د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۲۶مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۵۴مه برخه
د نویو لنډیو راخوندي کولو په لړ کې مې گڼشمېر نورې ویدیوگانې هم له نظره تېرېکړې. په دې ویدیوگانو کې هم سندرغاړو لنډۍ زمزمه کړې دي، ځینې لنډۍ یې تکراري وې، د ځینو په تلفظ باندې پوه نهشوم، ځکه مې راخونديکولو ته زړه ښه نهکړ او هغه شمېرلنډۍ چې نوې وې، را خوندي مې کړې. دلته یې د معلوماتو په ملتیا له تاسو درنو لوستونکو سره شرېکوم:
ډېر مې یادېـږې کابلجانه
په زړه مې گرځي ستا د جگوغروسرونه
پردي وطن کې عزت نهشته
عزت د هرسړي په خپل کلي کې وینه
وطن په خلکو ښایسته وي
چې خلک نهوي، کنډوالې ښکاري کورونه
د ملالو پېغلو وطنه
ستا دوښمنان به ارمانجن قبر ته ځینه
څنگه په سرولمبو کې وسوې
د پیسو وږو دې نن خرڅکړل تاریخونه
د ننگیالیو پاکېخاورې
بېننگان تښتي، کډېبار ولاړېدینه
د احمدشاه غازي وطنه
ستا دوښمنان به د تاریخ کندو ته ځینه
مرگی دې راشي، ما دې واخلي
خدای مې دې ستا د در احتیاج نه وساتینه
د خدایلعنت دې پر هغو شي
چې په پیسو یې ننگ ناموس خرڅ کړیوینه
راځئ شخصيدوښمني پرېـږدو
پښتنو ورکړئ د ورورۍ سره لاسونه
پاسنۍ لنډۍ مې «د پښتانه شمله» نومې پیج کې له یوې خپرې شوې ویدیو نه را اخیستې دي، خو سندرغاړی یې ما ونهپېژانده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1584901305981427
د ښایستو سترگو خاونده
سلامکوه، سلام به زه درتهکومه
د سترگو غشي دې تېره دي
ښایستهجانانه پرېکوې د زړه رگونه
د شنه اسمان ستورې گواه دي
ما د جانان له غمه ډېرژړليدینه
جانانه ستا قسم یې راکئ
رقیب ویل چې یار دې څهویليدینه
ته که هوښیار یې، که ناپوه یې
بلا دې واخلم تر هرچا دې گرانومه
ما د غوړانو یاري کړې
اوس د بدرنگو یاري خوند نهراکوینه
دا لنډۍ مې هم له داسې یوې ویدیو نه راخوندي کړې چې څلوردقیقې وه او سندغاړی مې یې ونهپېژاند، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1780119582660008
خالونه درې پر زنه کښېـږده
ستا به ښکلا شي، زما به مینه ماتهشینه
د میٔن زړه دومره نازک دی
ټوله خپگان یې پر زړگي راوړي گردونه
په دا دوهدرو ورځو کې یاره
رخصت به اخلمه، دېدن لره درځمه
جانانه سترگې دې کوربان سم
سترگې دې ډېرې محبت نه ډکېدینه
جانان په مینه کې ناکام سو
له ډېره شرمه خوله پرما راغورځوینه
څلوردقیقې او اته ثانیو ویدیو نه مې ایله پنځه لنډۍ راخوندي کړې، سندرغاړی مې ونهپېژاند. دا لاندې د یادې ویدیو لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1367381041396377
پاس پر سینه راته ځایجوړ که
ما لیوني ته بلځای خوب کلهراځینه
په شنهزړوکي دې مینشوم
که د سینې په منځ دې ځایراکېمینه
د لونگین مېرمن ته وایه
زما به شپه بېگاه ته ستا کلي کې وینه
بیلتون په هرچا میلمه کېـږي
ما ته چې راشي د کال ډهډه واچوینه
په مخه مهراځه شرمېـږم
اول د تا وم، اوس مې بل درگاه ته وړینه
مځکې ته ټیټشه، خاورې چَپکه
لایـق دې نـهیـم، پـاکالله درکــړېیـمـه
په هغه شپه به زلزلهوي
چې بوډا تاوکړي د وړېجلۍ لاسونه
دا اوه لنډۍ مې له داسې ویدیو نه راځوښې کړې دي چې اتهدقیقې او نونسثانیې ده، په ځینو برخو کې غږ بندېـږي، ځکه پرې پوه نهشوم. د سکرین پر مخ د استاد منور او سیدمحمد نومونه لیکلي دي، خو غږ ټرپایه د یوتن ده او د استاد منور غږ په کې نهشته. دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1256990296430430
نوره مې هېڅبیماري نهسته
د لیلا توروسترگو نیمخوړلی یمه
جانانه راشه رب د پاره
