غزل

مصطفی امن

27
په کتو کتو مې سپین د سترګو تور کړهٔ
یو تصویر و ستا ماجوړ ترې درې څلور کړهٔ
دهجران زخمونه هرڅومره که ډېر وو
ستا د یاد په مرهمونو مې ټکور کړهٔ
ما مې زړه کې درته باب دمینې پرانیست
تا مې ټول د ژوند بابونه رانسکور کړهٔ
زورور دې دی مقام ، منم ښایسته
چې وریتهٔ دې بلها ډېر زړونه په اور کړهٔ
د حقوقو د تبعیض مسله حل ده
تنها ښځې نه ، سړي یی هم په کور کړهٔ
جنتي هوا یی پریښې د کابل وه
په سره اوړي یی لوونه په لاهور کړهٔ
امن راغی ، رغول د زړونو پیل شول
دوه یی خپل وو ، دوه یی نور لاسونه پور کړهٔ
م. امن
16.11.25
https://af.dawatmedia24.com/?p=180668

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.