اوچا: د افغانستان په ختیځ کې سېلابونو ۲۶ کسان مړه کړي دي

35

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د دوشنبې ورځې سېلابونو د افغانستان په ختیځ کې ۲۶ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان کړي دي.

د اوچا د چهارشنبې، د چنګاښ ۳۱مې، په خپور شوي راپور کې راغلي، چې دغو سېلابونو په نورستان، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، د نورستان ولایت په مرکز پارون کې سېلابونو ۲۳ کسان مړه کړي، ۱۵ نور یې ټپیان کړي او یو شمېر نور لا هم ورک دي. د ورکو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

اوچا زیاته کړې، چې په همدې مهال د ننګرهار په تورخم سرحدي بندر کې هم سېلاب راغلی، چې له امله یې له پاکستانه راستانه شوي درې کډوال مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ سېلابونو هم کرنیزې ځمکې او د اوبو لګولو سیستمونه زیانمن کړي، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

اوچا ټینګار کړی، چې تر ټولو ډېر مالي زیان د نورستان ولایت مرکز، پارون، ته اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو چارواکو په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ تنه، د ټپیانو شمېر له ۸۰ څخه ډېر او د ورکو کسانو شمېر له ۱۰۰ څخه زیات ښودلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.