له ۱۷۰۹ میلادي کال راهیسې د افغانانو د دولتي بیرغ ۲۵ ځله بدلون

لیکنه: ډاکتر محمد وليخېل

6

له ۱۷۰۹ میلادي کال راهیسې د افغانانو د دولتي بیرغ ۲۵ ځله بدلون

دا مانا لري چې زموږ ملت ته د حقیقي منزل په لور لا هم اوږد مزل پاتې دی

په افغانستان کې د بون کنفرانس له توافق وروسته د ۲۰۰۲ کال د لویې جرګې له ترسره کېدو وروسته د افغانستان لپاره د لویې جرګې د ټولو اعضاو په مستقیم او ازادو رایو اچولو سره د افغانستان په تاریخ کې د ولس او د خلکو په مستقیم ملاتړ سره خپل ملي بیرغ انتخاب کړو.

ورسته بیا په لږ بدلون سره د جناب ولسشمر محمداشرف غني له خوا د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ وټاکل شوه .

وروستیو کلونو کې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې سره له دې چې جمهوریت سقوط کړیدی او داخل د هېواد کې عام ولس باندې د ملي بیرغ لمانځل او د بیرغ کارول منعه اعلان شویدي خو بیا هم په داخل د هېواد او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میلیونونه افغانان په خپلواک ډول سره بې د دولت له فشار او فرمایش سره د ملي بیرغ ورځ لمانځي، دا په دې مانا چې دولتونو دنده دا دی چې ملي ارزښتونه،ملي سمبولونه،ملي تاریخ، او ټول ملي پانګه ملت ته وسپاري ترڅو يې ملت په خپل اختیار او ذوق سره ولمانځي او وپالي .

دلته د نړۍ د مشهورو زړو بیرغونو نومونه او تاریخ په دې ډول دی!

ډنمارک (Denmark) : دې هېواد بیرغ (Dannebrog) په ۱۲۱۹ میلادي کال کې جوړ شو او د نړۍ تر ټولو زوړ او تر ټولو اوږد مهاله په پرله‌پسې توګه کارېدونکی ملي بیرغ دی.

نیدرلېنډ (Netherlands): د نیدرلېنډ درې رنګه (سور، سپین او نیلي) بیرغ په ۱۵۷۲ میلادي کال کې د نیدرلېنډ د پاڅون پر مهال څرګند شو او د نړۍ تر ټولو زوړ Tricolor (درې رنګه) بیرغ دی چې لا هم کارېږي.

سکاټلینډ (Scotland): د سکاټلینډ سپینکراس بیرغ (Saltire) د تاریخ له مخې د نهمې پېړۍ (۸۳۲ میلادي کال) راهیسې په بېلابېلو بڼو پاتې دی او تر ټولو زوړ اروپايي جنګي او ملي بیرغ بلل کېږي.

په اسلامي نړۍ کې اوږد تاریخ لرونکي بیرغونه!

تونس (Tunisia): د تونس اوسنی بیرغ په 1827 میلادي کال کې ډیزاین او په 1831 میلادي کال کې په رسمي ډول ومانه شو، چې په عربي او اسلامي نړۍ کې تر ټولو پخوانی او نا بدل شوی ملي بیرغ دی.

تورکیه (Türkiye): د تورکیې سور بیرغ د سپوږمۍ او ستوري سره په 1844 میلادي کال کې په رسمي بڼه په اوسني شکل ومنل شو، که څه هم د دې نښو تاریخ د عثماني خلافت پېر ته رسېږي.

د سره رنګ، سپینې هلال او ستوري بیرغ یې له ۱۹مې پېړۍ څخه تر ۱۹۲۲میلادي کال پورې کارول کېده.

وروسته د تورکیې جمهوریت هم ورته ډیزاین وساته.

سعودي عرب:اوسنی شین بیرغ، د شهادت کلمه او توره لري.

د ۱۹۰۲میلادي کال راهیسې نږدې همداسې دی، که څه هم ځینې کوچني تخنیکي اصلاحات پکې شوي دي.

هغه اسلامي هېوادونه چې بیرغونه یې ډېر بدل شوي!

افغانستان: په تېرو ۱۰۰ کلونو کې یې نږدې ۲۵ څخه زیات بیرغونه بدل شوي دي.

عراق: څو ځله د واکمنیو او نظامونو له بدلون سره بدل شوی.

لیبیا: د پاچاهۍ، قذافي او وروسته دورو کې بېلابېل بیرغونه لرلي.

لنډه پایله!

د نړۍ تر ټولو زوړ او تر ټولو اوږدمهاله نه بدلېدونکی بیرغ؛ د ډنمارک بیرغ دی (له ۱۲۱۹میلادي کال څخه).

په اسلامي نړۍ کې؛ د سعودي عرب اوسنی بیرغ له شلمې پېړۍ راهیسې نږدې ثابت پاتې دی، خو که د اسلامي امپراتوریو تاریخ ته وګورو، د عثماني امپراتوري د هلال او ستوري نښه د څو پېړیو لپاره د اسلامي ځواک مهم سمبول پاتې شي.

په اسلامي نړۍ کې د تورکیې اوسنۍ ملي بیرغ پهٔ ۱۸۴۴ میلادي کې راهیسې باثباته پاتې شویدی عثماني سلطنت رامنځته کړو ،پوځيانو، اتاتورک او خلیفه اردوغان هم منلی چې تر اوسه یې ملي بیرغ دی.

د تورکیې د اوسني بیرغ (سور رنګ، سپین هلال او پنځه کونجه ستوری) ریښې د عثماني امپراتوري دورې ته رسېږي، د عثماني دولت په لومړیو پېړیو کې یو واحد رسمي بیرغ نه و؛ بېلابېل بیرغونه او نښانونه کارېدل.

په ۱۸۴۴ میلادي کې عثماني امپراتورۍ سور بیرغ د سپین هلال او پنځه کونجه ستوري سره رسمي کړ.

کله چې د ترکیې جمهوریت په ۱۹۲۲ کې جوړ شو، همدا ډیزاین یې وساته او یوازې یې تناسب او تخنیکي معیارونه تنظیم کړل.

نو که څوک وايي “د تورکیې بیرغ د اسلامي نړۍ اوږد تاریخ لري”، دا خبره ځکه کېږي چې: عثماني امپراتوري شاوخوا ۶۰۰ کاله د اسلامي نړۍ یو له لویو دولتونو څخه وه. د هلال او ستوري نښه د عثماني واکمنۍ له امله د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې مشهوره شوه.

د افغانستان بیرغ د ۱۷۰۹ میلادي کال راهیسې تر شاوخوا ۲۵ ځله پورې بدل شوی دی. افغانستان د سیاسي بدلونونو او بېلابېلو حکومتونو ،پرله پسې امپراتوریو، شاهي، جمهوریت، خلکیانو، تنظیمونو او طالبانو…… او نورو اکثرو واکمنو د خپلو ګوندي،کورني،سیاسي سلیقو او ګڼو لاملونو له کبله بیرغونه بدل کړیدي.

نو چې زموږ د هېواد بیرغ دومره زیات تبدیل شویدی ذهن ته مو څه درځي چې د یوه ملت په حیث موږ ته څومره کارونه ناتمامه په مخکې پراته دي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.