لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۵۲مه برخه

آصف بهاند

37

 پر زړه دې غم د جانان پروت دی

د مخ‌ځوانکې دې صفا وایي حالونه

 

د افغانانو مرگ دې نه‌وي

د پنجابیانو مرگ دې اوړی ژمی وینه

 

چغې وهي غږیې څوک ناوري

نامرده ورونه خور په بدو ورکوینه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ برابرې شوې دي:

 

راځه له بلې دی خبرکم

یو مې لیده ښځې تې سر ږومنځ‌کاونه

 

زه دئ په شنو سترگو میٔن یم
قسم په خدای دی بل ځای خوند نه‌راکوینه

 

زما د هیلوبڼ خو ته وې

تشو مېرو ته دې یوازې پرېښودمه

 

زړكی له ما نه چېرې ورک دی

په یار مې شک دی، غلچکۍ سترگې لرینه

 

زړه درکوم، توکل پرخدای دی

یا به دې یارکم، یا به خورمه تیندکونه

 

زړه درکوم، زړگی دې راکه

پرته له دې مې په‌کار نه‌دي، دیدنونه

 

زړه‌مې د ننه راته ژاړي

بدنامې سترگې دي، چې اوښکې تویوینه

 

زما خرچې به پوره نه کړې

په سرکاري تنخواه دي مه کوه نازونه

کاغذ لیکلی ترېنه واخلئ

سیاست‌کار د دې زمان دی، ټگ به وینه

 

که ستا یاري مې یاري نه‌کړه
دوکان به خلاص کړم، کورکمن به خرڅومه

 

نه به غنم من په روپۍ شي

نه به دا سپینې جنکۍ ارزانه‌شینه

 

نن یارانه یارانه نه‌شته

یار ته لستوڼی ورکوي، منگول ساتینه

 

نورې به ډېرې یارۍ وکم

ارمان به ستا د کجکي اوربل راځینه

 

ستا به زما نه گیله کېـږي

قسم دی یاره بندیوانه مې ساتینه

 

سړی په نیمه‌لار کې پرېـږدي

مـلا پـه پـردو راوړو څـنـگه وتـړمه

 

ستا یارانې ته مې سلام دی

لیوني سپي دې رانه کورې که چې ځمه

 

سترگې دې بې‌تاثیره نه‌دي

لکه د کوډو مرۍ برگې، برگې دینه

 

یاري د زور خبره نه‌ده

جانان ته وایه چې خوله سمه خوځوینه

 

یا به وطن، یا به کفن وي

افغانستان نه به خپل‌ځان قربانومه

 

د خرچې غم مه کوه ياره

دا غوږوالۍ به ستا خرچې له خرڅومه

 

د کلا هغه وره ته راشه

دووس وهلې‌یم، گیلې درته کومه

 

د سوي لاس پوښتنه کېـږي

د سوي‌زړه پوښتنه هېڅ‌څوک نه‌کوینه

 

دا مې په خلاصو غوږو واوره

په خدای که بل دې سرته کېږدي مړوندونه

 

د گودر لاره ورته نیسم

زما د زړه تاوان دې راکړي، بیا دې ځینه

 

د دریا غږ یې لیونی‌کړم

تل یې په سرلاسونو جگ نیولی وینه

 

د غمازانو د خندا شوم

نور به د یار په یارۍ نه تړم شرطونه

 

د غم سیلۍ ورباندې‌لگي

ایرې، ایرې وجود مې ورو ـ ورو دوړوینه

 

دا به له ما نه پوره نه‌شي

چې هره ورځ دې په عذرو راضي‌کومه

 

د وطن هربوټی ټپي دی

پرې‌ورېدلي د مرمیو بارانونه

 

د جانان غږ ګې څه کمال دل

زما د غره په‌شان غمونه ورکوینه

 

د جدایي ورځې دې شمارم

ټول تاریخونه مې پر زړه لیکلي‌دینه

 

د افغانانو مرگ دې نه‌وي

د پنجابیانو مرگ دې اوړی ژمی وینه

 

دواړه پر یو بالښت ځایـږو

بخیل‌جانان دې ځای جلا اواروینه

 

د تورو سترگو اشارت کړه

د سپینو غاښوخندا مه کړه، څوک بۀ وینه

 

