واټس‌اپ په خپلو محرمیتي تنظیماتو کې بدلونونه راوستي دي

41

وټسپ اعلان کړی چې ډېر ژر به کاروونکي وکولای شي، د خپل ټیلیفون شمېرې پر ځای د ځانګړي کارن‌نوم (Username) له لارې وپېژندل شي او اړیکې ورسره ونیول شي.

د مېټا اړوند دې پیغام‌رسوونکې شبکې چې له درې میلیارده څخه ډېر کاروونکي لري، ویلي، دا بدلون د محرمیت د پیاوړتیا لپاره رامنځته کېږي.

د شرکت په وینا، د کارن‌نومونو لپاره به عام نوملړ یا د لټون وړ ډایرکټري نه وي، نو هر څوک باید د اړیکې نیولو لپاره دقیق کارن‌نوم ولري.

وټسپ همداراز زیاتوي چې د کال په وروستیو کې به دا ځانګړنه په تدریجي ډول ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.

تراوسه هر هغه څوک چې د چا د ټیلیفون شمېره ولري، کولای شي ورسره اړیکه ونیسي، خو نوی بدلون به د کاروونکو شخصي محرمیت لا خوندي کړي.

د نویو بدلونونو له مخې کاروونکي کولای شي د خپلو شخصي خبرو اترو او رسنیو د خوندي ساتنې لپاره نور محدودیتونه هم فعال کړي.

دې سره به يې نور کسان پیغامونه، انځورونه او ویډیوګانې له ځان سره خوندي، شریک یا د مصنوعي ځیرکتیا له ځانګړنو سره ونشي کارولى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.