د بدخشان ولایت د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کانونو په مرګونو پېښو کې د زیاتوالي په دوام، د شیوې په سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینو د شنبې په ورځ، د اسد په ۳مه، رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه د کان د کار پر مهال رامنځته شوې او په پایله کې یې د حامد په نوم یو ځوان مړ شوی دی.
د سرچینو په وینا، حامد د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکی و، تازه یې د بغلان له پوهنتونه زده کړې بشپړې کړې وې او د کار موندلو لپاره یاد کان ته تللی و.
تر دې وړاندې هم د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په یوه کان کې د غره د ښوویېدو له امله درې کانکیندونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.
بېکاري او بېوزلي ډېر ځوانان اړ کړي چې په ناامنه کانونو کې کار وکړي، او د طالبانو له لوري د کانونو د خوندیتوب او څارنې په برخه کې د اغېزمنو تدابیرو نشتوالی د دغو مرګونو پېښو د تکرار له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.