مصنوعي غوښې (Cultured meat) څه ډول غوښې دي؟
مصنوعي غوښه هغه غوښه ده چې د حیواناتو له بدن څخه په مستقیم ډول نه اخیستل کېږي، بلکې د حجروي کلچر (Cell culture) له لارې په لابراتوارونو کې تولیدېږي. دا غوښه د څارویو د حجرو څخه د ځانګړو علمي تخنیکونو په کارولو سره وده کوي او د دودیزې غوښې بدیل ګڼل کېږي یا په بل عبارت کرل شوې یا مصنوعي غوښه ( هغه غوښه ده چې د حیواناتو د حجرو د اېن ویټرو (in vitro) حجروي کښت په وسیله تولیدېږي. دا د حجروي کرنې یا کښت یوه بڼه ده، .in vitro هغو آزموینو ته ویل کېږي چې پر ځای د دې چې پر ژوندي موجوداتو ترسره شي، د هغوی د بدن یوه برخه لکه حجرې یا نسجونه په لابراتوار کې په ځانګړي چاپېریال کې کرل کېږي.
مصنوعي یا کرل شوې غوښه ممکن د غوښې د تولید، د څارویو د هوساینې، د خوړو د خوندیتوب او د انسان د روغتیا اړوند چاپېریالي اغېزو پام وړ نړیوالې ستونزې هوارې کړي. په ځانګړې توګه، د اقلیمي بدلونونو راکمولو په برخه کې دپام وړ بدلون راوستلی شي ،
دمصنوعي غوښو دجوړولو اصلي موخه او هدف د دودیزې غوښې لپاره یو پایښت لرونکی بدیل برابرول دي ، څو د چاپېریال ساتنه، د څارویو هوساینه او د خوړو خوندیتوب ښه شي.ددې برخې پوهان په دې اند دي چې ددې غوښې په تولید کې د دودیزې غوښې په پرتله د کاربن ډای اکسایډ د اخراج کچه کمه ده او د اقلیمي بدلونونو د کمولو لپاره مرسته کوي او د غوښې تولید لپاره نور د څارویو د وژلو اړتیا نه وي، ځکه یوازې د حجرو څخه کار اخیستل کېږي.
په ۲۰۱۳ کال کې د مصنوعي غوښې لومړنی همبرګر د غوا د عضلاتي حجرو څخه جوړ شو چې د نړۍوالو پام یې ځان ته ورواړاوه هغه داچې د ماستریچ پوهنتون پروفیسور مارک پوسټ په مستقیم ډول له حجرو څخه د تولید شوې لومړنۍ برګر د جوړولو ثبوت وړاندې کړ او له هغه وخته راهیسې، د مصنوعي یا کرل شوې غوښې د رسنیو پام ځانته اړولی دی،
وروسته د سوپر میټ په نامه دغوښو کمپنۍ په تل ابیب کې د “چرګ” په نوم (له-کښت-تر-دسترخوانه رستورانت) پرانیست ترڅو د دغه “چرګ” برګر په اړه د مصرفوونکو او خوړونکو غبرګون وازمويي، حال دا چې “په نړۍ کې له حجرو څخه د کرل شوې غوښې لومړی سوداګریز پلور” د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د سینګاپور په یوه رستورانت “۱۸۸۰” کې ترسره شو، چېرته چې د امریکايي شرکت ایټ جسټ (Eat Just) له لوري تولید شوې مصنوعي یا کرل شوې غوښه وپلورل شوه.
په هرحال مصنوعي غوښه د حجروي کرنې له لارې تولید شوې غوښه ده چې د چاپېریال ساتنې، د څارویو هوساینې او د خوړو د پایښت لپاره یو مهم بدیل ګڼل کېږي ،خولا هم په دې برخه کې ځینې ننګونې او ستونزې شته او ډېر خلک لا هم په دې شکمن دي چې مصنوعي غوښه د خوړلو لپاره خوندي او طبیعي ده که نه.
زما په اند ښایي ډیر خلک به یې هم دعقیدوي او مذهبي باورونو له مخې هم خوړلو ته زړه ښه نه کړي .
(دیاد ژباړه او لنډیز)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.