مصنوعي ځیرکتیا

نصرت الله نصرت

27

مصنوعي ځیرکتیا یا(artificial intelligence)AI
داچي نړۍ ورځ تربلي دپرمختګ پرلور روانه ده علت یې موږ انسانان یو چي یو شمیر داسي وسیلي وسایل موجوړ کړي چي لومړئ یې جوړه وو اووروسته یې په ګټه او تاوان ځانونه پوه کوو، چي ښه بیلګي یې نني وسایط او پخواني وسایط(وسیلي) دي. پخوابه د موټر پرځای دتګ راتګ له پاره خلګو له یو شمیرحیواناتو څخه استفاده کوله چي دوخت په تیریدوسره یې د انسانانو په لاس بدلون وکړ، اوپرځای یې موټر، طیاره، بریښنا ، مبایل،(حرکت) کمپیوټر ماشینونه، بخارۍ وغیره … اونور زښت زیات وسیلي دانسانانو په لاس منځته راغلي.  داهرڅه د انسانانو هغه کمال وو چي اللهﷻ هم ټولو انسانانو ته ورکړی چي هغه زموږ انسانانو دیماغ ( ماغزه) دي فکر (سوچ) ده.
مصنوعي ځيرکتيا
د ورځني ژوند د ټکنالوژۍ له انقلاب څخه مصنوعي ځيرکتيا ده.
انسان تل غواړي چې خپل ژوند اسانه کړي، نو ځکه يې داسې وسايل جوړ کړي دي چې د انسان په شان فکر وکړي. مصنوعي ځيرکتيا هم همدا هدف لري.
مصنوعي ځيرکتيا داسې يو سيستم دی چې د انسان په شان فکر، تحليل او پرېکړه کولی شي. دا ټکنالوژي د کمپيوټر ساينس يوه مهمه برخه ده چې له لارې يې ماشينونه کولی شي زده کړه وکړي، معلومات تحليل کړي او ستونزې حل کړي.
د مصنوعي ځيرکتيا تاريخ د شلمې پېړۍ له نيمايي څخه پيلېږي. په ۱۹۵۰م کال کې د الان ټيورنګ له خوا د “ټيورنګ ټېسټ” وړاندې شو، چې موخه يې دا وه چې وښيي آيا ماشين کولی شي د انسان په شان فکر وکړي که نه. له هغه وروسته مصنوعي ځيرکتيا ورځ تر بلې پرمختګ وکړ.
مصنوعي ځيرکتيا نن سبا په ډېرو برخو کې کارېږي، لکه:
روغتيا، تعليم، سوداګري، ترانسپورت، امنيت او مخابرات.
د بېلګې په توګه، ډاکتران د AI له لارې ناروغۍ تشخيصوي، ښوونکي د زده‌کوونکو د زده کړې ارزونه کوي، او سوداګر د بازار تحليل کوي.
مصنوعي ځيرکتيا بېلابېل ډولونه لري، لکه:
محدوده مصنوعي ځيرکتيا، عمومي مصنوعي ځيرکتيا او فوق‌العاده مصنوعي ځيرکتيا.
تر اوسه زياتره کارېدونکې ډول يې محدوده مصنوعي ځيرکتيا ده.
مصنوعي ځيرکتيا ډېرې ګټې لري، خو ځينې ستونزې هم ورسره تړلې دي، لکه د کارونو له منځه تلل او د معلوماتو خونديتوب. نو ځکه اړينه ده چې دا ټکنالوژي په سمه او اخلاقي طريقه وکارول شي.

