د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۲۵مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۵۳مه برخه
ما په خوارو، خوارو رضا که
که چا بدراه که، د محبس بندي دې شینه
ستا له نمجنوسترگو جارشم
غم دې پر غره شه، زه خو تا سپینږیری کړمه
زړگی مې نه درنه صبریـږي
له تاویزونو غاړهډکه گرځومه
ما د نویو لنډیو د پیدا کولو او خوندي کولو په غرض نوې لارې لټولي دي، د رنگارنگ ویدیوگانو په لیدلو سره تل د خلکو حجرو ته، کلو او بانډو ته ورغلی یم او بیا بیا مې د سازیانو لنډې او اوږدې ویدیو گانې پیدا کړي او لیدلې دي؛ که د هغو غږ او موزیک مې خوښ و که نه و، ما وخت ورته بیل کړی دی ورته ناست یم او له پیل نه تر پایه مې په سلگونه ویدیوگانې لیدلې دي او په یادو ویدیوگانو کې چې کومه لنډۍ نوې په نظر راغلې ده، هغه مې په دقت سره اورېدلې او بیا مې په ځانگړې صفحه کې ټیپ کړې دي. داسې هم شوي دي چې د یوې لنډۍ یو نیم بیتی مې څوځلې اورېدلی، بیا مې یې سمه بڼه ټیپ کړې ده او که نه یم ورباندې پوه شوی، ایسته ورنه تېر شوی یم، خو غلطه مې نه ده ثبت کړې. د دې ویدیوگانو نه د لنډیو راټولونې راته ثابته کړه چې د لنډیو اصلي منابع خلک دي.
له کوموویدیوگانو نه مې چې لنډۍ راخوندي کړې دي، د هغو لینکونه مې د خوندي کړولنډیو په پای کې ایښي دي، چې هرڅه مستند شي او له اکثرو راخوندي کړو ویدیوگانو سره مې خپلې تبصرې او د ویدیو او سندرغاړ په باب معلومات هم لیکلی دی. د لنډیو په دې برخه کې به د یوڅو همداسې ویدیوگانو راخوندي کړې لنډۍ او ورسره معلومات تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړم:
که زه خبروای چې ته شکېـږې
د فـکــرټــالــه زه بــه ولـې درخـتـمـه
ارمان به وکړې، وخت به تېروي
ارمان به وکړې، څوک به لاس نه درکوینه
گوره په رنگ یې دوکه نهشې
دا کاغذيگلونه بوی چېرته کوینه
ما په خوارو، خوارو رضا که
که چا بدراه که، د محبس بندي دې شینه
دا لنډۍ له داسې یوې ویدیو نه راخوندي شوې دي چې د خوښۍ په کوم محفل کې څلور ناپېژاند ځوانان په ولاړې او په وار سره لنډۍ زمزمه کوي، د یو باجه په غاړه ده او نور سازیان ناست دي. ویدیو پنځهدقیقې او شپاړس ثانیې ده. دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/2707556426247523
جانان ته توره بلا ښکارم
چې ورنږدې شمه د یرې رانهمرینه
د کلي منځ کې ډزې وشوې
په زړه سوری شي، یاره ودېکړه کوژدنه
دا یوه دقیقه او څلوردیرش ثانیې ویدیو وه، سندرغاړی مې ونهپېژاند، ایله مې دا دوې لنډۍ ورنه راخپلې کړلې. دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/826326000337278
کوڅه کې ټیټېسترگې تېرشو
جانان پښتون دی، مینه نهرسواکوینه
د پیغلتوبدوران یې تېرشو
جینۍ گودر ته اوس په میاشتو نهراځینه
دا ویدیو دوېدقیقې او دوېثانیې ده، دوه تنه په ډېر ارامه او پاسته غږ سره د یوه ارمونیم او یوضرب په ملتیا لنډۍ زمزمه کوي. ما یوازې دوېلنډۍ ورنه ترلاسه کړای شوې. دا لاندې د ویدیو لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/2194343420987352
غم دې راځي، بېغمه نهیمه
د جانان غمه زه دې ډېر قدر کومه
یارانه ښه وي، بده نهوي
د چا چې یار وي، آ د خپلې مرضۍ وینه
دا ویدیو درېدقیقې اوږده وه، ما دا دوې لنډۍ ورنه راخپلې کړای شوې. دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/457338606777750
ستا له نمجنوسترگو جارشم
غم دې پر غره شه، زه خو تا سپینږیری کړمه
پیزوان مې بیا له پوزې پرېوت
دا څویمځل دی چې گډوډ وینم خوبونه
ولې دې بلهډیوه مړهکړه
په سود میٔنه تیل به ما راوړیونه
لالی یې مړ په مخهراووړ
مړکړی خدای و، غږ یې ما ته نهکاونه
اوس مې چې توره، توره بولي
زه مې جانان ته په غرمو ولاړه ومه
دا ویدیو اته دقیقې او نونسثانیې ده او ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندې کړلې، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/2269104440193745
امید مې نهشته چې به جوړشم
زه د بېلتونه لیونو سپو خوړلییمه
زه د مرگي په تبه پروتیم
