د سفر د بندیزونو د دوام په لړ کې، د امریکا حکومت د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکو معافیت د ډونالډ ټرمپ د سفر له فرمان لغوه کړی دی.
افغان ایواک اعلان کړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې وګړي یې د امنیتي او کډوالۍ دلایلو له مخې امریکا ته د ویزې ترلاسه کولو او کډوالۍ محروم شوي دي.
د دې سازمان مشر، شان وانډ ایور ویلي، د امریکا حکومت د یوه افغان له لوري پر ملي ګارد سرتېرو د برید پېښه پلمه ګرځولې، څو افغانستان کې د امریکا پخواني همکاران او د هغوی کورنۍ امریکا ته له ننوتلو منع کړي.
هغه دغه پرېکړه قصدي بللې، چې سمدستي انساني پایلې لري او ټینګار یې کړی، چې د SIV ویزو لرونکي له تر ټولو سختو امنیتي ارزونو تېر شوي دي.
د افغان ایواک مشر همداراز خبرداری ورکړی، چې دا اقدام د امریکا د کډوالۍ له اصولو سره په ټکر کې دی او د زرګونو غوښتونکو د کورنیو د بېلتون او د امریکا د پخوانیو همکارانو د بې باورۍ لامل کېږي.
افغان ایواک د دې حکم د عاجلې بیاکتنې او لغوه کېدو غوښتنه کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې د ځانګړې ویزې (SIV) لرونکي نور نه شي کولای خپلې کورنۍ هم امریکا ته دعوت کړي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.