په ډېرو ادارو کې خبرې په بیړه کېږي. د کار فشار خلک دې ته اړ باسي چې له پوره پوهېدو مخکې ځواب ورکړي. خو پلټنه (Curiosity) دا حالت بدلوي او سختې خبرې نرموي.
ولې د “دا به څنګه کار وکړي؟” پوښتنه اغېزمنه ده؟
د “ولې؟” پوښتنه د نیوکې احساس پیدا کوي.
د “دا به څنګه کار وکړي؟” پوښتنه د ګډ فکر او ګډ حل فضا رامنځته کوي.
دغه پوښتنه:
احساساتي فشار کموي
وضاحت زیاتوي
دواړه لوري روښانه تفاهم ته رسوي
ولې پلټنه د ټیم اړیکې پیاوړې کوي؟
په ادارو کې ډېری خلک داسې فکر کوي چې ژر ځواب ورکول وړتیا ښيي، خو دا چلند د خبرو کیفیت کمزوری کوي. پلټنه بیا:
خبرې ورو او منظموي
د اورېدو کیفیت لوړه وي
خلکو ته د ارزښت احساس ورکوي
د وېرې او شرم کچه راکموي
کله چې د ادارې رهبرۍ د کارکوونکو خبرې په رښتینې توګه واوري، ټیم ځان خوندي، بااعتماده او ارزښتمن احساسوي.
پلټنه د اړیکو مهارت څنګه پیاوړې کوي؟
دا مهارت په کوچنیو عادتونو جوړېږي:
له ځواب مخکې څو ثانیې تم کېدل
خلاصې او وضاحت ورکوونکې پوښتنې کول
د مقابل لوري د اندېښنو د ښه پوهېدو لپاره وضاحت غوښتل
کله چې نظر ته ارزښت ورکړل شي، ټیم نوښتګر، همکار او خلاصفکره کېږي.
پلټنه څنګه روښانه فکر قوي کوي؟
پلټنه:
تمرکز لوړوي
مهم معلومات راټولوي
پټې او مهمې نقطې څرګندوي
د دماغ د وېرې برخه اراموي
کله چې ویره کمه شي، خبرې رغنده کېږي، فکر نرمېږي او پرېکړې ښه کېږي.
مشران څنګه اړیکې ښه کولای شي؟
د مشر د خبرو طرز د ټیم د کار کولو فضا ټاکي:
که مشران په بیړه ټینګار وکړي، کارکوونکي هم په بیړه ځواب ورکوي.
که پوښتنو او فکر ته ارزښت ورکړي، ټیم ژور فکر ته هڅول کېږي.
کله چې پلټنه د ټیم کلتور شي:
بدفهمي کمیږي
خبرې اسانه کېږي
دفاعي چلند کمېږي
غونډې اغېزمنې او هدفمندې کېږي
ټیم د بحث د ګټلو پر ځای د یو بل په درک کولو تمرکز کوي.
ادارې څنګه د پلټنې کلتور جوړولای شي؟
په کوچنیو ګامونو سره:
له کارکوونکو پوښتنه کول چې معلومات یې څنګه راټول کړي
د غونډو په پیل کې د نوې تجربې یا مشاهدې شریکول
د هغو ټیمونو ستاینه چې ښه پوښتنې کوي او منطقي پایلې وړاندې کوي
په هغه چاپېریال کې چې خبرې په بیړه کېږي، پلټنه تر ټولو قوي وسیله ده:
خبرې نرموي، وضاحت زیاتوي او سخته فضا اسانه کوي.
سرچينه:Forbes.com
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.