ټولو ملی مترقی سیاسینو او ملی شخصیتونو ته بلنه

داکتر تاج الدین ملت مل

171

یوه نوی، پاک، با دیسپلینه ملي حزب د وخت ضرورت او د بریا یوازینی لار ده !

قدرمنو د افغانستان پاکو سیاسی او ملی شخصیتونو سلامونه او درناوی مو ومنۍ.

نن د افغانانو په وړاندی دا لاندی اساسی او بنسټیز سوالونه مطرح او دې پوښتنو ته ځوابونه پیداکول د یو اساسي دندې په توګه مو پر وړاندې پراته دي.

۱- تر څو به موږ ازادي اخلو، سوله راولو خو ساتلای یی نشو؟

۲- تر څو به موږ په خپله خاوره او خپلو خلکو اقتدار د پردیو په ټوپکو او د خپل یو او بل په وژلو له لاری تر لاسه کوو؟

۳- تر څو به موږ اول بدلون ( ورانول) کوو او بیا به د سالم بدیل پسی سرګردانه او ناکامه منډې وهو؟

۴- تر څو به موږ خپل نسلونه د جنګونو قربانی کوو؟

۵- تر څو به موږ په بی مفهومه توګه یوازی په خپل وياړلی تاریخ په ویاړ اکتفا کوو، او ورځینی حقیقتونو نه به انکار کوو؟

۶- تر څو به موږ خپلی بنیادی او تاریخی ستونزی نه پیژنو او د هغوي د بنسټیز حل لارو نه به تیښته کوو؟

۷- تر څو به موږ د سیاسی ثبات، سولې او ترقۍ نه بی برخی یوو؟

۸ – تر څو او ولئ به په خپل غنې هیواد کی د دنیا فقیر ترین او ګدا ترینه( سوالګره) هیواد یوو؟

۹- موږ به تر څو د نا اهله پردی پالو ملا یانو د «کفری» ټاپو له ویری (کفر فوبیا) اخته او حقیقتونه هم نشو ویلای.

۱۰- تر څو به موږ د تیرو غلطیو پر بنیاد او د اجنبيانو په اشار په ( کاذبه سیاست فوبیا) اخته او د سالم سیاست نه هم تیخته او انکار کوو؟

نو اساسی سوال دا دی چی څه کول په کار دی؟ که ستاسو اجازه وی نو دلته له تاسو سره به  «د افغانستان مثبت بدلون نهضت ( آمن) » نظر، او پدی اړوند د آمن د ملی طرحی یوه برخه شریکه کړو.

بیله شکه موږ باید تر ټولو لمړۍ خپلې تاریخي او بنیادی ستونزې سمی تشخیص او د هغی علمی، منطقی، عملی او بنسټیز حل لارې ولټوو.  موږ باید خپل دوست او دښمن سم وپیژنو، او د هغوی سره د مقابلی اساسی وسایل تر لاسه کړو. نو موږ د خپل توان تر حده د افغانستان تاریخی بنیادی ستونزی تشخیص کړی او په اړوند مو د هغوي د بنیادی حل لاری چاری هم په نښه کړي دي. د اکثرو مبصرینو د نظرونو نه زموږ نظر متفاوت دی.  دوي د افغانستان ستونزی لکه غربت، ناپوهی، بی اتفاقی، خارجی مداخلي او داسی نور بولي.  هو دا ستونزی دی خو دا ستونزی د دوو نورو بنیادی ستونزو له امله پیداشوی دی.  د آمن د زیاتو څیړنو په نتیجه کی د افغانانو بنیادی تاریخی ستونزي دوه دي:  اول او مهم یی دا دی چی د تاریخ په اوږدو کی پدی هیواد کی د یو عادل، ملی، اسلامی، ولسواکه او با ثباته نظام نشتون دی.  دوم یی د نظامونو د ثبات د نشتوالی عامل د هغو دولس بنیادونو نشتوالی دی چی زموږ طرحی په علمی توګه تشخیص کړی او زموږ په طرحه کی پری په تفصیل بحث شوی دی. د دی بنیادونو نه د یو څو یی دا دي:  د ملی یوالی بنیاد، د ملی باور بنیاد، د یو ملی ستراتیژی بنیاد، د یو نولی ملی حزب د جوړولو بنیاد، او د انتقالی عدالت په حفظ د یوی عمومی عفوی او ټول پخلاینی بنیاد.

