د ذهن مدیریت (د ښه ژوند لپاره اړین ګام)

نصيراحمد څپاند

65

د ورځنیو بوختیاوو، ټولنیزو فشارونو او د معلوماتو د نه‌تمېدونکي سیلاب له امله د انسان ذهن دومره بوخت شي چې کله ناکله حقیقت له خیال، او اصلي اړتیا له لنډمهاله غوښتنې نه جلا کول سخت شي. روڼ او ارام ذهن کوم فطري استعداد نه دی، بلکې داسې مهارت دی چې هر څوک یې زده کولی شي. دا مهارت انسان سره مرسته کوي چې نړۍ ته په دقیقه، آرامه او باخبره سترګه وګوري او سم او منطقي تصمیمونه ونیسي. روڼ ذهن یوازې د ژوند کیفیت ښه کوي نه، بلکې انسان د رواني او فکري توازن خواته هم وړي.
۱- ځان پېژندل: د ذهن شفافیت لومړی ګام
ډېری زموږ ګډوډ فکرونه د نړۍ له پیچلتیا نه، بلکې له دې راټوکېږي چې موږ له خپلو اړتیاوو، وېرې او باورونو څخه بشپړ خبر نه یو. کله چې انسان ونه پوهېږي چې په ژوند کې ورته څه ارزښت لري، ذهن یې په اسانه د خلکو د توقعاتو او ټولنیزو مقایسو تر اغېز لاندې راځي. ځان پېژندنه له انسان سره مرسته کوي چې اضافي فکرونه لرې کړي او پر هغو شیانو تمرکز وکړي چې ورته په رښتیا مهم دي.
دا کار د ورځني لیکلو، له ځانه سره د ارام خبرو کولو، یا له باخبره او پوه کسانو سره د مشورې له لارې ترلاسه کېدای شي.
۲- د ذهن ورودی مدیریتول
ذهن د یوه لوښي په څېر دی؛ څه چې ورواچول شي، هماغه ورته پاتې کېږي. د تل‌پاتې خبرونو څارل، بې‌هدفه په ټولنیزو شبکو ګرځېدل او ناسالمې اړیکې ذهن ګډوډوي او د منطقي فکر وړتیا کموي.
که غواړو سمه نتیجه ولرو، باید د ذهن ورودی پاک وساتو:
د بااعتباره سرچینو مطالعه،
له مثبتو او پوه کسانو سره ناسته،
او د منفي محتوا لپاره د وخت محدودول.
انسان ته کله ناکله سکوت او له معلوماتو لنډمهاله لېرېوالی تر ټولو ښه درمل وي.
۳- د قضاوت پرته مشاهده کول
اکثره وخت موږ حقیقت نه وینو، بلکې هغه تفسیر وینو چې زموږ ذهن له مخکې جوړ کړی وي. دا بېړه‌ناک قضاوتونه زموږ د موضوع د سم درک مخه نیسي او غلط تصمیمونه راټوکېږي.
که زده کړو چې شیان هماغسې ووینو لکه څنګه چې دي، نه داسې لکه څنګه چې موږ یې غواړو، نو واقعیت به په ښه ډول درک کړو. دا مهارت په نوو اړیکو، د کار په مسایلو او حتی د شخصي ستونزو په حل کې ډېر مهم دی.
۴- ذهن‌آګاهي (Mindfulness)
ذهن‌آګاهي دا ده چې په همدې اوسني لحظه کې حاضر اوسې، او خپل فکر د تېرو پښېمانیو یا د راتلونکي د وېرو له منځه راوباسې. ساده تمرینونه لکه ژوره ساه اخیستل، لږ مدیتیشن، یا یوازې د چاپېریال غږونو ته دقت کول، ذهن پاکوي او تمرکز زیاتوي.
کله چې انسان ذهن‌آګاه شي، نور په بېړه او احساساتي ډول عمل نه کوي، بلکې ژور او ارام فکر کوي.
۵- د خیال او واقعیت بېلولو وړتیا
انسان طبیعتاً د هرې پېښې لپاره په ذهن کې کیسې جوړوي؛ کیسې چې ډېر وخت له واقعیت لرې وي. وېره له راتلونکي، د خلکو د نظر پروا، یا ناسم بدبیني اکثره د همدې خیال‌بافۍ پایله ده.
له ځانه دا ډول پوښتنې کول دې ستونزې ته دروازه بندوي:
واقعاً مې د دې فکر شواهد کوم دي؟
بل ډول تعبیر هم شونی دی؟
دا طریقه انسان منطقي او آرام فکر ته نږدې کوي.
۶- منظم ژوند او هدفمند پلان جوړونه
ذهني شفافیت هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان واضح او سنجول کېدونکي هدفونه ولري. پلان جوړونه د وخت نظم راولي، ذهن له ګډوډۍ ژغوري او انرژي د بې‌ارزښته کارونو پر ځای په مهمو چارو لګول کې مرسته کوي.
پلان لرل د فشار کچه راکمولای شي او انسان ته د ژوند د کنټرول احساس ورکوي.
۷- د بدن او ذهن اړیکه
روڼ ذهن پرته له روغ بدن نه جوړېږي. کافي خوب، ښه تغذیه او منظم فزیکي فعالیت د ذهن په فعالیت مستقیم اغېز لري. ستړی مغز یا بې‌تحرکه بدن نه شي کولای ژور فکر وکړي. د بدن پاملرنه د ذهن د آرامۍ او وضاحت لپاره بنسټیزه ده.
پايله کې ويلي شو کله چې موږ دا مهارتونه تمرین کړو او سالم ذهني عادتونه جوړ کړو، د شفاف، قوي او واقع‌بین فکر څښتنان کېږو. داسې فکر چې زموږ د ژوند په چارو کې ګټور وي، زموږ د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، او موږ ته یو منظم، سالم او باخبره ژوند رامنځته کړي.

نوې کاري اخلاق: د نننیو کارکوونکو پنځه مهمې او ارزښتمنې ځانګړنې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.