ما مې د زړه دربار تړلی
لالی دې زنـــــې پښو ته نه راوړي لاسونه
څومره بېوسهلامبوزن یم
چې زه ولاړیم، جانان خړې اوبهوړینه
په دروازه کې مه درېـږه
د کلي وړوکي دې له کاره ویستيدینه
د مخهډوکي مې سپېره شول
د بېلتانه سیلۍ مې وچکړل اندامونه
د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ په نظر کې نیول شوې دي:
ته به په خپله هکحیران شې
که مې ښکاره کړل د زخمي زړگي داغونه
ما مې د زړه دربار تړلی
لالی دې زنـــــې پښو ته نه راوړي لاسونه
گودر کې جنگ د جينکو دی
د کولال لور په منگوټو ويشتلکوېنه
هسې دې زړه راباندې مهخوره
د زړهسکـونـهیـاره نهمې درکـویــنــه
څومره بېوسهلامبوزن یم
چې زه ولاړیم، جانان خړې اوبهوړینه
ټول مې د زړه پر سر راټول شوې
ميرات شې غمه، په خندا دې تېـــــــــرومه
د تهمتونو يار دې زه وم
د پتاسو دسمال دې بر کلي ته ځينه
د پلار پگړۍ مې پام ته راغله
پرون په تاپسې وتم، راستنه شؤمه
لاړې د بل د خولې سړی شوې
زه لیونۍ درباندې هسې نازېدمه
چې سات دې تېر وي، موږ دې هېریو
جـانـانــه دا عــادت دې خــونــد نــهراکــویــنــه
په دروازه کې مه درېـږه
د کلي وړوکي دې له کاره ویستيدینه
خپله دې چې نور رخصت یې
د پښېمانۍ اوښکې دې ولې پر مخ ځینه
پریارانه دې خاورېواوړه
څنگه دا وايي چې دې زه نه پېژنمه
زه چې کتاب په لاس کېې واخلم
ستا خماري سترگې مې درس ته نه پرېـږدینه
چې له کالنگ نه پسی تېـرې
ماذیگـری دهیدرسلیف مزهکووینه
په ما به ښې ورځې رانهشي
گډوډ خوبونه مې بیگاه لیدلــــــيدینه
د اباسین څپو ته گوره
داسې مې غم پۀ زهیرزړۀ څپې وهینه
سر رابهرکړه گرانه یاره
په سرهجوړه کې درته څوک راغليدینه
سزا د جُرم په مقدار وي
په تشکتو مې جانان سترگې ړندوینه
ولې مې سترگو کې تاویږې
ولې مې زړه درپسې دومره دردکوینه
جلۍ چې هرڅومره ښایسته وي
چې په بېننگوو باندې واوړي، خاورېشینه
جانان له مانه زړگیوړی
اوس پرې منکر دی، قسمونه راته کړينه
زما په تا سترگې خوږې شوې
ځکه مې واخېستل لههر چا نه لاسونه
دا بۀ د چا پۀ ځان پېرزو وي
چې تله واخلي پردی غم ځان ته تلینه
خدایه ډیورنډ په سیلاب یوسې
چې روژه ماتی د کابل په اذان شینه
کابل نړېـږي، ﺯړه ډوبېـږي
چي بيا جوړېـږي، ﺯه به تورې خاورې يمه
کابل ته لاړم جانان نه و
په پخوانو کوڅو کې ډير وگرځېدمه
د اباسین اوبۀ ونه څښې
د کابل جان نه پکې سرې وينې راځینه
پاس په کابل مې گل کرلي
زه په تورخم ولاړه يم، بوي يې راځينه
ژړا پر خپله ځوانۍ راشي
څومره په کبر مې ویل چې یار لرمه
درمل طبیب ته بېرته ورکړه
هغې ته یاد شو، چې رنځور ورپسېیمه
د بېلتانه احسان راپورې
ما د لالي په قدر وروـ ورو پوهوینه
د جانان سترگې مې یادېـږي
خوب کې چې راشي، نو گیلې راته کوینه
څوک چې په خپله ښائېسته وي
زرگـره ستا د گاڼـو څۀ پرواه لـريـنـه
ما خو لونگ کرلي نه دي
چې هره ورځ لونگین درجوړومه
ما څه لونگ کرلي نه دي
چې هر سهار به تاته من من درلېـږمه
اوښکې مې پرېـږدئ چی بهيـږي
نن مې غمونه پخواني ياد شويدينه
جانان مې ما ملامت بولي
خپله خطا په گناه نه حسابوينه
څنگه د نیمېلارې مل وې
نامرده زه دې په قسم وغولېدمه
زمـا بیخي زړگي نازک دی
چې څوک وطن رایادوي، ژړا راځینه
د پلار او زوی هدیره یوځای
د لور خو قبر هم پردي کلي کې وینه
خلک پۀ شور باندې ویښېـږي
ما د لالي خاموشي خوب ته نۀ پرېـږدینه
د مخهډوکي مې سپېره شول
د بېلتانه سیلۍ مې وچکړل اندامونه
زه مې له خپله یاده وځم
تا نه به څه گیله کوم چې هېر دې کړمه
د جانان سترگې مې یادېـږي
پۀ خوب یې وینم چې گیلې راته کوینه
په غم دې زه لړلى ګرځم
په تا اباد دي د پردو خلکو کورونه
د چا له زړه نه څوک خبر دي
د تشې خولې خندا خو هرسړی کوینه
څنگه د یوبل لیوني وو
څنگه مو واخیستل له بوبل نه لاسونه
پرون دې څومره دبدبه وه
نن دې شلېدلې جامې وینم، زړه مې چوینه
پرېـږده چې ځان له ملکه ورککړم
چې د بېنـنـكه اشـنـا ستـرگـې نـهویـنـمه
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.