مصنوعي ځيرکتيا د انسان ژوند اسانه کوي، د وخت سپما کوي او د پرمختګ سبب ګرځي، خو بايد په سمه توګه ترې استفاده وشي.
مصنوعي ځیرکتیا د عبادالله(حمیدي) په دي لیکنه کي داسي په لنډ ډول سره پیژندلای سو.
دیوویشتمې پیړۍ دټکنالوژۍ ترټولو لوی انقلاب مصنوعي ځیرکتیاده. ځینې انسانان ترې ویریږي ، ځینې ورته خوشبینه دي اوځینې لاتراوسه تري خبر نه دې،. د مصنوعي ځیرکتیا د نامه په لوستلو مو په ذهن کي څه تېر شول؟ آیا دمصنوعي ځیرکتیا په هکله معلومات لرئ؟ که ځواب مو هو،.وي، ستاسو په ژوند یې څه اغېزه کړې ده? اویا په راتلونکي کي به څه اغېزه وکړي ? مثبتي اومنفي اغېزي یې څه دي ? موږ باید څه وکړو ترڅو زیانمن نه شو؟ په کومو برخوکي مصنوعي ځیرکتیا کارولی سو؟
لومړی به مصنوعي ځیرکتیا په لنډوکي تشریح کړو: مصنوعي ځیرکتیا په 1956 ز کال کي دیوې علمي څانګي په توګه رامنځته سوه. مصنوعي ځیرکتیا د ماشینونو ځیرکتیاده، که تاسو دانسان استدلال، منطق، ارزونې، سپړنې، تحلیل او د پریکړي وړتیاوي په یو ماشین کي  ځای پرځای کړئ د الګاریتمونو په مرسته دغه کړني ترسره کړي نو تاسې به له یوځیرک ماشین سره مخ وئ،. چي ترډیره بریده د انسان کار تر سره کوي خویو توپیر پکي دادی چي انسان د نوښت ځواک لري، خو ځیرک ماشین یوازي د الګاریتمونو په مرسته له شته ډاټا یامعلوماتو څخه په کار اخیستلو سره دانسان یادې سوې وړتیاوې تریو بریده ترسره کوي .
مصنوعي ځیرکتیا د ټکناوژۍ اړونده څانګه ده چي هدف یې د هوښیارو ماشینونو رامنځته کول دي داسي چي دهغو کارونو د ترسره کولو وړتیا ولري چي دانسان پوهي اوزکاوت ته اړتیا لري. مصنوعي ځیرکتیا په عمومي توګه هغو سیسټمونو ته اشاره ده چي کولای سي داسي کارونه ترسره کړي چي دانسان دځیرکتیا اړوند وي او هدف یې ده داسي ماشینونو جوړول دي چي وکولای سي دانسان په څېر فکر وکړي ، دانسان په څیر استدلال وکړي، یوشی زد کړي په خپله تصمیم ونیسي . مصنوعي ځیرکتیا هغه څه دي چي د مختلفو پیچلو ریاضکي او الجبري افادو څخه په ګټي اخیستني په یوه ماشین کي داسي شرایط چمتو کړي چي وکولای سي په مختلفو شرایطو کي د انسان په ډول منطقي چاري ترسره کړي.
د مصنوعي ځیرکتیا ماشینونه مخي له دي چي د یو کار له پاره چمتو سي باید دهغه کار اړوند مهارتونه وروښودل سي اوپه ماشین کي ثبت کړل سي ، ددي خبري اړوند یو مثال په لاندي ډول دی : مثلً موږ  غواړو د کروندي له پاره یوروباټ جوړکوو نوباید موږ د کروندي اړوند ټول معلومات ،. مثال ځمکه چیري اوڅنګه ده ? چاپیریال یې څنګه دی? هوایې څنګه ده? داوبو ترکیب یې څنګه ده? اوداسي نور معلومات باید په روباټ کي ثبت کړوترڅو هغه وکولای سي په خپله کاري ساحه کي دهغه په مرسته کاروکړي .
مصنوعي ځیرکتیا
دیو انسان غوندې فکر کوي.
منطقي فکر کوي.
د انسان په څېر عمل کوي.
په منطقي توګه کار کوي.

