نړیوالو رسنیو ویلي چې په کولمبیا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ولېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
رپورونه وايي چې الوتکه د کولمبیا او وینزویلا ترمنځ په پولې نږدې، یوې لرې پرتې غرنۍ سیمه کې ولېدلې، چې ټول سپاره کسان یې مړه شوي دي.
سیمهییزو چارواکو وویل چې د ژغورنې ډلو څو ساعته لټون وروسته د پیښې ځای ته رسیدلي دي.
د راپورونو له مخې، د کولمبیا د پارلمان یو غړی او د ټاکنو یو نوماند هم د قربانیانو په ډله کې و، چې دا د پیښې د لامل په اړه اټکلونه نور هم زیات کړي دي.
سره له دې، چارواکو ټینګار کړی چې د تخریب یا قصدي عمل هیڅ ډول ښکاره نښې شتون نه لري او څېړنې روانې دي.
رسنیو د کولمبیا د هوايي چلند سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د پیښې د لامل لومړني اټکلونه هوايي ناوړه حالات او احتمالي تخنیکي ستونزه ده.
د کولمبیا حکومت د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره یوه اعلامیه خپره کړې ده او اعلان یې کړی چې د پیښې د لامل د موندلو لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه شوې ده.
تمه کیږي چې د څېړنو لومړنۍ پایلې به په راتلونکو ورځو کې خپرې شي، په داسې حال کې چې دې پیښې د کولمبیا په سیاسي او رسنیزو چارو کې پراخه غبرګون راوپارولی دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.