خلک قیامت ته خپه کېـږي

زه خوشالېـږم چې جانان به ووینمه

 

خدای به مو بیا سره یوځای کړي

خوب مې لیده، گلان مې دوه ټومبلي وینه

 

خندا له تاسره مزه کا

چې اننگی دې پرې څلور ترازې شینه

 

خوب مې لیده چې بل دې یار وي

سبا مې سرو شونډو پتري نیولي‌ونه

 

خلک له غمه امان غواړي

زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله یمه

 

چې مې جانان پۀ کې اوسېـږي

خدایه گلزار کړې، هغه ځمکې اسمانونه

 

چې ماخوستن‌شي، زړه مې تنگ شي
ما سره غم شي چې جانان به چېرته وینه

 

چغې وهي غږیې څوک ناوري

نامرده ورونه خور په بدو ورکوینه

 

لیدلی يار د چا هېرېـږي

کوردې‌يې ړنگ شي، چې په ما يې هېروينه

 

له زړه مې وینې راجلاشي

د بڼوڅوکو ته چې راشي، اوښکې شینه

 

له شش‌پولي سره دوستي ده

چې د ټنگې تاوان پرې راشي وتښتینه

 

لۀ ځانه زیات پر ما میٔن دی

لۀ داسې یاره بە زە څنگه توبه کړمه

 

پر زړه دې غم د جانان پروت دی

د مخ‌ځوانکې دې صفا وایي حالونه

 

په تومتو دې تورن زه‌شوم
په سپینه‌خوله دې غمازان غوټې وهینه

 

پرکابل سپینې واورې راغلې

لالیه څه‌شوې، زه یخنۍ نیولی‌یمه

 

پام خو دې دی چې زړه مې سوځي

لیلا د سپـیـنې‌خـولـې تـیـزاب راکـړي‌دیـنـه

 

پر دې خبره مې زړه خوړین شي

وطن زما دی عیش‌ې نور خلک کوینه

 

پر دې خبره ژړا راشي

وطن زما دی، چکر نور په‌کې وهینه

 

په تلو دې داسې څه راوشول

لکه‌یتیم چې گاونډي ته پاتې‌شینه

 

پۀ ازلي قلم مې بایلو

خوشې دعوه د بېلتانۀ سره کومه

 

په جوارگر لالي مې سر دی

په لک مې واخلي، په روپۍ مې خرڅوینه

 

پرکور دې متر واوره وشه

لږه‌گرمي وه، تا له غیـږې لرې‌کړمه

 

غمونه‌خورم، غمخور مې نه‌شته

پر یک‌تهنا صورت مې راغلل ډېرغمونه

 

بیا بۀ دې نوم پۀ خولۀ وانه‌خلم

که ته سردار شې او لښکر درپسې وینه

 

بخت می ویدہ، غم مې بیدار دی

د چا ازار دی، یار می نه‌کوي پوښتنه

 

بېلتون وړه خبره نه ده

په ذوالجلال د سړي زړه اوبه‌کوینه

 

اشنا دې کړم، خبر مې ناخلې

لکه توری د باغ په منځ کې وچه‌شومه

 

اول یې وتله څوځلې

که بریالی شو، بیا نو وکړه تړونونه

 

اول یې لور نه‌راکوله

پیسې یې ولیدې، په بن یې واړوله

 

ما درته وې پوره بې نه‌کړې

د سیاست خبرې ډېرې گرانې دینه

 

هلکه تورې جامې مه‌کړه

تورې جامې د دروغجنوخلکو وینه

 

هره‌نادوده به دې یوسم

مگر شریک دې په بړستن کې نه‌منمه

 

څوک مې دیدن پسې ړندېـږي

چا مې مرگي ته صدقې منلې‌دینه

 

جانان په حسن لیونی دی

د زورورو لارې چا نیولې‌دینه

 

ځان خو مې ځکه درنه ټول کړ

درته بې‌قدره شوم، په ځان وشرمېدمه

 

ټولې‌خوارۍ دې دي بې‌گټې

د زړه‌سکونه یاره نه‌مې درکوینه

 

تا چې کوڅه کې ټوخی وکړ

زه په مستو ککړه‌خوله درووتمه

 نوربیا

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.