په پښتو معاصر ادب کې ځینې نومونه داسې راښکاره کېږي چې د خپلو الفاظو په رڼا لهجه او صداقت کې د زمانې له شور او ترانو جلا ښکاري د تقوا برهان شکوري شاعري همداسې یو ځانګړی ږغ دی یو الهامي او سوځېدلی لحن چې د احساس ژورتیا هم بیداروي او د فکر ژوروالی هم څرګندوي د هغې د شاعرۍ طبیعت د لاندې بیت په څېر د رڼا او باطن ګډ وزن لري
دا خو له رڼا پیدا، شپه کې هم رڼا لري
بخت او اقبال دغه دي څوک چې وي منظور د نور
دا د تقوا د تخیل رڼا ده رڼا د هغې د هر تصویر هر تشبیه او هر ترکیب اساسي برخه ده. استعارې یې تازه او خوږوالی لري ترکیبونه یې نوښت ډک دي، او د الفاظو غوره کول یې داسې دي چې د شعور په سطحه نه بلکې د زړه په رګ ټکوي. د همدې ذوق د دوام لپاره ده چې د عشق په سوځېدو کې داسې ساده او ژوره نتیجه وړاندې کوي
عشق یوه لار
سوځېدل دي
سره لمبه لار
تقوا د پښتو د ښځینه شاعرۍ په کاروان کې یوازې یو نوم نه دی بلکې یوه څراغانده تجربه ده د هغې د هر شعر شا ته د یوې ژورې باطني کیسې څرک لیدل کېږي هغه د بیان په ښکلا کې هم مهارت لري او د مفکورې په جوړښت کې هم د ژوند زمان، عشق، روحانیت او انساني درد په بیان کې د هغې سټایل داسې دی لکه د یوه ملنګ د زړه سفر
ملنګان چې پرې روان دي
د زړه خوږ لري
اوږده لار
دغه اوږده لار په حقیقت کې د تقوا د شاعرۍ استعاره ده یو اوږد باطني سفر چې لوستونکی په ځان پسې بوزي
د تقوا یوه بله ځانګړنه دا ده چې د اظهار په توګه رښتیا وایي خو په هنري ژبه کې یې ښکلا او تاثیر هم سته نه پرې مصنوعي بوی راځي او نه د ژورو مفکورو ستړیا. د هغې شعر ځانګړی دی، چې لومړی مصرع واورې شاعر درته ښکاره شي د لویو احساساتو د یاد پر مهال د هغې د تخیل زړه داسې د عشق په شور ټوپ وهي
ستا د مخ روضې ته راسم جنون راسه
نوم چې واخلم د علي زړه مې ارام سي
په دې بیت کې د روحاني احترام عرفاني مینې او انساني عاجزۍ ټول رنګونه سره ګډ دي هم درناوی هم خواخوږي هم د شخصیت ژوره اړیکه څرګنده شوې ده
د شعر په نړۍ کې تل درې معیارونه شته: سریزه چې لوستونکی ورننباسي منځ چې ذهن بوخت وساتي او پای چې نښه پرېږدي د تقوا د شاعرۍ بشپړه فضا همدا درې واړه لري د هغې له کلامه د ملنګۍ صفایي د عشق سوځېدل د روحاني ژورتیا او د ښځینه احساس نرمي داسې راټولېږي چې یو ځانګړی تقوايي خوند جوړوي
په لیدو د وچو شونډو یې حلال کړه
لیونیو ته لبریز د میو جام سي
په دې مصرعو کې د احساس ژوروالی له جمال سره داسې ګډ شوی چې کشف ته ورته تاثیر ورکوي.
د تقوا برهان شکوري شاعري یوازې د نن خوند نه لري دا د سبا هم معتبره حواله ده ځکه چې د هغې شعر په وخت تړلی نه دی په روح، په زړه او په احساس تړلی دی. د همدې لپاره د هغې هر بیت د اوږده عمر وړتیا لري د عرفاني لېونتوب باطني سوځېدو او شعوري ژوروالي وروستۍ نښه یې په دې مصرعو کې ښکاري
که د عقل په اور سوځي پوخ به نه سي
خدای خبر د عشق سوځلی به بیا خام سي
دلته هغه د انسان د ابدي جګړې عقل او عشق یو لنډ خو ژور تصویر وړاندې کوي.
تقوا برهان شکوري یوازې یوه شاعره نه ده؛ یوه ژوره تجربه ده. یوه نرمه لمبه چې اور یې نه شي مړه کولی او یو روښانه ماښام چې تیاره پرې واک نه لري. د هغې شعر د الهام استعارې نوښت او باطني صداقت ګډ موسیقیت لري. ځکه نو د معاصر پښتو ادب د ښځینه شاعرۍ په لړ کې د ښپوږمۍ په شان ځلېږي نه یوازې د خپل نسل بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره یو معیار او دا هم چي د هغې هر شعر لکه یو څراغ دی چې د زړه تیاره له منځه وړي او د فکر لاره روښانه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.