اسلام که پښتونولی؟
د بانو بی بی د غمیزی تر شا پټ لاملونه او تری ذده کړي
۵/۵/۱۴۰۴
هو دا رښتیا ده چی وایی (پښتانه نیم قران منی او نیم نور یی نه منی). د بانو بی بی او احسان الله غمیزی چی یی د خپلی خوښی سره د بانو د کورنۍ د اجازی پرته له امله په عام محضر کی دواړه شهیدان شول، یوه نړیواله غوغا را پورته کړه، چی د یوی ټولنی د کلتور د بنیادی عواملو نه د پوره مالوماتو د نه لرلو له امله یی نړیوال، او د پنجاب استخباراتی کړي دا کار د پښتنو او بلوڅو د سپکاوی لپاره د یوی وسیلی په توګه کار اخلی، او زموږ ځوانان یی هم د پښتنوو سره مخ کړي دي.
یو عالم وایی « د هر مصیبت سره یو چانس هم وی» نو د دی لپآره چی مو د دغه مصیبت نه یوه ګټه تر لاس کړی وی دا را ته فرصت ښکاره شوو چي پدی اړه څه نا ویل شویی اثرار ولیکم. د نجلی او د هغې د خپل خوښی کس سره واده کول او بیا د هغوي دواړو په عام محظر کې وژنه، نه اسلامی او نه هم معقول کار دی. خو د دی کار یوازی پښتنو او بلوڅو ته راجع کول نه یوا زی دا چې بی انصافی ده، بلکه د مقابل لوری په ناپوهی او نا خبری دلالت کوي.
د دی ناوړه رواجونو تر شا یو شمیر بنیادی عوامل شته، چی په هغو پوهیدل د دغی موضوع اړوند فکری اختلافاتو سره مرسته کولای شی. د لیکنی او لیکونکی هدف دا نه دی چی ګویا موږ په پښتنو او بلوڅو کی د بدو رواجونو طرفداری کوو، بلکی د دی مقالی هدف دا دی چی موږ ځانونه، خپل ځوان نسل او بهرنیان دپردی ترشا دهغو دلایلو نه سم او پوره خبر کړو چی د دغو ناوړه رواجونو سبب شوي او کیږي. تر څو چی موږ د دغو ناوړه رواجونو تر شا هغه بنیادی عوامل و نه پیژنو او اساسی چاره یی و نه کړو، دا سی غمیزی به بیا بیا تکراریږی او پیغورونه به یی تل زموږد پوزی پیزوان وی.
د دی ناوړه رواجونو تر شا دری عوامل دی چی پری بحٍث ضروری او ګټور بولم.
۱- د پښتنو نا پوهی او د اسلام نه نا خبرتیا هغه خطرناکه وسله ده چی یی تل دغه ملت وروسته ساتلی دي. او د اسلام، افغان او پښتون ضد ملکونو او همسایه ګانو د اسلام تر نامه لاندی په پښتنو دا شان نا معقول غیر اسلامی او غیر انسانی کارونه تر سره کړي دي.
۲- د اسلام نه د غلطی فایدی اوچتولو هغه نړیواله تؤطه چی د« لویی لوبی»۱ تر هدف لاندی استعمارګرانو همیشه د پښتنو د افراطی اسلام پالنی نه په ګټه زموږ په خلکو خپل تروریزم راتپلی او موږ یی د دی تؤطی ښکار کړی یو. دوي د همدی وسیلی نه په ګټه تل زمونږ ښه نظامونه سرنګون کړی او پښتانه یی بدنام او نړیوالو ته د تمدن ضد معرفی کړي دي. ۲
۳ – د پیړیو راهیسی په پښتنی سیمو کی د قانون، حکومت او هر نوعه پرمختیایی پروګرامونو نشتوالی د دی سبب شوی چی پښتانه په خپل منځ کی د سولمند او ابرومند ژوند کولو لپاره ځنی نا لیکل شوی اصول او مقررات وټاکی او د ټولنی ټول خلک بیله کوم حکومت او قانون نه د هغی څخه تیری ونشی کړای. چی یو هم دهمدی اصوو نه د یو بل ناموس ته د درناوی په خاطر او د خپلو ښځو د حفاظت په خاطر پدی برخه کی تیری کله هم نشی منلای او د عبرت د درس لپآره دا هر چی د ښځو عزت، او غرور ته صدمه رسوس په سختو او عام محضر جزاګانو محکوموی. د مدنیت او پرمختګ نه لری پاتی کول د دی سبب شوی چې پښتانه لا اوس هم په کلو او بانډو کی په هماغه د پیړیو نا لیکل شوی تړونونو باندی ژوند تیروی. یو وخت می یو هزاره ځوان ته دا خبره کړی وه چی تر هغو نور افغانان د پښتنو د بچو سمه پالنه و نه کړی، ولا که تری په خپلو کورو کی هم ارامی شپی تیری کړی. کلونه بعد د تالبانو د بیا راتللو نه پس یی را ته تیلیفون کی وویل چی( ولا مه خو حالا فهمیدم که ګپ شما چقدر علمی، منطقی و عمیق بود). همدا وجهه ده چی اکثر پښتانه لا اوس هم دغه اصول ساتی، دا ځکه چی دا د دوي د ټولنو تر منځ د سولۍ، ثبات او ابرومندانه ژوند زمینه برابروی. پدی اړه به وروسته لږ په تفصیل وغږیږو.