د مصنوعي ځیرکتیا ګټي او تاوانونه.
دغه ډول انقلاب  اونوښت به خامخا د انسان په ژوند اغېز ولري! دا بیا معلومه نده چي ددغې اغېزي پایله به ترکومه بریده مثبتې وي او ترکومه بریده به منفي وي? دانسان په ژوند کي هېڅ داسي پدیده شتون نه لري چي مطلقه ښه وي اویا مطلقه بده وي،. ساینس په ثبات او اعتدال څرخیږي،  مصنوعي ځیرکتیا هم په همدي ډول ده، د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره به دانسانانو ډیري ستونزي حل سي او همدا ډول انسانان به له ډیرو ننګونو  سره هم مخ کړي . ډیری دي ته اندیښمن دي چي ددغه ټکنالوژۍ په کارولو  سره انسان په تدریجي ډول له حذف سره مخ دی او دنړۍ په ګوټ ګوټ کي به ډیری انسانان د بیکارۍ له ناورین سره مخ سي. کارپوهان وایي مصنوعي ځیرکتیا کیدای سي د 80 سلنه دندو ځای ونیسي .
د نړۍ دیو شمیر پوهنتونونو استادانو اندیښنه ښودلي چي محصلین د مصنوعي ځیرکتیا له تازه جوړ سوي سافټویر د کورنۍ وظیفي په پوره کولو کي ناوړه استفاده کوي او همدارنګه په ازموینو کي نقل کولوته امکانان برابروي ، له ځینو ګټو او تاوانونو څخه یي یادونه کوو
ګټې:
د انساني تیروتنو کمول او دِقت زیاتوالی .
د خطرونو مخنیوی.
24 ساعته لاس رسی.
په نوو اخترعاتو کي مرسته کول.
بې طرفه پریکړي.
په چټکۍ سره لیکل کول.
دوخت او پیسو خوندي کول.
دوړاندوینې خورا لوړه وړتیا.
په اسانۍ سره د لوړي Dataتحلیلول د دندو په لوړولو سره د سرعت او مؤثریت زیاتوالی.
تاوانونه:
خلاقیت له منځه وړل.
بیکاري رامنځته کول.
دبې اخلاقۍ رامنځته کیدل.
په ټکنالوژۍ ډیر متکي کیدل .
دانسان سست او لټ اموخته کېدل.

خو زما په اند دا په انسانانو پوري اړه لري چي مصنوعي ځیرکتیا په څه ډول کاروي، پر مثبت لوري یې کاروي اوکه یې پر منفي اړخ تمرکز کوي . وایې کله چي د لومړي ځل له پاره دحساب ماشین جوړ سو،. نو ډیری ساینس پوهان په دي اند وو، که دحساب ماشین دټولو ګټي اخیستني ته وړاندي سي، نور د ریاضي ټغر ټول وانکیرئ! او ددي ماشین د جوړیدو پر وړاندي یې خپل توند غبرګونونه ښکاره کړو.
خو نن ورځ خبره برعکس ده،. د حساب ماشین کارونې نه یوازي د ریاضي ټغر ټول کړ، بلکي د ریاضي او الګاریتم په مرسته د انسان په ژوند کي دمصنوعي ځیرکتیا په نامه یو نوی انقلاب خپل څرک راښکاره کړ ، چي په یویشتمه پیړۍ کي یې ساری نه لیدل کیږي.
نن ورځ موږ کولای سو مصنوعي ځیرکتیا په بیلابیلو ډګرونو کي وکاروو، له صنعت او تجارت څخه نیولي بیاتر سیاسته پورې، په ټولو برخو کي خپله اغېزمنتیالري.

دChat GPT پیژندنه
ترټولو نوی ژبني ماډل (LANGUAGE MODEL)ده چي له دریو مخففو (GPT) څخه جوړ سوی دی، چي معنایي ده (Generative pre training )او مختاړی (Chat)یې ددوستانه کولو خبرو په معنا دی، دغه ترټولو نوی ژبني ماډل په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دی چي د( Open AI) ډلي لخوا جوړ سوی دی . اساساً جټ جي پي ټي یو Chat bot) دی چي په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دی او کولای سي ستاسو هرډول سوال ته ځواب ووایې. چټ جي ټي پي کولای سي بیلابیلي موضوعګاني حل کړي او هرډول پیچلي بحثونه په مختلفو تخصصي حوزو کي لکه طب ، انجینري ، اقتصاد، کمپیوټر، ساینس، فزیک، ریاضي ، ادبیات او نورو برخو کي درک او حل کړي د چټ جي پي ټي ځواب ویونکی روباټ کولای سي پیچلي او ګونګ مسایل حل کړي.
د (Chat GPT) له خدمتونو څخه داسي استفاده کولای سو چي لومړی باید د (Open AI) ویب پاڼې ته ورسو او (Chat GPT) په کي وپلټو، بیا وردننه سو اود(Try Chat GPT) تڼي کېکاږو که مو له دي وړاندي په( Open AI) سایټ کي اکونټ نه وي جوړ کړی باید لومړی په کي یو اکاونټ جوړ کړو او وروسته له (Chat GPT)څخه استفاده کولائ . د Chat GPT)حساب ته په ورننوتلو سره باید د (Log in) تڼي کېکاږو او که مو نوی ثبت نام کولو باید د (Sign up)تڼي کېکاږو اووروسته یې په  ډیره اسانۍ له خدمتونو ګټه اخیستلای سو.
دChat GTP تاریخچه
د لومړي ځل لپاره په (2022) کال کي د نومبر 30 خپره سوی ده او پر مخ وړونکي ډله یې (Open AI )ده د(++C)،     python او نور پروګرامینګ ژبو په مرسته لیکل سوی او جوړ سوی دی.
چي تر اوسه پوري یې 4،3.5 نسخي خپري سوي دي او ترنن ورځي پوري په پر مختلونکي ډول ورڅخه په زیاتیدونکي استفاده کیږي.
چټ جي پي ټي ولي دونه مشهور سو?
ولي دخلګو لپاره د خوښي وړ وګرځیدلو او کومي ځانګړني لري?
په منځني توګه هره ورځ تقریباً تر(13) میلیونه پوري فعال کاروونکي لري .
د چټ جي پي ټي ځیني ځانګړني
د کاروونکي دوستانه چاپیریال.
تخلیقي او غیري متوقع ځوابونه.
استعداد او ګټور توب.
دقیقیت.
وړیا.
یادونه:ــ له چټ جي پي ټي (Chat GPT) څخه کار اخیستل او تري استفاده کول هیڅ ډول پوهه نه غواړي او نه هم کوم ځانګړی مهارت ته اړتیا سته، بلکې په پوره راحتۍ سره ګټه تري پورته کولئ سی،. تاسو کولای سی هرډول پوښتنه تري وکړئ اوهرډول مرسته ورڅخه وغواړئ چي په څوثانیوکي یې درته علمي ځواب در کوي.
عبدالله (حمیدي) .

