مجاهد: له پاکستان سره سوداګریزې لارې به له قوي اطمینان ورکولو وروسته پرانیستل کېږي

32

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستې په اړه خپل دریځ یو ځل بیا تکراروي او دا لارې به هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي کله چې د دغه هېواد له حکومته قوي اطمینان ترلاسه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د تجارتي لارو د پرانیستې په اړه خپل دریځ یو ځل بیا تکراروي.

هغه زیاته کړې، لکه څنګه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او ترانزټ لارې د پاکستان لوري له خوا په غیرقانوني ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه وتړل شوې، د دواړو غاړو ولسونو ته یې جدي زیانونه ورسول.

مجاهد وایي: «دا چې افغانستان د خپل ضرورت وړ توکي له ګڼو نورو هېوادونو څخه پوره کوي، نو اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او دواړو لورو ته د ولسونو د هوسایۍ او باعزته تجارت په خاطر له پاکستان سره سوداګریزې لارې به هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي، کله چې د پاکستان له حکومت څخه قوي اطمینان ترلاسه شي څو په راتلونکي کې دغه لارې د سیاسي فشار، غیرقانونې استفادې او ولسونو د ځورولو لپاره ونه تړل شي او د دواړو هېوادونو د تجارانو او خلکو حقونه خوندي پاتې شي.»

دا په داسې حال کې چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره د تورخم او چمن دروازې پرانیستې دي.

پاکستان شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ترانزیټي لارې په یو اړخیز ډول وتړلې، ورپسې اسلامي امارت د روان کال د لړم په ۲۱مه له پاکستان سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوه غونډه کې له صنعت‌کارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان د سوداګریزو لارو پر ځای له بدیلو لارو کار واخلي. د هغه په وینا، پاکستان په وار وار د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې او اوس هم تړلې پاتې دي.

هغه زیاته کړې چې یاد هېواد له سوداګریزو او بشري مسایلو د سیاسي اهدافو لپاره کار اخيستی چې په پایله کې د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعت‌کاران زیانمن شوي دي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.