د انسان مغز اصلي پروسسر دی

قریب آرین

34

د چلېنجر، ګرې او کرېسمېس (Challenger, Gray & Christmas) د راپور پر بنسټ پۀ ۲۰۲۵ م کال کې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک تطبیق لۀ کبله پۀ ټېکنالوژیک او خدماتي سکتورونو کې شاوخوا ۵۴ زره او شپږ سوه انساني دندې لۀ منځه لاړې. دغه بنسټ وایي چې ډېری شرکتونو د لګښتونو کمولو او پۀ اداره کې د موثریت لوړولو لپاره تکراري کارونه مصنوعي ځیرکتیا ته وسپارل. لوی شرکتونو لکه مایکروسافټ او امازون هم پۀ ښکاره دا اعلان کړی وو چې د کارکوونکو د کمولو یو لامل یې د مصنوعي ځیرکتیا د اتومات سیستمونو تطبیق وو. پۀ دې وروستیو کې بیا د بازار تحلیلي راپورونه ښيي چې نږدې %۵۵ شرکتونه اوس پۀ دې پښېمانه دي چې ولې یې یوازې پر مصنوعي ځیرکتیا تکیه کړې او غواړي ځینې دندې بېرته انسانانو ته ورکړي. د فورېسټر د وړاندوینو لۀ مخې ډېری سازمانونه دا درک کوي چې مصنوعي ځیرکتیا د انساني قضاوت، خلاقیت او د پېرودونکو د احساساتي تعامل بشپړ بدیل نشي کېدلی. وروستۍ څېړنې ښيي چې پۀ هغو برخو کې چې انساني اړیکه مهمه ده، لکه د پېرودونکو چوپړتیاوې، بازارموندنه او تصمیم نیونه؛ دلته د مصنوعي ځیرکتیا بشپړ اتومات د کیفیت د کمېدو لامل شوی دی. نوی نړیوال تمایل دا دی چې شرکتونه د انسان او مصنوعي ځیرکتیا یا (Human + AI) ګډ ماډل ته مخه کوي. هدف یې دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا د یوې مرستندویې وسیلې پۀ توګه وکارول شي، نۀ دا چې یو بشپړ بدیل وي. څرګنده شوه چې مصنوعي ځیرکتیا د کار د بازار بڼه بدله کړې، خو انساني مهارتونه لا هم د اقتصاد اساسي ستنې دي. د انسان مغز یو خدایي جوړښت دی او همدا اصلي پروسسر دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.