چټ جي‌پي‌ټي د مصنوعي ځیرکتیا له مهمو لاسته راوړنو څخه دی چې د انسان او کمپیوټر ترمنځ د خبرو اترو لپاره جوړ شوی دی. دا یو هوښیار سیسټم دی چې د لیکلې ژبې له لارې د انسان خبرې درک کوي او مناسب ځوابونه وړاندې کوي. چټ جي‌پي‌ټي د معلوماتو، زده کړې او پوهاوي په برخه کې د مرستندوی ملګري په توګه کار کوي او د ټکنالوژۍ په نړۍ کې ځانګړی ځای لري.
چټ جي‌پي‌ټي د OpenAI په نوم د څېړنیز بنسټ له خوا جوړ شوی دی. دا بنسټ د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ لپاره کار کوي څو داسې سیستمونه رامنځته کړي چې د انسان ژوند اسانه کړي. چټ جي‌پي‌ټي د ډېرو کتابونو، لیکنو او معلوماتي سرچینو له لارې روزل شوی، تر څو وکولای شي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه پوهه ولري او خلکو ته ګټور ځوابونه ورکړي.
د چټ جي‌پي‌ټي اساسي دنده دا ده چې د انسان پوښتنې ولولي، مانا یې درک کړي او بیا د خپلې زده کړې پر بنسټ ځواب وړاندې کړي. دا سیستم کولی شي درسي موضوعات تشریح کړي، ژباړې وکړي، لیکنې سمې کړي او د نوو مفاهیمو په زده کړه کې مرسته وکړي. د همدې ځانګړنو له امله، چټ جي‌پي‌ټي د زده کوونکو، ښوونکو او عامو خلکو لپاره یو مهم علمي وسیله ګرځېدلې ده.
که څه هم چټ جي‌پي‌ټي د انسان په شان خبرې کوي، خو انسان نه دی. دا احساسات نه لري او خپله پرېکړه نه کوي، بلکې د کمپیوټري ماډل له مخې کار کوي. د دې موخه دا ده چې سم، ساده او ګټور معلومات وړاندې کړي او د انسان د پوښتنو لپاره اسانه لارې برابرې کړي.

