فضایی بیړۍ د انسان په لاس‌جوړه شوی پټه ټکنالوژي

33

نیوکلا ټېسلا د بشريت له هغو کسانو څخه وو چې د خپل وخت نه سل کاله مخکې فکر او کار کاوه. دا هغه کس و چې نړۍ یې د داسې اختراعاتو پر لور بوتله چې که پوره شوي وای، نن چې انساني ټکنالوژۍ په کوم ځای کې ولاړه دی، شاید همدا حالت به یې د ۱۹۰۰ کال په دوران کې درلود.

ټیسلا د AC کرنټ، انډکشن موټر، ټیسلا کویل، بې‌سیمه ریډیو ټکنالوژۍ، ریموټ کنټرول او نیون رڼا په څېر داسې اختراعات وکړل چې ټول انسانیت یې بدلولی شو. تر ټولو حیرانوونکې مفکوره یې دا وه چې نړۍ ته باید بې له تار او بې له کومه لګښته وړیا برېښنا ورکړل شي. ټیسلا دا باور درلود چې د ځمکې په دننه او هوا کې شتون لرونکي ذرات داسې انرژي لري چې که سمه توګه راټول شي، نو د نړۍ اړتیاوې پوره کولی شي.

د همدې مفکورې لپاره یې په 1901م کال کې د وارډنکلف ټاور په نوم ستر ټاور جوړ کړ. دا 187 فټه لوړ او 120 فټه ځمکې کې ښکته تللی و. ټیسلا غوښتل چې د نړۍ پر مخ د دې په څېر ډېر برجونه جوړ کړي او ټول یو له بله سره وصل کړي، څو ټولې سیمې له وړیا او بې‌ سیمه برېښنا برخمنې شي. مګر د هغه وخت د برېښنا شرکتونو دا خوب یوه ستره خطره وګڼله، ځکه که هر څوک وړیا برېښنا ترلاسه کړي، نو د دوی ټول کاروبار به له منځه ولاړ شي. په پای کې په 1917م کال کې ټاور ونړول شو.

خو هغه راز چې ډېر خلک تر نن پورې نه پوهېږي، دا دی چې ټیسلا د خپلې مرګ نه مخکې د یو داسې الوتونکي ډیسک ډیزاین جوړ کړی و چې د تېلو اړتیا یې نه لرله او د هوا په ځواک به یې د حیرانوونکي سرعت سره حرکت کاوه. داسې یو ډیزاین چې شېبه کې به څو کیلومتره فاصله وهلې. کله چې ټیسلا په 1943م کال کې مړ شو، د هغه په کوټه کې موجود ټول اسناد او ډیزاینونه FBI ضبط کړل. د کورنۍ سره یې یوازې لږ اسناد شریک کړل، ډېر یې تر اوسه پټ دي.

په همدې ډیزاینونو کې هغه الکتروګرویټيک مشین هم شامله وه، چې د انسان د سترګو نه دومره تېزه تېریږي چې څوک یې اندازه نشي نیولی. که نن موږ د نړۍ په مختلفو سیمو کې د فضایی بیړۍ(UFO) وېډیوګانې وینو، نو ډېرې یې د ټیسلا د همدې مفکورې سره سمون لري.

د ټیسلا نظریه دا وه چې که یوه وسیله د لوړ ولتاژ برېښنا په هوا کې جذب کړي، نو کولی شي په هوا کې وځغلي، بې له دې چې وزر، انجن یا تېل ولري. عیناً د هغه په ډیزاینونو کې داسې سیسټم موجود و چې د هوا لاندې برخه ایونایز کوي، پلاسما جوړوي او د فشار په مرسته الوتکه پورته کوي.

حیرانتیا داده چې د 1945م وروسته د فضایی بیړۍ(UFO) لیدل په نړۍ کې زیات شول، یعنې هماغه وخت چې د ټیسلا اسناد د امریکا پوځ او استخباراتو په لاس کې ولګېدل. دا هم ویل کیږې چې نن یوازې امریکا نه، بلکې چین او اسرائیل هم د دې ټکنالوژۍ پر یوې نسخې کار کوي.

له دې ټولو څرګندېږي چې هغه شیان چې خلکو یې UFO یا فضايي مخلوقاتو سوارلې بولې، په خقیقت کې د انسان په لاس‌ جوړه شوې وسایل دي، نه د کوم بهرني مخلوق.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.