د خپل بیمار مجنون دې واوره فریادونه
لالیه څومره پرماگران یې
زما ایمان یې عبادت به دې کومه
لیونۍ ستا په انتظار کې
په لار کې ناستیمه، د غم ژړاکومه
جانانه ته چې چېرته اوسې
پر هغه ځای دې بېاوبو وشي گلونه
دا ویدیو چې درېدقیقې او اتهویشت ثانیې ده، یو نارینه او یوه مېرمن په نوبت سره لنډۍ زمزمه کوي. ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندي کړې. دا د یادې سندرې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/900917134783356
بیا هم عبدالله مقری:
د هغو سندغاړو په ډله کې چې لنډۍ یې د موسیقي په څپو کې زمزمه کړې دي، ترټولو فعال او د ټولنې، خلکو او وطن په غملړلی سندرغاړی همدا عبدالله مقری دی چې د ټولنې نیمگړتیاوې په نښه کوي، د ظالمانو له ظلمونو نه پرده پورته کوي او ستونزو ته حللارې لټوي، دا لاندې لنډۍ یې د همدې مدعا نورې بېلگې دي:
https://www.facebook.com/reel/858874663296592
نه د وطن، نه ایمان غمخوري
هرسړی زوروهي، پیسې پیداکوینه
چوپهخوله مهکینه، بیدارشه
هروطن جارشه، چې یادگار دې پاتېشینه
مرگی خو حق، اخر به مړشې
خو داشې کړشه، چې ژوندي دې یادوینه
په هرمجلس کې به یادېږي
لکه رحمن چې ملایان تل یادوینه
یا ملنگجان شه، یا خوشحال شه
چې پښتانه دې په نامه فخرکوینه
که میلیونر د زمانې شې
هرڅه به پاتې شي، ترېوړي به تشلاسونه
راځه وطن ته خدمتوکړه
چې پښتانه دې په مسرو کې یادوینه
له مجبورۍ مې وطن پرېښود
لکه کوچی هرهمیاشت مېنه بدلومه
ته د وطن یخېاوبه څښې
ما نه پنجاب گرمي پوټکي بېلوینه
هغو چې سر په وطن ورکړو
نن یې بچیان کوڅو کې خیرټولوینه
ډېر دې مجبور کړمه قسمته
هلته دې راوستم، چې نه ورته راتلمه
ترڅو به دا دغم جگړې وي
څو به په موږه خارجیان لوبې کوینه
یوخوا له غره مرمۍ راوري
بلخوا بچیان د کابل، خیرټولوینه
تل بې په کورمیلمان ناست وو
نن هغه خلک خپله خیرټولوینه
داسې بېرحمه زمانه شوه
یوورته ژاړي، بل یې کور تالا کوینه
پنځهوشپـږکورونه پرېـږده
داسې زویمړي شته، ښارونه لوټوینه
سهار بې نفل وظیفه کړو
د ماښامي بې لوټول پردي کورونه
داسې یې زموږ بړستې یوړې
لکه چې موږ یې د بابا قرضداره وونه
پخوا به غلو په شپه کې غلاکړه
اوس په رڼاورځ لوټوي د بل مالونه
او پردي سلکوره یې ورانکړل
ځانتې بلډنگ جوړ کړ، اوس ژوند پهکې کوینه
قلم مې بیا گوتو کې واخیست
زړه او ماغزه مې بیا په جوشراغليدینه
که له نږدې مې لیدای نهشې
له لرې، لرې خو رالېـږه سلامونه
له هوښیارانو خلک گیلېکړي
له لـېـونـیـانـو خـلک لارې چـپـویـنـه
تله راواخله بیا مې تول کړه
که ترپخوا نه یوخورد سپم وم، بیا منمه
تربورگلوي راسره مهکړه
پردیوطن دی اشنا ډېر پرېښانه یمه
له مسافرو سره ښه کړه
د مسافرو ښېرې کلي ورانوینه
هر وخت مې مهتلئ ملگرو
د قصابانو منځ کې گیر، شپېتېرومه
خدای مهربان باران به وسي
بیا به په وچوویالو شنې اوبه راځینه
کړېوعدې دې راله یادشي
لکه مسرو کې چې گیلې درته کومه
پر زړه به لو ډبره کېـږدم
سوالگر خو نهیم چې زارۍ درته کومه
ما ویل ترمرگه به یاري وي
ته د نیمه لارې ملگری وې ظالمه
نوي یاران دې پیدا کړي
ځکه له موږ زړو دې واخیستل لاسونه
په پاسنیو لنډیو کې د ټولنې عیني ستونز انځور کړای شوې دي، داسې ستونزې چې هره ورځ او هر ساعت خلک ورسره لاسگرېوان دي، په ویدیو کې عبدالله مقرۍ سوځنده لنډۍ وايي. دا ویدیو اوهدقیقې او پنځهثانیې ده او ما پاسنۍ لنډۍ وره راخوندي کړې دي.
https://www.facebook.com/reel/1594591984866361
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.