په اشنا دوهقدمه گران دي، نهراځینه
زما پر زړه باندې قیامت دی
میاشتې کلونه شول، له یاره جدایمه
د جانانمینه تورښامار دی
زه د ښامار په خوله کې عمر تېرومه
د اشنا مینه خزانه ده
چې خزانه چا سره وي، بادشاه به وینه
دا ویدیو نهه دقیقې او شلثانیې ده، ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندې کړلې، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/339318298392003
که پسې ځم، خلک خبرېـږي
که پسې نهخم، اشارې راته کوینه
راځه چې دواړه غم شریک کړو
یــوازې مــا پــه لـمـبـو مهسېځه مـیـنـه
دا ویدیو څلوردقیقې او دوهویشتثانیې ده او ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندې کړلې:
https://www.facebook.com/reel/1193566245974650
پروردگاره مرگی راکړې
د جدایۍ په ژوند کې ډېر تنگ شوییمه
شینخالۍ تا نه چې جداشوم
په ژوند مې روغهورځ ونهلیده میٔنه
څهلیوني وختونه تېرشول
هرمازدیگر به د لیلا په څنگ کې ومه
ما ته خو هغه وخت یادیـږي
چې په ورو، ورو به دې ویل: زه کورته ځمه
زړگی مې نه درنه صبریـږي
له تاویزونو غاړهډکه گرځومه
دا ویدیو شپـږدقیقې او څلوردېرشثانیې ده او ما دا پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوندې کړلې، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1842948426595719
قلمه بیا گوتو ته راغلې
اوس به رسوا کړم ډېر بېننگ، بېننگ سرونه
رنګ خو دې زېـړ رامعلومېـږي
زړۀ ته مې لوېـږي، لۀ یارۍ اخلي لاسونه
تسبې په لاس کې، خوله دې ښوري
خدای یادوي او که پرې شماري خپل لوټونه
خاونده دا سوال مې قبول کړه
مهټیټوه د پښتنو اوچتسرونه
افغانستانه کنډواله سوې
ستا د بچو چیغې مې ډېر، ډېر زوروینه
په ژړا نهکېـږي ملگرو
راځئ چې ورکړو د وطن په ننگ سرونه
پر کټ چې مري، هغه خو نور دي
پښتانه تل د ازادۍ په لیار کې مرینه
چې د وطندرد پهکې نهوي
الله دې واخلي دا کدو، کدو سرونه
د عبدالله مقري په غږ کې د گڼو ټپو دا ویدیو پنځهدقیقي او نونس ثانیې ده او ما پاسنۍ لنډۍ ورنه راواخیستې، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/547602671777584
وختم جگوغرو سرو ته
یار مې ونهلید، په ژړا راښکتهشومه
ته عاشق نهیې، دروغوايې
نه دې رنگ زېـړ دی، نه دې شونډې وچېدینه
هسې جلۍ نه هجړا ښه دی
چې په بازار کې لاسپهلاس درسره ځینه
د ټپو دا ویدیو اتهدقیقې او څلورثانیې ده، د هلکانو او هجړاگانو په باب یې د سوال ـ ځواب په ډول لنډۍ ویلې، خو ما درې لنډۍ ترې راخوندي کړای شوې، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/685049337955824
په مردکو غلبیل، غلبیل یم
په خپلو وینو لمبېدلی گور ته ځمه
مخ یې كفن کې لږښکاره کړئ
گوره مورکۍ یې اخري دیدن کوینه
ارمان به هلته درله درشي
چې تور لحد ته مې تابوت کښتهکوینه
ارما به هلته درله درشي
چې زما د سخات پیسو ته ونیسې لاسونه
دا هم د عبدالله مقري په غږ کې د غمجنوټپو پنځه دقیقې او اتهثانیې یوه ویدیو ده او ما دا څلور لنډۍ ترې راولیکلې، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/826107036636263
طالبان واړهملایان شول
هسې زما پر کتاب پرېوتل گردونه
سترگه لوېده، جانان مې بایلود
چې سترگه لوېـږي، سترگې دواړه پټومه
اوس چې مې توره، توره بولي
زه به جانان ته په غرمو ولاړهومه
بېننگي تا وکړه جانانه
د جنکوپېغور دې ما ته پرېښودنه
په دې دوهدقیقهایزه ویدیو کې اعجاز افق دا څو لنډۍ په خپل ښکلي غږ کې زمزمه کړې دي، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/847654351160207
د یاردیدنه، لویاختره
زه دې راتلو ته انتظار کوم میٔنه
کټ مې پر لوړهغونډۍ کښېـږدئ
وړې، وړې خانخېلې ستر ماتوینه
د عاشقانو رنگ ژړی وي
خلک گومان د نشهٔ باندې کوینه
مازدیگر مهگوره، ماگوره
مادیگر تل وي، زه به کله، کله یمه
د اعجاز افق له بلې ویدیو چې دوېدقیقې او دريپنځوس ثانیې ده، پاسنۍ لنډۍ رااخیستل شوې دي، دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1639672370050315
نوربیا
Our Pashto-Dari Website
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.