نن د تتسو ناکامورا د وژل کېدو شپږم تلین دی

44

نن د ودان افغانستان د ارمانجن، ډاکتر تتسو ناکامورا د وژل کېدو شپږم تلین دی.

نن د جاپاني الاصله افغان، ډاکتر تتسو ناکامورا د وژل کېدو شپږ کاله پوره کېږي؛ هغه انسان چې د کرنې، اوبو لګولو او رغونې په برخه کې یې د ختیځ افغانستان د زرګونو کورنیو ژوند بدل کړ.

ناکامورا له ۲۰۰۸ کال مخکې افغانستان کې د روغتیا برخه کې کار پیل کړی و، خو د خپل جاپاني ملګري او د ښېوې څېړنیز مسوول، انجنیر ایتو له وژل کېدو وروسته یې د هغه د نیمګړو ارمانونو د پوره کولو لپاره د PMS موسسه فعاله کړه او د کوز کونړ د بیارغونې پراخ فعالیتونه یې پيل کړل.

هغه په خپل شخصي لګښت ۲۵.۵ کیلومتره «آبِ مروارید» کانال جوړ کړ چې درې زره هکتاره ځمکه خړوبوي. د ده په نوښت په سیمه کې لوی تفریحي پارک، پراخه دیني مدرسه او د ګڼو سیمو لپاره د سیند د ګواښونو پر وړاندې استنادي دېوالونه او سربندونه جوړ شول.

ناکامورا له جاپان د افغانانو لپاره مرسته راټولوله او ټولې پیسې یې د افغانستان په رغنیزو چارو لګولې.

د ده د خدمتونو له امله ولسمشر محمد اشرف غني هغه ته د افغانستان تابعیت ورکړ او برېښنايي پېژندپاڼه یې په خپلو لاسونو ورسپارله.

دا ستر خدمتګار د ۲۰۱۹ د ډسمبر په ۴مه د جلال آباد ښار په زړه کې له پنځو همکارانو سره د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د هغه جسد د ځانګړو مراسمو وروسته جاپان ته ولېږدول شو چې پکې د ولسمشر غني او د ناکامورا کورنۍ ګډون کړی و.

ډاکتر ناکامورا د افغانانو په وینا هغه انسان و چې “یو وچ وطن یې شین کړ” او نوم یې د تل لپاره د افغانانو په زړه او ذهن کې دی.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.