د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۲۸مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۵۷مه برخه
داځل په ټولنیزه مېډیا کې یوه بلډول ځانگړې ویدیو سره مخشوم، په ویدیو کې یوه پیغله یا مېرمن په غملړي غږ سره د یوې نرمې نغمې په ملتیا خواشینونکې لنډۍ زمزمه کوي، داسې چې ډېری لنډۍ د نجونو په حق کې د ټولنزو نابرابریو داستان بیانوي او د پښتني ژوند د نرواکې ټولنې د ظلمونو داستانونه په کې انځور شوي دي. په ویدیو کې له پیل نه ترپایه پورې یوعکس دی:

د عکس پر څنډه باندې «محدثه سندره» لیکلي دي، خو د عکس په بله څنډه کې د «سپوږمۍ» فیسبوکپاڼې نوم هم لیکلی دی. زه پوه نهشوم چې غږ چې لنډۍ زمزمه کوي د چا دی. ما له ویدیو نه څو لنډۍ راخوندي کړې، دا یې لینک:
https://www.facebook.com/reel/821138467426227
او تر لینک لاندې څو منتخبې لنډۍ دي:
د دلهگانو په اختیاریم
کیسې یې اورم، سترگې ښکته گرځومه
که په حجرو مې لالی مړسو
زه به ښېرې د کلي وړکو ته کومه
ترلیوني لالي ځارېـږه
تا د تربور خبرې څه لیدلېدینه
د مینېزور، د بادشاه زور دی
یاغيسرونه غلامۍ ته اړکوینه
دروازې پورې کړي، پناهشي
د مسلمان له دره تشهځولۍ وړمه
دېواله ټینگهتکیه راکړه
زه د بې ننگو له تکیې لوېدلې یمه
څوک به له خپله بخته جاروي
زه مې له خپله بخته لاړې توکومه
د ژوندانه رسۍ مې ډېرې
څوک مې له غاړې کشوي، څوک مې رېبینه
دا لنډۍ مې هم له داسې یوې ویدیو نه راخپلې کړې چې لکه د تېرې ویدیو په څېر یوه ښځینه په غمجن غږ سره، غملړلې لنډۍ د یوه نرم موزیک په ملتیا زمزمه کوي، ویدیو یوهدقیقه او دېرشثانیې ده او عکس پر څنډه باندې «محدثه سندره» لیکلي دي، دا لاندې یې لینک او راخوښېکړې لنډۍ دي:
https://www.facebook.com/reel/1180203280911806
پرمخ مې خړېخاورې تلې
نه یې مینځمه دلالي د فبردینه
یو دې د خپله نصیب کمی و
بله دې زه په نصیب کمه وختمه
اوس مې د زړه رضاگۍ نه سته
لالی دې لارې بدلوي، چې کومخواځینه
د یار سه دواړه برخې خوارې
دلته بېیاره، هلته دواړه دوزخونه
خدایه د غېـږې یار یې مړکړې
چې په پردۍ یارۍ کې تیـږې ټکوینه
د زړگي زور مې پاتې نهدی
یاره کیسې دې لنډوه، ستړې دې کړمه
نه سته د زړه مجال مې نهسته
چې په جانان پسې په زوره وژاړمه
وړکیه د زړه تکیه دې وسه
زما تکیه په بل سړي وسوهمیٔنه
ما ته مې خپل لالی راپرېـږدئ
نور مې په مړي ژوندي وشړئ میٔنه
دا هم د دې برخې لهپاره یوڅو نورې لنډۍ:
ستا یارانه د چتو ښکار دی
څوک چې د چتو ښکار کوي تش به راځینه
تر ما بل لوی کمعقل نهشته
دوه پرې میٔن وو دریم زه پرې میٔن شوومه
د مینې یار مې پۀ کار نۀشو
لۀ بېگانه خلکو بۀ څۀ گیله کومه
ما درتهوې بیا به مې پرېـږدې
تا راته وې پښتنې مور راوړی یمه
څه له پیدا شوم څه له لوی شوم
څه له مین شوم څه له اوښکې تويومه
ورور مې په بدو چا ته ورکړم
ترسپیوو بدژوند تېروم، مجبورهیمه
د مور له مینې صدقهشم
تبه زما وي، خوله د دې ړتلې وینه
ښه ده چې ستا له یارۍ خلاصشوم
ایله وزگارشومه، ژوندون به مې کومه
چې مازدیگر شي، غاړه راکړي
دا پاتې ورځ مې په انگار کې سوځوینه
چې لمر پناهشي، زړه مې لوېـږي
څوک مې یادېـږي، لیونۍچارې کومه
زه دې په بوی باندې پوهېـږم
له شامې پټ پرسترگو مهنیسه لاسونه
مازدیگر مهگوره، ما گوره
مازدیگر تل وي، زه به کله ـ کله یمه
زما پرې هسې نوم بدنام دی
د مازدیگر دیدن یې نورخلک کوینه
زه یې په مینه تومتي یم
لالی د بل په تمه شپې سبا کوینه
يار يې چاودنه کې سرکېښود
جينۍ د کلي لار څاري چې رابه شینه
په تابه کوم بنډار اباد وي
ما ته د زړه له درده نهراځي خوبونه
سترگه لوېده، کډه دې لاړه
چې سترگه لوېـږي، سترگې دواړه پټې کړمه
په لمر لویده کې دعا وکړه
نن ماسخوتن مې ورکوي چې پاتې شمه
که به مې یو ساعت هېرېـږې
د ځمکې سر دې راته سره سکروټه شینه
ملامت نهیې، چې رانهغلې
مـا ته مالوم دي د پښتو بدریواجونه
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.