د مرګ پر وخت په انسان څه تیریږئ ؟

لیکنه : ډاکټر ش میره کی

28

ګرانو دوستانو ! لاندې  په زړه پورې مطلب یو ځلې ولولي څه د مرګ په وخت کې  پر انسان څه تیریږي ؟

پوهېږئ د مرګ پر وخت انسان څه احساس کوي؟

د مرګ په اړه ډېرې څېړنې شوې چې انسان څه ډول احساس لري او یا هم درد ورسېږي او که نه، چا یو ډول نظروړاندې کړی او چا بل ډول،

خو اوس یوه نوې څېړنه د مړینې پر مهال د انسان د احساس په اړه عجیبه معلوماتوړاندې کوي.

څېړونکي وایي، کله چې انسان مړ کېږي، له احساساتو او جذباتو ډک، تر یوه سخت وضعیت لاندې وي.

دوی د انسان مغز او وینې ته دوه ډوله الې دننه کړي.

لومړۍ آله چې مغز ته دننه شوې معلومه کړې یې ده چې د مړینې پر مهال د انسان په مغزو کې یو ډول  طوفانرا منځ ته  کېږي

 چې له دېرشو تر یو سلواتیا ثانیو پورې دوام کوي.

په همدې وخت کې د انسان په مغزو کې تر یو درجن زیات نیورو ټرانسمیټرونه د تحرک په حالت کې وي

 چې په‌کېډوپامین او نورایپینفرین شامل دي.

ډوپامین د انسان داخلي خوښۍ او ډاډ معلوموي او نورایپینفرین بیا د انسان بدن ته خبرتیا ورکوي.

په دې دواړو حالاتو کې معلومه شوه چې انسان یو ډول ډاډ لري او همدرانګه بدن یې د یوې نوې تجربې له‌پارهتیارېږي.

څېړونکي همدارنګه وایي، د مرګ پر مهال انسان ځان په یوه تیاره سوري کې ګوري چې له تیارو ډک وي

او کرار کرار یېروښنایي له سترګو ورکېږي.

دوی وایي، دا حالت ځکه پیدا کېږي چې د انسان وینه نور فعالیت نه شي کولای او له کبله یې پر سترګو تياره راځي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.