” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ را ژباړل سوی دی چي اکسوس کتابپلورنځي د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی. براین ټرېسي خلکو ته د ژوند او سوداګرۍ د لارو چارو د ښوولو په برخه کي د امریکا له غوره ویناوالا څخه دی. ټرېسي د سوداګرۍ په برخه کي ښه لیکوال او په فردي او مسلکي پراختیا کې د ننۍ نړۍ سرلاری سلاکار او ښوونکی دی. دی هر کال نژدي ۲۵۰۰۰۰ کسانو ته د بېلابېلو موضوعاتو لکه فردي بریا، رهبرۍ، اغېزناک مدیریت، نوښت او خرڅلاو په باب ویناوي او لارښووني کوي. نوموړي تر څلوېښت زیات آثار لیکلي او تر ۳۵۰ ډېر ږغیږ او لیدني پروګرامونه یې وړاندي کړي او خپاره کړي دي. د براین ټرېسي ډېری کتابونه نورو ژبو ته ژباړل سوي او په څه دپاسه ۵۲ هیوادونو کي ګټه ترې اخیستل کیږي. ”خبري وکړه، چي ګټونکی شې” اثر یې زموږ د خبرو طرز بدلوي چي نه یوازي زموږ پر ویناوالي مثبت اغېز کوي بلکي زموږ خبري وینا چي هره ورځ ورسره مخ کېږو او هیڅ چاره نه ورڅخه لرو هم قوي او د سمون پر لور بیایي. چي موږ خپل هدف او بریا د خبرو له لاري کولای سو په اسانۍ سره ترلاسه کړو. ښاغلی براین یو نړیوال ویناوال دی. دی وایي چي موږ باید حدي اقل په خپل ژوند کي د وینا له پاره چمتو اوسو او پوره امادګې له ځانه سره ولرو او هره ورځ تمرین وکړو ترڅو د نورو په مخ کي د بریا په څېر وچونیږو چي یو خو زموږ وینا اغېزمنوي او بل خوا یې د سمون لور ته بیایي. بل اورېدونکي د ځان و خوا ته متوجع کولای سو دا هرڅه هغه وخت چي زموږ وینا پر اصولو او ګرامر، اوپرله پسي ډول په ښه انداز سره بیان کړو نو زموږ وینا به حتماً دهغه چا مخته مثبت بدلون ومومي څوک چي مخامخ موږ ته ناست او زموږ سترګو ته په جدي ډول ګوري. هغه که تجاران وي که سیاست مداران، که عادي خلک یا ورته نور. نو که چېري له وینا څخه مخته موږ چمتووالی ونه لرو او تمرین ونه کړو نو هغه کسان چي موږ ورته وینا کوو نه دا چي ستړي یا خسته سي. بلکي ډېر ژر به سالون یا د وینا ځای پرېږدي او وبه وزي. چي لامل به یې همدا زموږ خرابه وینا وي، چي له امادګي، او تمرین پرته ورته ګډ یوو. نو دا کتاب چي ښاغلي براین ټرېسي خپله لیکلی او خپله مشهوره ویناوال هم دی، په اوسني عصر کي او ښاغلي طاهرزی خپلي مورنۍ خوږي ژبي پښتو ته ددي لپاره ژباړلی چي زموږ اوسني لیکوالان ، سیاست مداران ، ښوونکي، او نور اشخاص زدکړیالان او عام خلک خپل د وینا او خبرو اصول او چال چلند زده کړي تر څو سبا بیا د یو چا په مخ کي لړزیدلی او وېریدلی نه وي ولاړ. که موږ خپله ټولنه وګورو نو اکثره خلک چي تعلیم یافته ځوانان هم دي له دې ستونزي سره لاس او ګریوان دي.
ښاغلي ټرېسې په دي کتاب کي ځینو اړینو موضوعاتو ته اشاره کړې ده. چي په لوستلو یې زموږ وینا نوره هـم په زړه پوري او ښکلي کېږي چي یو لړ یې زه دلته د سرټکو په څېر ږدم. چي پر وېره مو برلاسي پاو وړتیاوې مو پیاوړې کړي:
ځانته ارزښت ورکړئ.
دهڅونې درې توکي.
د پیغام کلیمې.
د ویناوال اهنګ او ږغ.
د ویناوال د بدن حرکتونه.
خپلي موخې پیداکړئ.
اورېدونکو ته مخامخ ودرېږئ.
تمرین وکړئ داکار ډېره ګټه لري.
پیاوړی پیل وکړئ.
مثبتې غوښتنې رامنځته کړئ.
پرځان باوري ودریږئ.
