په کابل کې د شپیتمو کلونو په هره مشاعره او سیمینارکې به زموږ مثلث( یون، زه او آزمون) حاضر وو.د لیکوالو ټولنه، د قبایلو د نشراتو ریاست،د راډیو د هنر او ادبیاتو ریاست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، د کابل پوهنتون او وروسته کلونو کې هم نورې ټولنې لکه د خوشال فرهنګي ټولنه او د سید جمال الدین افغان فرهنګي ټولنه هغه مرکزونه وو چې اونۍ دوو کې به یې خامخا یوه مشاعره یا یو سیمینار جوړاوه.
د لومړي ځل له پاره مې د قبایلو د نشراتو د ریاست له خوا نه د دري شپیتم لمریز کال د رحمن بابا په کلنۍ مشاعره کې په یوه جوړه سترګې خوږې شوې.مشاعره لا نه وه شروع چې یو تورې خط داره دریشۍ، سپین کمیس ، ښکلې نیکتایي پلنې سینې والا کس پر لویه دروازه راننوت، زموږ پام یې بوټونو ته ور واوښت چې د کابل په دوړو کې هم د قسم له پاره دوړه نه وه په ناسته( د کابل د هغه وخت په دوړو کې د بوټونو پاک ساتل له نوادرو نه وو). یوه درنه،چې ښکلې به وه که نه، خو مالګینه او برابره مګر محجوبه او سنګینه میرمن یې چې ساده ښکلي پنجابي جامې یې اغوستې وې تر څنګ او تر دوی دواړو په ونه جګه یوه بله شین سترګې، غنمرنګه خو ښکلې پیغله، یې لوڅې پنډۍ تر شا روانه وه .
په وروسته کلونو کې مې هم نه دي په یاد چې هغه مې بې نیکټایي او نا منظمه یا هم یواځې لیدلی وي، همیشه به منظم ګرځیده او همیشه به یې موسکا پر شونډو او دغه پنجابي پوشه میرمن تر څنګ وه، ته وا نوک او وورۍ دي، ته وا لیلي او مجنون دي او ته وا یو بل یې پس له اوږده بیلتون او مینتوبه پیدا کړي چې اوس شیبه هم نه شي سره بیلیدلای!!!
په لارو او بازار کې به مو تل جوړه لیدل او په مشاعرو کې به بیا هغه دنګه غنمرنګه پیغله هم ورسره ضمیمه وه. نه به زموږ له مثلثه مشاعره قضا کیده او نه به له دوی.
دا صمیمي، ښکلې، موسکۍ، مینه وړې او منوره جوړه د ارواښاد سیدجان ملال او پروین ملال وه. هغه ملال چې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون ټولو کارکونکو او ټولو فرهنګیانو درناوی ورته کاوه، ډیرو ورنه زده کړه کوله او هیچا یې هم تروه ټنډه نه وه لیدلې، هغه پروین چې یوه ښه میرمن وه، یوه ښه پرودیوسره ، یوه ښه شاعره او یوه مهربانه همکاره وه.
له دوی سره ضمیمه او یا په محفلونو کې د دوی د مثلث درییمه برخه لطیفه نورستانۍ نومیده چې سخت شاعرانه ذوق یې درلوده ، له شعر سره او له پروین او ملال سره یې مینه وه.
په دې ښځې او خاوند (ملال او پروین) کې نه یم خبر کوم جوهر وو چې ټول یې پر ځان رامات کړي وو؟ له انځوره رانیولې تر ارواښاد حافظ صیب او له خدای بښلي طاهر ستانه، نه ( چې ډیر کله به یې د چا خیال نه ساته) تر موږ غوندې زلمکیو ټولو یې ادب ساته او درناوی یې ورته کاوه.
تر اویایمو کلونو مو تقریبا همیشه سره لیدل خو ګمان کوم نهه شپیتم کال وو چې د دې ښکلې جوړې، د ادیبې جوړې او د بیجوړې، جوړې د الوت او د پنجاب پراخو دښتو او د کراچۍ ساحلونو ته د لیږدیدو خبر د پس پسي په ډول خپور شو. موږ ګڼل چې د زاڼو یوه ښکلې جوړه والوته.
لږ وخت تیر وو چې ګران انځور صیب د یارانو په خصوصي محفلونو کې د ملال د فاتحې خبره یاده کړه، لا یې د کوچیدو خپګان نه وو هیر چې د ارواښاد حافظ صیب په سترګو کې مو د ملال د دایمي بیلتون د ویر اوښکې ولیدې او موږ ټولو په زړونو کې وژړل، او بیا هغه ورځ هم راغله چې د فاتحې او غم پر ټغر یې ګډ سره کېناستو، خو څرنګه ویر او څرنګه غم، موږ دومره بیوسه وو چې د خپل ملال ورور په بیلتون مو ښکاره اوښکې هم نه شوای څڅولای او د خپلې ویرجنې خور پروین اوښکې مو هم نه شوای ورپاکولای، له زرګونو میله لرې مو په کراچې کې د خپلې سرتوره شوې خور له پاره له خدایه د زړه صبر غوښته، او زړه مو خوړ.
دا دی کلونه تیر شول، ملال به اوس د خدای د لور په جنتونو کې دمه شوی وي خو هغه رنځ چې ملال له کابله لیږدولی وو لا هم کابل ځوروي، په هغه سفر چې ملال وتلی وو نن هم هره ورځ د ملال ورونه له هماغه رنځه جوړه جوړه او ډله ډله لیږدي او خدای خبر چې لا به څومره نور ولیږدي او لا به څومره نورې جوړې په دې سفرونو او مزلونو کې بې جوړې شي.
نن مې خپل یادښتونه اړول را اړول، پام مې شو چې د ارواښاد سید جان ملال تلین (غالبا ۳۶ ام تلین)دی،د هغه ملال چې ټول مینه وو، د هغه ملال چې ټول صمیمیت وو او د نړۍ ټوله سپیڅلتیا یې په اثرناکو سترګو کې راټوله وه؟؟؟
الله ج دې ملال په جنتونو او خپل لور ونازوي او خدای دې زموږ پروین خور ته د هغه د یادونو د لا تازه ساتلو او د هغه د کور د ډیوې د روښانه ساتلو نور او نور توان او زغم ورکړي.
Comments are closed.