پاکستاني الوتکو تېره شپه ناوخته د پکتیکا د برمل ولسوالي د «مرغې» سیمه په بازار بمبار کړی.
ځايي سرچینو نن (جمعه، میزان ۱۸) وویل، پاکستاني ځواکونو تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د برمل ولسوالي د «مرغې» سیمې په بازار بریدونه کړي، خو چا ته پهکې ځاني زيان نهدی اوښتی.
سرچينې وويل چې د «مرغې» سیمې بازار کې يو شمېر دوکانونه لهمينځه تللي او د ځینو نورو دوکانونو توکي سوځېدلي دي.
د پکتیکا مسوولانو او د اسلامي امارت نورو چارواکو تراوسه په دې تړاو نظر نه دی ورکړی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.
حامد کرزي نن (جمعه، میزان ۱۸) پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې «د ګران هېواد پر پلازمینه کابل او پکتیکا ولایت د پاکستان هوايي برید په کلکه محکوموم.»
هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلاماباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.
ښاغلي کرزي لیکلي چې پاکستان باید د خپلو نړیوالو مسئولیتونو پر بنسټ، د تېري او د نړیوالو تعهداتو د نقض پر ځای له تېروتنو، کړکېچ او تاوتریخوالي ډډه وکړي، خپلې ناسمې او زیانرسوونکې پالیسۍ له سره وارزوي او د هغوی د ناوړو پایلو د مخنیوي او د خپلو تېرو تېروتنو د جبران په موخه، د ښه ګاونډیتوب اصولو او نړیوالو موازینو ته درناوی وکړي او له افغانستان سره په دوستانه او اړیکو ولاړ تعامل ته چمتو شي.
د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله لور، هیلې نجیب الله پر افغانستان د پاکستان یرغل ته غبرګون ښودلی دی.
هیلې ویلي دي، چې افغانستان اوس مهال ملي حاکمیت او خپلواکي بایللې او هېڅوک نشته چې د ملي ګټو دفاع وکړي.
نوموړې ویلي، کله چې مشروع حکومت نه وي، د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به څوک کوي؟
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل تېره شپه د هېواد پر پلازمېنې یرغل وکړ.
همداراز پاکستاني الوتکو تېره شپه د پکتیکا برمل ولسوالۍ هم بمبار کړې او لسګونه دوکانونه یې نړولي دي.
د هېواد پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان د تېرې شپې یرغل ته پراخ غبرګونونه څرګند شوي.
طالبانو لا هم پر افغانستان د پاکستان د یرغل په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد، اسماعیل یون وایي، له پاکستان د خلاصون غوره لاره هلته د جهاد اعلانېدل دي.
نوموړي ویلي، پاکستان کې باید شریعت ناغذ او د انګرېز قانون ختم شي.
اسماعیل یون چې یو وخت یې طالبانو ته د امنیت ټينګښت له امله ۹۵ نمرې ورکړې وې، دا څرګندونې پر کابل د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونو غبرګون کې کړې دي.
که څه هم ښاغلي یون نه دي ویلي، چې پاکستان کې څوک د «انګرېز قانون» ختم کړي، خو د طالبانو مشر، ملا هبت الله له دې مخکې له افغانستانه بهر د جهاد په نامه جنګ کې د طالبانو ګډون منع کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه پر کابل پاکستان هوايي بریدونه وکړل او ادعا شوې، چې د ټي ټي پي مشر، نورولي مسید پکې وژل شوی دی.
طالبانو دا بریدونه چاودنې وبللې او تراوسه یې د نورو جزییاتو د ورکړې څه نه دي ویلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.