غږ جوړونه او نور … ډېر مهیمو مسایلو ته اشاره کړې چي د هغو په عملي کولو سره زموږ د وینا پند خوند، زدکړه، تمرین، تمرکز باډي لنګویج(دبدن حرکت) او نور هغه شیان چي موږ ته په کار دي په وینا کي ترڅو استفاده ترې وکړو، ښوولي دي.
نو راځئ خپل ژوند د نوموړي لیکوال په دغه یو کتاب خبرو چي ټول له وینا څخه عبارت ده وګورو او یوڅه له ځانه جوړ کړو. زموږ د ژبي د جرائت طرز له کمزوري څخه وه ځواکمني ته تبدیل کوړو. ځکه سبا له موږ څخه ویناوال، لیکوال او سیاست مدار او یا بل څه جوړېږي.
که مو وینا نه وله زده ژبه مو نسوای چلولی نوڅنګه پرمختګ شونی دی. الله پاک موږ ته بې شمېره نعمتونه راکړي چي د هغو له جملې یوه هم زموږ ژبه ده چي د خبرو وسیله یې راته ګرځولي د نورو ګټو سره سره بیاهم. نو راځئ خپل د اسلام ارقان فضایل معلومات په یو داسي ځواک نورو ته ورسو تر څو هغه هم ترې اغېزمن سي. که ښوونکی و خپلو زده کوونکو ته موضوع بیانوي او وینا یې سل فیصده سمون ولري. فکر وکړئ هغه زدکونکي به څومره له دي وینا (درس) څخه مثبت متاثره سي؟ په پای کي د ښاغلي براین ټرېسي یو ښکلی د ویناوالۍ کوچنی متن درته ږدم ترڅو تاسو دې ته لیواله سئ چي ټول کتاب ولولئ. شخصً ما خپله خپل ځان ولید.ی ځکه پخوا ما هم د وینا په برخه کي یو لړ کوچنۍ ستونزي درلودي خو اوس الحمدالله له دې ډول ستونزو ته د یو ښه ویناوال په سترګه ګورم ځکه لامل یې دا دی چي زه هر وخت تمرین کوم او د وینا والۍ کتابونه مطالعه کوم او عملي کووم یې.
دا هم د دې کتاب څخه یو متن:
” زموږ برخلیک زموږ له افکارو سره بدلون کوي، که افکار مو تل له غوښتني سره سم وي، نو هغه څوک به شو چې چي هیله یې لرو اوهغه کار به کوو، چې موږ یې غواړو. ”اوریسوناسوت ماردن”
د بریالیتوب له پاره مو له مخامخ کسانو سره په خبرو اترو کي وړتیا درلودل اړینه ده. په ښو خبرو کولی شئ چې دنورو د درناوي او پاملرنې و وګرځئ، په ټولنه کي مو ارزښت زیات کړئ او دهغو کسانو پام ځانته راجلب کړئ چې کولای شئ له تاسو سره مرسته وکړي
او ستاسو پر وړاندي دروازې پرانیزي. په خبروکي وړتیا نورو ته ښيي چې تاسو له هغو کسانو ډېر ځیرک او وړتیا لرئ، ، چې ستاسو دښوالي خبرې نشي کولای. ستاسو ارزښ لرونکې پانه ستاسو ذهن دی. ستاسو ترټولو ګران او قېمتي مهارت د ښه فکر کولو او دخپل فکر دښه بیانولو وړتیادرلودل دي. دغه ځانګړنه له بلې هرې یوې ډېر ستاسو دګټو او پرمختګ په خوندي کولو کې مرسته درسره کوي. له دې ورهاخوا ، په لیکنۍ او ګړنۍ بڼه دخپلو افکارو واضح بیان او څرګندول ، پریوې موضوع دبرلاسۍ نښه ده. کله چې ښې خبرې کوئ، خلګ وایې(هغه خپلو خبرو ته متوجه دی چې دڅه شي په اړه خبرې کوي.) د خوښۍ خبر دا دی چې ستاسو ذهن دماهیچې ( دبدن غوښینې برخې) په څیز دی، یعنې څومره چې ډیره ګټه تري اخلئ ، لاډیر پیاوړی کیږي. له و اندې دافکارو اوکلماتو جوړول ددې لامل کیږي ،. چې هغه څه چې تاسو بیانوئ، بشپړ دقت او پاملرنه ورته وکړئ. ویناته برنامه جوړول او چمتوالی تاسو دې اړ باسي چې له ذهنه مو ډېره ګټه واخلئ. دا کړنه په حقیقت کې تاسو ځیرک کوي. “
۲۰۲۵/۱۲/۲۱ یکشنه – کابل، میرویس میدان.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.