لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۵۵مه برخه

آصف بهاند

28

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

 ۲۷مه‌برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۵۵مه برخه

 

 

د هدیرې په لور رانه‌شې

زه دې په ژوند کې په لمبو سېځلی‌یمه

 

ما ته د ویرې تاویز وکړئ

د لیوني پېریان پر ما راغلي‌دینه

 

زما د زړه پردېوالونو

ستا تصویرونه خدایي چاپ شوي‌دینه

 

ما نه په یوبنگړي خپه وه

اوس مې پرقبر درجنونه ماتوینه

د گڼو هغه ویدیوگانو له ډلې نه مې بیا څو ویدیوگانې ولیدلې او هغه لنډۍ چې نوې په نظر راغلې، راخوندي مې کړې، دلته یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

نمک‌حرام وختې یاره

په نیمه‌لار کې دې یوازې پرېښودمه

 

ما ورته واک د ځان ورکړی

ظالم اشنا مې د قصاب دوکان له وړینه

 

یاران دې دغه وعده وکړي

ما مسافر مړی به خپل وطن له وړینه

 

لوری د یار مې مالوم نه‌سو

پردو‌کوڅو کې پسې ډېر وگرځېدمه

 

د هدیرې په لور رانه‌شې

زه دې په ژوند کې په لمبو سېځلی‌یمه

 

خلک اخترمبارکي‌کا

د افغانانو بچیان خیر ټولوینه

 

په سترگو ړوند راپسې نه‌شوې

دا لباسي اوښکې د هرچا پرمخ‌ځینه

 

ستا به گیله له ما نه کېـږي

پرما پیرې د بېلتانه ولاړې‌دینه

 

ورته مې راز د زړه ښکاره‌کړ

کم‌عقل یار د خپل پردو د خندا‌کړمه

 

یار په یوه‌اشاره پوه‌شي

کم‌اصل غواړي د کوتکو گوزارونه

 

لباسي‌یاره خوښ مې نه‌شوې

ستا د لباس خندا له هرچا سره وینه

 

ما ته د ویرې تاویز وکړئ

د لیوني پېریان پر ما راغلي‌دینه

دا ویدیو څلوردقیقې او ۲۳ثانیې ده، سندرغاړی یې عبدالله مقری دی. ځینې لنډۍ تکراري وې او په یوه نیمه لنډۍ ځکه پوه نه‌شوم چې د تلفظ په وخت کې د اعلان په ډول یوه بل‌غږ یې ملتیا کوله. له دې خبرو سره هم ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندي کړې. دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/751340331096039

زما په ژوند کې چې رانغلې
بیا مې د قبر خوا کې مه ژاړه میٔنه

 

چې په ژوندونه دې خوشحال نه کوم
په اخرت به له تا څه خوشحاله شمه

 

ژوندون مې بې‌یاره تېرېـږي

ځکه بهېـږي مې د اوښکو بارانونه

 

نن مې بېلتونه په کور میلمه شو

په میلمستیا کې رانه یار جداکوینه

 

بېلتونه خدای دې ځوانیمرگ که

چې دې زما په مینه اور ولگاونه

دا ویدیو درې‌دقیقې او نهه څلوېښت ثانیې ده، د فضل‌قیوم او صاحب‌زاده په نومونو دوه سندرغاړي په کې ټپې زمزمه کوي او ما پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندي کړې، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1670864887220663

بلۍ ته وخېـږه، راگوره

لکه د مني میاشت کږه ولاړه‌یمه

 

دیدن کوه، مه‌منعه کېـږه

ملک‌له بډې ورکوه، نه‌شته مرگونه

 

زما د زړه پردېوالونو

ستا تصویرونه خدایي چاپ شوي‌دینه

 

له یو زړگي نه بل ته لار وي

ته زما خوښ یې ستا به ولې بدې‌شمه

دا ویدیو ټوله دري‌پنځوس ثانیې ده، سندرغاړی یې نامالوم دی او ما له همدې لنډې ویدیو نه دا څلور لنډۍ راخپلې کړې، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1477295077253931

 

دا لاندې لنډۍ مې له یوې ویدیو نه راولیکلې چې دوې‌دقیقې او شپاړس‌ثانیې ده، سندرغاړي یې زه نه پېژنم، خو په لنډیو کې یو سندر غاړی د عرب گل نوم یادوي: «له عرب‌گل سره جوړه مصرې کومه»

 

د چا دادا به ورته ټینگ شي

پرگلابي شونډو د ژبې‌سر وهینه

 

گلاب چې مړاوی شي رژېـږي

سترگې چې مړاوې شي، ملکونه ورانوینه

 

د پیرمحمد خاطر له‌پاره

له عرب‌گل سره جوړه مصرې کومه

 

https://www.facebook.com/reel/2436477643438946

ما ته لړم په سگرت کېـږده

کم‌زوري‌بنگ دې د یارغم نه‌کموینه

 

سترگې مه‌تړئ چې مړشم

گورم چې څوک مې ترلحد‌پورې راځینه

 

مرگی خو حق دی، یه مورجانې

بېگاه نه وروسته مې سا لنډه، لنډه‌شینه

 

ما نه په یوبنگړي خپه وه

اوس مې پرقبر درجنونه ماتوینه

 

چې مې په تورلحد کې پټ‌کړي

تــرکــوره تـلـل بـه دې بـلا‌وژړویـنـه

 

پاسنۍ لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راخوندي کړې چې خلک په یوه ازاده فضا کې غلي ناست دي، سندرغاړی سوې لنډۍ زمزمه کوي، خو له بده‌شامته چې د ویدیو وروستۍ برخه کې غږ ورکېـږي. ویدیو درې‌دقیقې او پنځوس ثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/1159755133006987

د سترگو تورلالی مې نه‌شته

خلکو پر ورانه‌بلۍ چا ته ودرېـږمه

 

زما د زړه په څړیکو نه‌ده

د خپلې‌گوتې په درد کلي خبروینه

 

بېلتونه دې داسې احساسېـږي

لکه چې گوته دروازه کې بنده‌شینه

 

زما په حال خبره‌خدایه

جانان زما په حال خبرکه چې راځینه

 

بیا د سهاربانگونه وشول

غمه اوږو ته مې راخیژه چې دې وړمه

دا لومړنۍ ویدیو ده چې یو تن پرته له موزیک نه یوتن په ترنم سره لنډۍ زمزمه کوې، ویدیو یوه‌دقیقه او اته‌لس ثانیې ده، ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوني کړې، دا یې لینک دی:

https://www.facebook.com/reel/862203756248962

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۵۴مه برخه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.