موزیلا کامن وایس
موزیلا یوه نړیواله غیر انتفاعي اداره ده چې د انټرنېټ د ازادۍ، شفافیت او د کاروونکو د حقونو د ساتنې لپاره کار کوي. دا اداره د دې لپاره رامنځته شوه چې انټرنېټ د ټولو خلکو لپاره پرانیستی، خوندي او د لاسرسي وړ پاتې شي، نه دا چې یوازې د څو شرکتونو تر واک لاندې وي. موزیلا باور لري چې انټرنېټ باید د عامه ګټې لپاره وکارول شي او هر انسان حق لري چې له ټکنالوژۍ څخه په ازاد ډول ګټه واخلي.
د موزیلا بنسټ د شلمې پېړۍ په پای کې رامنځته شو، هغه وخت چې انټرنېټ په چټک ډول پراخېده. د دې بنسټ موخه دا وه چې داسې سافټویرونه جوړ کړي چې ازاد وي، یعنې هر څوک یې وکولای شي وکاروي، بدل کړي او زده ترې وکړي. موزیلا د خلاصې سرچینې د مفکورې ملاتړ کوي او دا اصل د دې ادارې د ټولو پروژو بنسټ جوړوي.
موزیلا د فایرفاکس په نوم د ویب براوزر له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. فایرفاکس یو داسې براوزر دی چې د کاروونکو محرمیت ته ډېر ارزښت ورکوي او هڅه کوي خلک له ناوړه اعلانونو او پټ تعقیب څخه خوندي وساتي. د فایرفاکس تر څنګ، موزیلا نورې پروژې هم لري چې د انټرنېټ د امنیت، تعلیم او پوهاوي په برخه کې کار کوي.
د موزیلا یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې دا یوازې تخنیکي اداره نه ده، بلکې یو فکري حرکت هم دی. دا اداره خلکو ته د ډیجیټل سواد زده کړه ورکوي او هڅه کوي چې انسانان د انټرنېټ د سم، خوندي او مسؤلانه استعمال په اړه پوه کړي. موزیلا غواړي خلک پوه شي چې انټرنېټ څنګه کار کوي او څنګه کولی شي خپل معلومات او حقونه خوندي وساتي.
په پای کې ویلای شو چې موزیلا د ټکنالوژۍ او انساني ارزښتونو ترمنځ د اړیکې یو مهم مثال دی. دا اداره هڅه کوي چې انټرنېټ د پوهې، ازادۍ او برابرۍ وسیله پاتې شي. موزیلا د یو داسې راتلونکي تصور وړاندې کوي چې پکې ټکنالوژي د انسان خدمت کوي او د ټولنې د پرمختګ لپاره کارول کېږي.
په موزیلا فایرفاکس کې ژبې د یو منظم سیسټم له لارې اضافه کېږي، تر څو کاروونکي وکولای شي براوزر په خپلې خوښې ژبه وکاروي. دا کار د ژباړې د فایلونو او د ژبې د ملاتړ له لارې تر سره کېږي، او پښتو ژبه هم په همدې ډول ورزیاتېدای شي.
لومړی، د ژبې د زیاتولو لپاره د فایرفاکس تنظیماتو ته ننوتل اړین دي. کاروونکی د براوزر د مینو له لارې د ژبو برخې ته ځي او هلته د نوې ژبې د زیاتولو اختیار غوره کوي. فایرفاکس د نړۍ بېلابېلې ژبې ښيي چې له هغې څخه پښتو ژبه هم ټاکل کېدای شي. له ټاکلو وروسته، اړوند ژبنی فایل ډاونلوډ کېږي او براوزر په هماغه ژبه ښکاره کېږي.
د پښتو ژبې د رسمي ملاتړ لپاره یوازې د کاروونکي ټاکنه بسنه نه کوي، بلکې دا ژبه باید د موزیلا د ژباړې په سیستم کې بشپړه شوې وي. موزیلا د Pontoon په نوم یو انلاین پلیټفارم لري چې پکې رضاکار ژباړونکي د براوزر او نورو پروژو متنونه ژباړي. پښتو ژبه هم د رضاکارانو په مرسته پدې سیستم کې ژباړل شوې او لا هم د پرمختګ په حال کې ده.
هغه کسان چې غواړي پښتو ژبه موزیلا ته اضافه یا نوره بشپړه کړي، کولی شي د ژباړونکي په توګه ګډون وکړي. دوی د موزیلا د ژباړې پروژې سره یوځای کېږي، متنونه پښتو ته اړوي او د ژبې کیفیت ښه کوي. دا کار نه یوازې د پښتو ژبې د پراختیا سبب کېږي، بلکې پښتو ویونکو ته دا امکان برابروي چې انټرنېټ په خپله ژبه وکاروي.
که په لنډه توګه ووایو لکه نن چي ځینو ځوانانو د پښتو ژبي د بډایني له پاره کار شروع کړی او غواړي پښتو د AI ژبه کړي ترڅو ټکنالوژي هغه سمه وپیژني، دا ځوانان چي ځیني یې جهانداد جهاني، زبیح الله شفق، او ځیني نور فعال غړي دي.
نصرت الله نصرت
زابل، افغانستان

غمیزه څرنګه له منځه تلای شي؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.