د ترافیکي پېښو په دوام، د کابل جلالاباد پر لویه لاره د یوه موټر د سیند ته لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه پېښه د شنبې ورځې د غرمې شاوخوا دوه بجې، د اسد میاشتې په ۳مه، د سروبي ولسوالۍ د سوریتیګې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، یو چټکچلونکی موټر له سړکه واوښت او سیند ته ولوېد. د دې پېښې یوه ویډیو هم په رسنیو کې خپره شوې ده.
په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، چې ډېری یې پر لویو لارو او غرنیو مسیرونو رامنځته کېږي.
د دغو پېښو له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د خوندیتوب د اسانتیاوو نشتوالی د دغو پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.
کارپوهان وایي، سره له دې چې دا ډول پېښې په پرلهپسې ډول تکرارېږي، د طالبانو حکومت تر اوسه د سړکونو د مرګژوبلې د کمولو لپاره اغېزمن عملي اقدامات نه دي کړي او یوازې یې د پېښو د تایید او شمېرو په خپرولو بسنه کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.