واقیعیت دا دی چی زیات شمیر ضد اسلامې، ضد انسانې او ضد اخلاقی رواجونه یوازی په پښتنو کی نه بلکی په ټولو قومې ټولنو کی شته او هغوي ټولو ته هماغه رواجونه مهم دي، اما ځنی رواجونه بیا په پښتنو کی لا زیات جدی او د ۱۴۰۰ کاله راهیسی د اسلام د مبارک دین د قبلولو سره سره هغه بیا هم پښتنو ته مهم، او ژوندی پاتی دي.
پښتنو اسلام د څه کم څوارلس پیړیو راهیسی قبول کړی دی او هغی ته په نړی کی تر نورو ټولو مسلمانانو نه زیات او سخت وفادار پاته شوی دي. اما پښتونولی د دوي تر منځ په زرګونو پیړیو کی موجود وه او ده. نو د اسلام د راتللو سره پښتنو د اسلام هغه برخی چی د دوي د پښتونولی سره په ټکر کی نه وی اما د اجتماعی ژوند لپاره ګټوری وي، و منلي، اما هغه برخی او احکام یی چی د دوي د پښتونولی د اساساتو سره په ټکر کی وی هغه یی و نه منلي او لا یی هم نه منی.
د پښتنو د کلک مسلمان پاتی کیدلو یو لامل هم (ژمنه) ده. ژمنه د پښتولی یو اصل دی. چی یو پښتون ژمنه وکړی نو بیا د هغی تر سره کول پر ځان یو فرض بولی، نو کله چی پښتنو اسلام قبول کړ، دهغه وخته تر نن خپلی دغی ژمنی ته تر بل هر چا زیات او جدی وفادار پاته شوی دي.
پښتانه ځوانان باید د احساساتو پرته د دغو رواجونو په بنیادی لاملونو سم و پوهول شی تر څو د پښټون ضد او افغان ضد تبلیغاتو سره منطقی بحث ته اماده او نړیوالو ته د پښتنو اړوند سم مالوماتونه ورکړای شی، تر څو د دښمنانو دغه وسله شنډه کړي.
چاره څه ده؟ پدی اړه احساساتی خبری او د ناخبرتیا په صرت کی زموږ ځوانان په ډیره احساساتی توګه یوازی غندل کوي، چی دا کار د دښمن هغه تؤطه لا قوی کوی. نو د دی پرخای چی احساساتی برخوردونو پر ځای د دی ستونزو د حل لپاره با مسؤولیته مبارزه وکړو او د دغو لاملونو نوری علمی او منطقی حل لارو په لټه کی شوو.
که څه هم د عقیدوی فکری انحصار له امله دغه خبره چی( پښتانه نیم اسلام نه منی) زیات پښتانه نه منی خو دا یو داسی حقیقت دی چی تری انکار کول څه علمی، منطقی او اسلامی کار ندی. پدی کی شک نشته چی پښتانه تر بل هر چا کلک او ژمن مسلمانان دي. ولی په عین وخت کې پښتنې قبیلی ځنی داسی رواجونه لری، چې کله په هغی کی د دین ( اسلام) اوپښتونولی دوه جلا حکمونه را منځ ته شی، تقریبا هر پښتون بیا هلته اسلام نه تیریږی اما د پښتونولی نه نشی تیریدای. مرحوم ولی خان دا خبره کوله چی یو وخت ده د پاکستان د جماعت اسلامی د کوم مشر او د ده تر منځ د اسلام او پښتولی په اړه بحث ګرم شوی وه، نو ولی خان ور ته د ټولنی یو داسی مثال وړاندی کړو (په بخنه دا خبره که بی نزاکته هم ده، اما ضرور ده ځکه پدی اړه پوهیدل اسانوی). خدای بښلی ور ته وویل: که یو پښتون د خپل ناموس سره د یو بل شخص د تجاوز په سترګو وګوری ایا هغه به د اسلامی حکم په اساس د ثبوت لپاره په څلورو شاهدانو پسی وګرځي، او یا به د سلایی د ثبوت حوصله ولری؟ د جماعت اسلامی مشر نه یی لاره ورکه کړه، او دا یی و منله چی هو زه به دی وخت کی پښتونولی ته ترجیح ورکوم. ( دا دی په پښتنو کی د ښخو او ناموس ارزښت، زور او قدرت)
پښتانه هم د نورو قبیلو په څیریوه قبیلوی ټولنه وه او ده چی هلته قانون، حکومت او حکومت داری نه وه. نو د خلکو تر منځ د سؤلیز ژوندکولو او د جنجالونو د مخنیوی او د پیښو شوو مسایلو د حل لپاره قومی تړونونه او یو شمیر ټولنیز اصول او مقررات را منځ ته شوه چی په مجموع کی هغی ته [ پښتونولی] ویل کیږی. پښتونولی د دغو ټولنو د ژوند ټول اصول او مقررات تشکیلوی. په پښتونولی کی غیرت، عزت، ابرو، میلمه پالنه، پیغور، بدله، جرګه، ناغه، اشر، تیږه، ژبه، ژمنه او نور داسی شیان شامل دی چی د قانون او حکومت نه پرته هم د دغو ټولنو او خلکو تر منځ سؤلیز ژوند، همکاری او متقابله ګټي او حقوق خوندی ساتلی او د دوي سولیز ژوند تآمینوي. په پښتنی ټولنو کې نارینه د ښځو د عزت او ابرو ساتلو مسؤلیت جدی بولی او د هغی لپآره یی په خپل منځونو کی داسی سخت اصول ټاکلی دی چی د هغو ټولنو د شرایطو په نظرکی نیولو سره ټولنیز سؤلیز او با ثباته ژوند او د ښځو ابرومندانه ژوند تامینول اسانه کوی. او د ښځو د درنښت لپاره ترهغی تیریدل هر پښتون ته مشکل او په ډیر لوی قیمت تمامیدای شی. د پښتنو دا اصول او مقررات د اسلام د دین نه دمخه موجود وه او لا هم شته.
