونکې اړيکه لري، ځکه مطالعه يو ذهني او رواني جريان دی، د ارواپوهنې په مباحثو کې موږ د مطالعې اړوند ډېری معلومات پيدا کولی شو.
د مطالعې اړوند د ارواپوهانو له خوا بېلابېل موضوعات مطالعه شوي دي او د هغوی په رول باندې يې تاکيد کړی دی، لکه عصبي سيستم، حواس او ادراک، زده کړه او حافظه، هوښ، فکر او ورته نور ډېر… مطالعه کول يو رواني چلند دی او درک يې د ارواپوهنې په اساس شوني دی، ځکه په مطالعه کې انسان هڅه کوي، چې درک او پوهه لاسته راوړي او د ارواپوهنې په مباحثو کې هم موږ کولی شو، چې د درک، پوهې او ورته نورو موضوعاتو اړوند نظريات ولولو.(اکاډمي يورپ ويب پاڼه، ۱۲/۷/۱۴۰۳).

د مطالعې اړوند بېلابېلو ارواپوهانو ګڼ شمېر نظريات ورکړي دي، چې د هغوی له جملې څخه د څو مشهورو ارواپوهانو نظرياتو ته په لنډه توګه کتنه کوو:
د شلمې پېړۍ يو له مشهورو سويسي ارواپوهانو څخه کارل يونګ دی، کارل يونګ د ادبي او معنوي متنونو د لوستلو او کارولو پر اهمیت ټینګار کولو. هغه په دې باور و چې د کتاب لوستل له انسان سره مرسته کوي چې د ځان په ناخبره يا پټو برخو پوه شي او پرمختګ وکړي.
همدارنګه د شلمې پېړۍ يو له خورا مشهورو ارواپوهانو څخه البرت باندورا به په دې ټینګار کولو، چې د بېلابېلو موضوعاتو مطالعه، په ځانګړې توګه هغه کتابونه چې د رواني مفکورو په اړه بحث کوي، د څېړونکو او زده کونکو لپاره خورا ګټور دي.
همدا ډول بل مشهور سويسي ارواپوه ژان پياژه هم په دې باور و چې د کتابونو لوستل او د علمي او فلسفي سرچینو مطالعه د فکر پراختیا او پر شاوخوا نړۍ د ښه پوهېدو لپاره اړین دي.
او د معاصرې ارواپوهنې پلار زيګمونډ فرويډ به د کتابونو او ادبياتو د لوستلو سپارښتنه کوله. هغه باور درلود چې د ادبياتو او مطالعې پر مټ کولی شو چې د ځان او نورو په اړه ژور درک او پوهه لاسته راوړو. فرویډ په دې باور و چې د انسان ذهن لاشعوري برخه لري او دا چې د ذهن دا برخه معمولاً پټه وي، نو لوستل او مطالعه کولی شي چې انسان د لا شعور په هکله موږ ته لاسته راوړنې ولري. هغه په دې باور و چې د کتابونو لوستل او د ادبي اثارو مطالعه کولی شي، د یو شخص سره مرسته وکړي، چې د هغه رواني الګو په ښه توګه وپېژني او په اړه يې معلومات لاسته راوړي. د دې سربېره فرویډ باور درلود، چې د کتابونو لوستل او ژور فکر کول کولی شي د یو شخص سره مرسته وکړي چې د پېچلو مسلو تحلیل او تجزیه وکړي او د ځان او نورو په اړه ښه پوهه لاسته راوړي.
د کتاب لوستلو تر ټولو بنسټیز اثر د مغز په یوه برخه کې واقع کېږي چې پر ژبې د پوهېدو سره تړاو لري او د کيڼ دماغ کورټیکس بلل کېږي، ياد کورټيکس د لیکل شويو موادو پروسس کول، له حروفو تر کلمو، جملو، او بشپړې کیسې پورې، د معلوماتو لېږدولو لپاره نیورونونه راجلبوي، څو مغز ته معلومات ولېږدوي. په حقيقت کې مطالعه د انسان د مغز لپاره د فزيکي فعاليت او سپورت بڼه لري او عصبي سيستم فرد تل دې ته هڅوي چې لا لوستل وکړي. کله چې يو فرد مطالعه کوي، د هغه ذهن فکر کولو ته لا پراخېږي. مطالعه کول د انسان پر مغز او خاصتاً د فرد په روان ښه اغېزه کوي. (ايبنا.اېر ويب پاڼه، ۱۳/۷/۱۴۰۳).
