د پخوانيو سياسيونو د اېتلاف اړوند

نصيراحمد څپاند

65

د افغانستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو له لوري د ګډ دریځ تر اعلان وروسته، د نوي جوړ شوي اېتلاف په اړه پراخ سیاسي بحثونه راپورته شوي دي. دا اېتلاف، چې د «ملي مشارکت» او «سیاسي ثبات» شعارونه وړاندې کوي، د مختلفو سیاسي څېرو او شنونکو له لوري له شک او پوښتنو سره مخ شوی دی.
شنونکي په دې باور دي چې که څه هم د اېتلاف جوړوونکي د ټول‌ګډې اجماع خبرې کوي، خو د اېتلاف په شا کې نه یوه روڼه تګلاره لیدل کېږي او نه هم د عملي همغږۍ کوم مشخص میکانیزم. د دوی په وینا، د افغانستان د سیاسي واقعیتونو په کچه شونې ده چې هر اېتلاف هغه وخت بریالی شي چې ګډ اهداف، واحد دریځ، منظم جوړښت او د عمل وړ برنامه ولري. خو د اوسني اېتلاف په اړه دغسې اساسي پوښتنې لا هم بې‌ځوابه پاتې دي.
منتقدین بیا ټینګار کوي چې د تېرو دوو لسیزو تجربه ښيي چې په هېواد کې ډېری سیاسي اېتلافونه «کاغذي جوړښتونه» ثابت شوي؛ داسې جوړښتونه چې زیاتره د شخصي نفوذ، ډلېزو محاسبو او لنډمهالو سیاسي موخو پر محور ولاړ وي. له همدې امله، دا ډول اېتلافونه د اوږدمهاله او پایدار سیاسي بدیل په توګه نه⁧شي راڅرګندېدای.
خو په مقابل لوري کې یو شمېر کارپوهان د هر ډول سیاسي همغږۍ رامنځته کېدل د سیاسي چاپېریال د تنوع لپاره ضروري ګڼي. دوی باور لري چې که همغږي د ملي ګټو پر اساس وي – نه د شخصي، قومي، سمتي او تنظيمي غوښتنو پر بنسټ – نو کولای شي د ثبات او سیاسي تحول لپاره یوه مثبت لاره پرانیزي. د دوی په اند، هغه اېتلافونه چې په غیر متجانسو، بې‌واحده لیدلورو او وارداتي ایډیالوژیو ولاړ وي، له پیله د بې‌ثباتۍ او ناکامۍ له خطر سره مخ وي.
کارپوهان زیاتوي چې د سیاسي اېتلافونو واقعي اغېز هغه وخت څرګندېدای شي چې پر زور، مقابلې او د نظام پرزولو تمرکز ونه لري، بلکې د تعامل، ملي ډیالوګ او د اصلاح لارې ته لومړیتوب ورکړي.

څنګه دکاري ټیم اړیکې ښه کړو او سختې خبرې اسانه کړو؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.