هغه رقیب هغه میدان ده
هغه جانان هغه ګریوان ده
هغه منصور هغه دار ده
هغه زاهد هغه جومات ده
هغه ملا هغه سزا ده
هغه رواه هغه ګناه ده
دلته زندان وو هلته کاروان وو
دلته نفرت وو هلته وه مینه
دلته ژړا وه هلته خندا وه
دلته وو زر هلته وه پوهه
دلته وو شر هلته وه سوله
دلته شاتګ وو هلته پرمختګ وو
دلته ژړاوې وسوې، دلته لمبې پورته سوې
دیو نیمو جنازې پورته سوې، دلته دوسیې جوړې سوې
دلته زړونه مات سول د مینانـو خلکو
دلته لاسونه مات سول د بېوزلانو خلکو
چي په ګناه ککړ وو، هغه ټول پاته سول
په دې سودا ککړ وو، هغو شهرت پیدا کړ
په ناروا باندې یې دولت پیدا کړ
هغه مشهوره سوله د چا په قتل باندې
هغه بادوره سوله د چا په جبر باندې
هغه قتلونه، هغه وېرونه وکړل
څه ناڅه غټ غټ یې کارونه وکړل
زه پردېسي وخوړم، د چا زړګي وخوړم
خاص د ناځوانه ناځواني وخوړم
چي په «نصرت» باندې یې لاس بند وي د چا
نن په تنګسه کې ګېر یم
نن په تنګسه کې نېستي وخوړم
د یوه سړي ځواني وخوړم
د رقیب غوندي سړي وخوړم
زه یې ناکي کړم، جلا وس به مرګي وخوړم.
نصرت الله نصرت
۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.