مطالعه کول له فرد سره د حافظې پياوړتيا کې مرسته کوي، مطالعه د دوامداره ذهني فعالیت په توګه د انسان توجه او تمرکز زیاتوي. دا د لنډ مهاله او اوږدمهاله حافظې د ښه والي باعث کېږي، ځکه چې د کتابونو او متنونو لوستل د معلوماتو یادولو او بیا لوستلو ته اړتیا لري. همدارنګه د يو وګړي سره د پوهې او شخصي معلوماتو په زياتوالي کې مرسته کوي، څومره چې انسان مطالعه کوي، هومره یې خپله پوهه او معلومات پراخېږي. دا معلومات که علمي، تاريخي، کلتوري او يا ټولنيز اوسي، خو د شخصیت ودې او د پوهاوي د کچې په لوړولو کې مرسته کوي. مطالعه له فرد سره د رواني فشار په کمولو او شخصي رضايت زياتولو کې مرسته کوي، د ارامه او مانا لرونکي فعالیت په توګه مطالعه کولی شي، د رواني فشار کمولو او مثبت ذهني حالت زیاتولو کې مرسته کوي. کله چې یو څوک د یو کتاب په لوستلو یا د خوښې وړ متن مطالعه کولو کې بوخت وي، دا د ورځني ژوند فشارونو څخه د خلاصون د فرصت په توګه ډېر اطمینان او خوندور احساس کوي. مطالعه د انسان په روح او روان هم اغېزه پرېباسي، د کتابونو لوستل او د بېلابېلو متنونو مطالعه کولی شي د یو شخص روان او احساساتو ته وده ورکړي. دا فعالیت کولی شي چې د احساساتو په درک او انتقادي تفکر په لرلو کې مرسته وکړي، چې دا دواړه مهم رواني اړخونه دي.
مطالعه انسان ته د هغه له هويت څخه خبر ورکوي او د ژوند سمه لار ورښيي. کتاب په هر وخت او زمانه کې د انسان لپاره تل مرسته کوونکی دی، څو انسان د سالم فکر سره د ژوند په سم لوري روان شي. ارواپوهان په دې باور دي، چې د ډېرو نارامو افکارو، فکري ناروغيو او ناسمو تعصبونو لامل د مطالعې نشتوالی دی، ځکه د انسان دښمن هغه څه دی، چې پرې نه پوهېږي او هغه ناسم تعصبونه چې پر ځينو خلکو واکمن دي، د پوهې د نشتوالي پایله ده.
مطالعه کول په انسان کې خواخوږي رامنځته کوي، د ارواپوهانو له خوا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کې د ترسره شویو مطالعاتو له مخې، د انسانانو په منځ کې هغه څوک چې داستانونه او کیسې لولي، د نورو سره خورا خواخوږي لري. همدا ډول مطالعه د ماشومانو سره مرسته کوي، چې دوی هوښيار واوسي، د خپل چاپېريال سره توافق ته ورسېږي او د پوهېدو له لوړ ځواک برخمن شي، په ۲۰۱۰ کې یوې بلې څېړنې ثابته کړه، څومره چې موږ ماشومانو ته کتابونه ولولو، د دوی ذهن لا پیاوړې کېږي.
مطالعه د انسان په مغز او مغزي فعاليتونو کې د مثبت بدلون لامل ګرځي او په پایله کې د مغز غوره او مناسب فعالیت د ښې ذهني روغتیا لامل کېږي، چې په ژوند کې د غوره ذهني روغتیا د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
او په اخره کې که غواړئ ښه مطالعه ولرئ او لوستل شوي معلومات مو تر ډېره په ذهن کې پاتې شي، په ارام چاپېريال کې مطالعه وکړئ، د مطالعې لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، په مناسبه روښنايي او هوا لرونکي محيط کې کتاب لوستو ته زړه ښه کړئ.
razaullahzaar@gmail.com
اخځلیکونه:
څپاند، پوهاند مل پاسوال شاه عالم. (۱۳۹۶)، ګټوره مطالعه، کابل: کورنيو چارو وزارت رياست.
هميار ويب پاڼه، (بی تا). 16 مورد از فواید مطالعه که باید بدانید [انټرنيټي ليکنه] په ۱۵/۷/۱۴۰۳) نيټه له (www.hamyar.com) څخه اخستل شوې.
اکاډمي يورپ ويب پاڼه، (بی تا). موضوعات مطالعه روانشناسی [انټرنيټي ليکنه] په ۱۲/۷/۱۴۰۳ نيټه له (www.academyeurope.org ) څخه اخیستل شوې.
ايبنا اېر ويب پاڼه، (بی تا). کتابخوانی و تاثیر آن بر روان انسان [انټرنيټي ليکنه] په ۱۳/۷/۱۴۰۳ نيټه له (www.ibna.ir) څخه اخیستل شوې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.