د شپو له زړه وتلې روښنایې

هاجره حرکت

35
د شپو له زړه وتلې روښنایې

موږ د شپو له زړه وتلې روښنایې یـوو
په تـړونـو کې د غـرو مـو زرغـونېـږو
لـه لـمنـو نـه یـې زهــر ټـولــوو مــوږ
لمـر زریـنو وړانګو څانګو کې ځلېـږو
سـاه مـو نـغښتې د هـوا هــره څـپـه کې
د پردو مـخ تـه پرخپل ځواک تل درېږو
زمـوږ لورته د ښکیلاک لاسونه شنډ ځي
کـوږ عـمـل ته یې مرۍ کې زهـر کـېږو
تـورو خـاورو کې یـوو پـټ بهر نه ښکارو
ټـيټ نظر ته یې بیا اور یـوو ور خـورېږو
زمـوږ خــټـه محـبــت کـې  اغـــږل شــوې
کرکجن لاس ته يوو تيزاب ليمو ته يې لوېږو
افـغـان خـاوره د سـرکښ بـچیانـو مـور ده
ازادۍ غــــږ تــه تــر هسک نه ايسارېـږو
کـوم واکـــدار پــه جـبـر نـه دی پــايــدلاې
چې ولسـونـه مـو راضي وي پـرې ټـولېږو
هاجرې ميندې د دې خاورې په يو غږ وايې
دې اسـلام  راکــړي حـق تــه بـه  رســـېږو

 

د وياړ یادونو په منظر کې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.