د هیواد ټولو داخلی، سمیز او نړیوالو حالاتو په نظر کی نیولو سره د مقابلی او دغسی یو نظام ته د رسیدو او د دغو دولس بنیادونو د سم جوړولو یوازینۍ اغیزمنه لار چی موږ ټول افغانان په با مسؤلیته توګه سره متحد کولای شی، افغانستان د دی بحران نه په مدنې توګه خلاصولای شی، په افغانستان کې هر نوعه دیکتاتورانه او غیر ملی دولتونه او بهرنی مداخلی بیله ټوپک او جنګ څخه ختمو لای شی او موږ یو با ثباته، ملی مترقی او ولسواکه نظام ته رسولای شی او زموږ استقلال او سوله ابدی کولای شی هغه یوازی د داسی یو نوی، پاک، افغان شموله او واقعاً بادسپلینه ملي حزب جوړول دی چی هغه په سیاسی پلورالیزم باورمند وی. د تیرو ناکامو تجربو نه په زده کړه او د اوسنی افغانستان حالات داسی دی چی اوس څوک د چا جوړ کړی حزب یذ بل کوم پروګرام نه منی.  اوس هر څوک د دی ادعا کوی چی د هر کار په کولو کی باید دوی ته مراجعه وشی او د دوی نظر دی پکی واخستل شی.  چی دا د هغو حق حق هم او ښه کار هم دی.  نو زموږ د آمن پلان د داسی یو مبتکرانه مکانیزم وړاندیز را منځ ته کولای شی د هغی نه په ګټه اخستلو کی د دی ټولو چیلنجونو سره سره موږ کولای شوو چی د دی حزب ذ جوړیدو نه دمخه د دی حزب مرامنامه ، اساسنامه او تشکیلت د نورو بنیادونو سره د داسی پروسی له لاری جوړ کړو چی د دغو هر یو بنیاد د طرحو په جوړولوو، سمولو او تکمیلولو کی موږ په تدریج سره تر سل زره صاحب نظر افغانانو نظرات راټولولای شوو.

اوس د دی وخت دی چی موږ د دغه خطرناکه حالاتو نه د وتللو او بلاخره دیموکراتیکو مبارزو ته د لاری د خلاصولو لپاره اوس موږ ټول د دغه ملی حزب په سم جوړولو کی ګډ کار وکړو.  نو موږ (آمن)ټولو ملی مترقی قوتونو ته بلنه ورکوو او دوي

ته وړاندیز کوو چی بی لدی چی د پخوانیو او اوسنیو ډلو کی د چا یا کوم ډلی د ښوو یا بدو یادوونه وکړو، راځی چی یو نوی اغاز وکړو

موږ د افغانستان مثبت بدلون نهضت ( آمن) د افغانستان د بنیادی تاریخی ستونزو د سم تشخیص او د هغی د بنیادی حل لارو اړوند یوه ملي طرحه جوړه کړی او ټولنی ته مو د اصلاح، تکمیل او یا تر دی د بل ښه بدیل پیداکولو لپاره وړاندی کړی ده. چی تاسو هر یو یی پښتو او دری متنونه زموږ د اړیکو د کمیسون له لاری په لاندی ادرسونو تر لاسه کولای شی. Tel: (1) 702-485-086 Email: Najib_jabarkhil2004@yahoo.com

زموږ پدی طرحه کی د افغانستان بنیادبي تاریخي ستونزي په ډاګه شوي او د هغی د بنیادی حل لپاره داسی مکانیزمونه وړاندی شوی دي چی هغه په کم وخت کی او یوازی زموږ په خپلو مټو او پاکو افغانې امکاناتو دغه بنیادی ستونزی په بنیادی توګه حل کولای شی. افغانستان کی په پخوانی مکانیزمونو ولاړحزبونو، سفارتی تش په نامه حزبونو، ټولنو او قومی شوراګانو او نور دا شان بی بندو بار ساختارونو نه یوازی دا چی کار ور نکړ، بلکی دی کارونو زموږ سیاسي قشر لا هم سپک او بی اغیزه کړ، او زموږ هیوادوال یی په غلطه لار روان او د حزب او سیاست نه کرکجن کړل. دا پداسی حال کی ده چی په ټوله نړۍ کی د منازعاتو دحل یوازی دوه لاری دي، چی یوه یی د ټوپک ( نظامي)او بله یی سیاسی او مدنی لاره ده. د تأسف وړ ده چی زموږ خلک د یوی خوا د ټوپک نه کرکه کوی چی باید یی هم وکړی، خو د بلی خوا سیاست او سیاسی مبارزه هم ردوی او هغه د پردو په اشارو یو خاینانه او ناروا عمل بولی. د ټولو ملی مترقی قوتونو نه زموږ هیله او دوی ته زموږ وړاندیز دا دی چی افغانستان اوس یو نوی، پاک، صادق، با دسپلینه، افغن شموله او ژمن ملې حزب ته چی په سیاسی پلورالیزم باورمند وی ضرورت لری. خو دا حزب باید په داسی یو نوی سیستم جوړ کړو چی د پخوانیو ټولو ناکامه تجربو مخه مو پکی نیولی وی، دا حزب باید د داسی یوی خاصی پروسی په اوږدو کی جوړ کړو چی د هغی د جوړیدو دمخه د هغی مرامنامه ، اساسنامه او تشکیلات تر سل زره ۱۰۰۰۰۰ تنو د ټولنی د پاکو او متخصص سیاسی او صاحب نظر خلکو سره په تدریجی توګه په پنځه پړاونو کی په پراخه پیمانه شریک کړای شی او پری د هغوی نیوکي، وړاندیزونه او مشوری تر لاسه او پکی یی شاملی کړو، او بیا دا حزب رسمی اعلان کړو او د هغی د اولی مشرتابی د انتخاب لپاره هم (امن) داسی یو دیموکراتیک مکانیزم ایجاد کړی چی په نړۍ کی ساری نه لری. موږ باور مند یو چی ددغی پروسی له لاری موږ خپل دا خور وور ملت د دی حزب پر شاوخوا په اساسي توګه را راټول او داسی مستحکم متحد کولای شو چی د هر داخلی او خارجی دښمن په وړاندی د ټولو افغنانو شریکه مبارزه د کامیابی تر پړاو رسولای شی.  او د دی مکانیزم په سم تطبیقولو سره به موږ د دی حزب او د دی وطن هر دښمن د دی ملی حزب د ماتولو د وسیلی نه مخکی له مخکی خلع سلاح کړی وي.  اما دا مهمه ده چی دا ملی حزب به اقتدار ته د رسیدو نه پس هر اړخیزه دیموکراسۍ ته لار هواروی. موږ او تاسو اکثرو سیاسینو د جبهیی پروګرامو ترخی او ناکامه تجربی و ازمولی، چی په هره جبهه کی یی موږ هر یو تر پخوا لا زیات بی باوره، سپک او بی اتفاقه کړو. البته د یوی سالمی ملی جبهی جوړول د شور او غوغا د را پیداکولو په خاطر باید رد نه کړو. خو بی د یو توانمند حزب د رهبری نه هر نوعه جبهات تل ناکامه او د انرشیزم سبب شوی دی. اما بیا هم د یوی ښی ملی جبهی جوړیدلو سره سره پر هغی هدف ته د رسیدو لپاره اتکأ نشی کیدای. نو موږ ټولو ملی مترقی قوتونو ته دوه وړاتدیزونه لرو.

