یو څوک باید ولرې،
کله چې تۀ حمام کوې، د حمام دروازې تر شا درته ځانپاک په لاس ولاړ / ولاړه او نرمه مرکه (بنډار) درسره کوي او کله کله خپل د خوښې جامې یې هم درته راخیستې وي.
یو څوک باید ولرې،
چې د موبایل پر سکرین، کمپیوټر په ډیسټاپ، فیسبوک پر پاڼه، د وټساپ پر صفحه ستا تصویر ولګوي.
داسې څوک چې درپسې خفه شې،د موبایل شمېره دې راواړوي یا پر پرده لګېدلی انځور دې ښکل کړي.
داسې څوک،
چې د ټولو خصوصي و رسمي ادرسونو/ خزانو هر څه او هر څه ټول رمزونه یې یوازې ستا نوم وي .
یو داسې څوک باید ولرې،
چې په سجده کې وریاد/ یاده شې او په لپه کې یې دعا شې،د مکې مکرمې زیارت یو ځای درسره وکړي، د دې غم هم ورسره وي چې په هغه دنیا کې یې هم باید تۀ ملګرې/ملګری واوسې.
داسې څوک چې درته ووایي،
کور ته ناوخته مه راځه، حالات خراب دي، زما اندیښنه کیږي.
هو داسې څوک چې،
نه تنها ستا تر اوږې رسېدلي وي، بلکې ستا تر کارونو رسېدلي وي.
داسې څوک وې چې، ترخه قهوه یې د مینې په خوږو جوړه کړې څنګ ته دې کښېنې او ووایي، سبا دې ازموینه ده؟! راځه په ګډه سره درس ووایو او بحث پرې وکړو.
هو همداسې څوک چې،
سترګو کې دې ستړتیا وګورې، درته ووایي، ځه ته لږ استراحت وکړه، دوسیي دې ماته راکړه، او هو ریښتیا سر مې هم پرې راخلاص کړه، پاتې کار به زه پرې وکړم ان شاءالله سهار به یې پر مېز کار تمام وویني. اندېښنه مه کوه؛ چل به مې هم زده شي، نن مې هسې هم د کور کارونه دومره نه و. یا هم کله په راپور چمتو کولو کې درسره مرسته وکړي.
یو څوک باید ولري چې،
د سترګو ځلا یې بدن درسیځي خو د ایرو کیدو پر ځای د ژوند د زرغونیدو ډاډ دربخښي…
داسې څوک بايد ولرې،چې په سترګو پسې يي خپه شې
داسې څوک چې فقط وغواړې زړه سره يي نږدې څملې،خپلې سترګې وتړې او له زړه وخاندې.
داسې څوک چې ته ورته حقیقي جنت ووايي،او هغه ستا روح وي .
داسې څوک چې مخکې له دې چې ورته خپل درد ووايي هغه د له غږ نه پوه شي چې په کوم حالت کې يي.
داسې څوک چې تبه ستا وي
مګر پر وجود د هغې/ هغه درد وي.
داسې څوک چې غږ يي انرژي درکړي او داسې وي لکه مړی چې ژوندی شي
لکه مړۀ وجود کې د چې ساه وي .
داسې څوک چې تاته لکه خپل روح وي .
داسې څوک چې هيڅکله جرئت ونه کړې ورته دروغ ووايي
داسې څوک چې کله کوشش وکړې ورته دروغ ووايي تر ځانه خجالت شې.
داسې يو کس بايد ولرې چې بې د غږ لۀ اوريدو يي درته خوب درنه شي
او داسې يو څوک بايد ولرې چې ستا د وجود هغه برخې چې نور يي بدرنګې ګڼي،او زياتره وخت يي پټ کړي، لکه پر مخ تور بدرنګه خالونه، لکې،زخې،د ويښتانو بدرنګوالی …خو ته يي ښکل کړې او تر ټولو درته ښکلې هم ښکاره شي.
داسې يو څوک بايد ولرې چې سره له دې چې پوهيږې دوکه درکوي بیا هم ورياديږې،او بیا د هم يادوي.
او داسې يو څوک بايد ولرې چې تل يي په سترګو کې اوسې د يوې ثانيي په اندازه يي هم هير نه شې
داسې يو څوک بايد ولرې چې ستا نوم د ټولو پر وړاندې پر تخته وليکي، کله چې تفريح شي او زده کوونکي ټول بيرون ووځي نو هغه لا ولاړه وي شاوخوا وګوري چې څوک نه وي،غلې د له نوم نه مچکه واخلي ځان سره موسکۍ شي او بيرون ووځي.
داسې يو څوک بايد ولرې چې زړه يي درپسې درد وکړي،دومره درد چې نور يي طاقت ونه شي بیا بالښت غيږ کې کلک ونيسي او له سترګو يي اوښکې وبهيږي.
داسې يو څوک چې ويښتان ومينځې او هغه درياد شي.
داسې يو څوک بايد ولرې چې ددې لپاره درس ولولې څو ښې نومرې واخلې او هغه خوشحاله شي.
داسې يو څوک بايد ولرې چې د هرې خبرې په آخر کې درته وايي: «مينه درسره لرم»
او داسې يو څوک بايد ولرې چې لۀ ټول جهان او حتا ځان نه هم ډېر پرې ګرانه/ګران اوسې.
نو که یی نۀ لرې هسې د جهان اوکسيجن مصرفوې،هسې خوشې کیدو يي!!!!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.