په قبیلوی ټولنو کی د زړو دودونو په له منځه وړلو کی دوه شیان ډیر اغیزمن دي. پخوا چی قوانین، حکومتونه او با مسئولیته اداری نه وی، نو د اسلام او نورو ادیانو راتګ د خلکو تر منځ د شتو غلطو رواجونو په راکمولو کی پراخه ونډه ادا کړه، او تر هغی وروسته د مدنیت د انکشاف له امله مدنی قوانبن را منځ ته شول او د دی قوانینو لپاره حکومتونه جوړ شول، او دی قوانینو هم د ستونزو په کمولو کی اغیزمنه رول ولوباوه.
د دی دوهم مهم دلیل د ټولنو مدنی پرمختګ پوری تړلی دی. دا چی د پښتنو ټولنی لا اوس هم د ځنو ستونزو له امله نارینه برلاسی ټولنه ده او په ټولو پتریاتیک ټولنو کی د ښخو د هر اړخیزه ساتنی او د دوی د راتلونکی لپاره د ښه میړه انتخاب هم د نارینو یو ستر مسؤلیت دی. چی د موضوع د دی اړخ په اړه د زموږ د ویاړ وړ ځوان عالم او توانمند شخصیت ښاغلی صاحب زاده صاحب په خپل یو ویدی پیغام کی ډیر ښه تشریح ورکړی ده. ۳ پدی اړوند تاسو سره د هغه د ویدیوی بیغام لنک شریکوم، خو تر هغی دمخه زه له تاسو هر پښتون نه دا لاندی دری هیلي لرم:
۱ – راځی خپله ټولنه، د هغی اړوند رواجونه او د دی ښو او بدو رواجونو تر شا اغیزمن عوامل سم وڅیړو او هغه خپلو خلکو او نړیوالو سره سم شریک کړو.
۲ – راځي چی د دغو خرابو عواملو د له منخه وړلو لپاره په علمی ، منطقی او عملی لارو فکر او ګډ کار وکړو.
۳ – د دغو مالوماتو د لاس ته راړلو نه پس د محترم صاحب زاده صاحب په شان په علمی، منطقی او ښو اخلاقی الفاضو سره د سوشل میډیا او نورو ټولو ممکنه لارو په مختلفو ژبو کی خپل خلک او نړیوال وپوهوو، تر څو د دوی به ذهنونو کی ور پیچکاری شوی غلط نظریات اصلاح کړو. پدی او د افغانی ټولنی کی د هر نوعه اصلاح تنها امید او یوازی دعاوی کول بی مسؤلیتی ده، او زموږ بډا افغانان هم باید د دغو کارونو لپاره مسؤولانه همکاری وکړي. راځي قصرونه پریږدو او خپل راتلونکی نسل سم او عدالتمندانه وروزو. موږ ټول افغانان خاصتآ پښتانه تالبان هم پدی اړه د دوی اسلامی مسؤولیتونو او روانو سهوو ته متوجه کوواو پدی برخه کی یی سمی اسلامی رغنده ونډو ته هڅوو.
https://www.facebook.com/DuadJunbish/videos/527793956390312/?fs=e&s=TIeQ9V&mibextid=wwXIfr&fs=e
۱- د لوی لوبی اړوند د محترم غفور لیوال صاحب ویدیوی پیغام
https://www.facebook.com/share/v/19A8NETTvk/?mibextid=wwXIfr
۲- د محترم نصیر احمد احمدی صاحب ښکلی لیکلی «بغدادی پیر» کتاب
۳ – د محترم صاحب زاده صاحب ویدیووی پیغام
پښتانه، لویه لوبه، بلوچان، بلوچ بغدادی پیر بانو بی بی،
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.