۱- هر هغه افغان چی یوازی خپل پاک ارمانونو ته متعهد وی، باید نور د خپل سیاسی عقیدی په حفظ دا ومني چی په هغو عقایدو ولاړ مبارزه اوس د دی وخت لمړیتوب نه دی، بلکی اوس د یو قوی او با دسپلینه ملی حزب کی زموږ د ټولو راټولیدل کولای شی چی موږ او دا ملت د دی بحران نه وباسی، او بیا په هیواد کی دیموکراسی او د هر چا نظریاتی مبارزو ته مخه خلاصه کړی.

۲- دا ملی حزب هلته جوړیدای شی او وده کولای شی چی د دی مشرتابه اکثریت پاک، ملی سیاسی شخصیتونه وی. نو د نورو نظریاتو لرونکو سیاسینو نه مو هیله دا ده چی د دغی باریکی په نظر کی نیولو سره و دغه اصل ته درناوی وکړی او د سالمو ملی شخصیتونو تر شا د یو قوی قوت په توګه دا حزب د کامیابی مرحلی ته چی هغه په افغانستان کی د یو ملی، اسلامی، مترقی او ولسواکه نظام راوستل دی دی، ورسوی.

فکر کوم چی دا زموږ د ملی مترقی قوتونو د علمی سیاسی بلوغ نشوالی ښایی او د وخت بیحده ضیاع ده چی لا اوس هم موږ د ناکامه حزبونو او د هغوي د مړو او ژوندی مشرانو بت پرستی کوو. زه داکتر تاج الدین ملت مل په شخصی توګه دا نه غواړم چی خپل قیمتی وخت یا د افغان ملت د حزب نه په دفاع او یا هم د هغی د قدرمند مشرانو جناب مرحوم فرهاد صاحب، مرحوم فدای صاحب، مرحوم سید یوسف میړنی صاحب او یا د جناب احدی صاحب، جناب واکمن صاحب جناب فاروق میړنی صاحب او نورو د اشتباګانو او نه په دفاع کی ضایع کړم. د دی پر ځای زه دا خپل اساسی مسؤلیت بولم چی دی وطن ته د ستونزو د حل نوي، علمی او عملی لاری چاری پیداکړم. ویاړم چی د آمن د ملګرو په مرسته مو د خپل وطن د ابدی ستونزو د سم او ژور تشخیص کړی، او د هغوي د دایمی حل او د پاکو سیاسینو د یووالی لپاره مو داسی یوه ملی طرحه وړاندی کړی چی د هغی تکمیل او اصلاح ته ژمن او پری کار کوو او د هغی نه د دفاع اړوند د هر سیاسی او مدنی شخص چیلنجونو ته هر کلی هم ویلای شوو.  زموږ او ستاسو اساسی مسؤلیت د هیواد دغو ژورو تاریخی ستونزو ته د سمو ملی او عملی حل لارو پیداکوول دي. پدی اړوند تحمل، د یو بل منل او يووالی مو قوت او د بریا یوازینی لار ده.

په درنښت داکتر تاج الدین ملت مل د آمن بنسټ ګر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.