د ښاغلي انورالحق احدي مرکه

سرلوڅ مرادزی 

55

د ښاغلي انورالحق احدي مرکه: 

د انورالحق احدي مرکه مې د سمیع مهدی سره واورېده. د ښاغلي احدي فامیلي اړیکې د هغه شخصي حریم کې راځي، د احترام وړ دي خو د بحث وړ نه دي چې ځینو کسانو یې په اړه منفي تبصره کړې. ګوندي اړیکې یې هم مدني حق او د بحث وړ نه دي. سیاسي دریځ او په نوموړې مرکه کې یې څرګندونې د تبصرې وړ ګڼل کېدای شي. 

د ماضي په توپیر، د پښتنو په ډیری روشنفکرانو کې چا د حق او د زړه خبرې په ډاګه نه دي کړي او دود داوو چې ملا فریده، خوله پټه بهترې ده؛ نن هر چا ته دا زمینه مساعده ده چې د حق او د زړه خبره په څرګنده وکړي. احدي د ډېرو پښتنو روشنفکرانو په توپیر چې په بډه کې غږېږي، د حق او د زړه خبره څرګنده او په صداقت کړې ده. 

د ښاغلي احدي ټول بحث پر افغاني یا ملي هویت راغونډ وو. دا بحث د هېواد په اساسي قوانینو کې تسجیل او بیان شوی او د منخپانګې له مخې کومه نوی خبره نه ده، که څه هم د بیان ژبه يې په اساسي قوانینو کې لکه د پښتنو د ځینو روشنفکرانو د ژبې پشان تړتړۍ ده! 

په اساسي قانون کې د دوه رسمي ژبو پښتو او درې په ذکر، پښتو ژبه د ملي ژبې پتوګه تسجیل شوي. په افغانستان کې چې څوک اوسیږي او د هېواد تابعیت لري، له توپیر پرته افغان ګڼل کېږي. په پښتو ژبه ملي سرود، ملي بیرغ، د پیسو (افغانیو) او دا شان نور ملي مسایل په اساسي قانون کې حل او تسجیل دي. خو اکثره د قانون دغه څرګندې پرېکړې یوخوا د ملي ضد عناصرو د توطیو او په وړاندې یې د غیر قانوني مقاومت او بلخوا د نورو د ناغیړۍ، بې پروایۍ او له اساسي قانون څخه د بې خبرۍ په لامل، نه دي عملي شوي. 

د سمیع مهدي ټولې پوښتنې د همدغه مسایلو په اړه په دوستانه ژبه نه، بلکې لمسوونکي او د اساسي قوانینو د تسجیل شویو پرېکړو سره په ټکر کې وي. د نوموړي د پوښتنو منځپانګه د افغانستان د تابعیت، ملي هویت، تاریخ او نورو ټولو ارزښتونو په خلاف وي چې افغانانو په ګډه په څو پېړیو کې په سرښنندنو ترلاسه کړې دي! 

هغه تش په نوم پښتانه لکه حنیف اتمر، نبيل او داسې نور چې ښاغلي احدي ته یې په داسې څرګندونو چې قانون کې تسجیل دی بد رد ویلي؛ د ملي ګټو په قصه کې نه دی، بلکې غواړي چې د ساده افغانانو په منځ کې ځانونه د سبا لپاره بیا مطرح کړي. د حامد کرزي د ملي یووالي د خرابوالي د مخنیوي په باب څرګندونې او درس به، بله ورځ واورو. 

د سمیع مهدي او د هغه د پلار محی الدین مهدي پشان نور فارسېوانان لکه لطیف پدرام، مزدک، حفیظ منصور او نور چې د دغه شان ملي ضد کړنلارو په سر سر کې ځای لري، د همداشان بې احساسه پښتنو په ملي ضد دریځ سره تغذیه کېږي. دا ډول پښتانه اوبه خړوي او هغوی پکې کبان نیسي. 

په افغانستان کې زیاتو کم ۴۷ ژبې دي چې ټولې زموږ ملي ارزښتونه جوړوي. هیڅ قوم او د هغه ژبه په ارزښت کې تر نورو کمښت نلري او د درناوۍ وړ ګڼل کیږي او باید وپالل شی. 

زما په اند له اړتیا او ضرورت پرته، پښتنانه په لاندې دلایلو فارسی وایې او لیکي: 

ــ د فارسېوانانو لخوا د فاشیزم د تور له ډاره، پښتانه هڅه کوي فارسي ووايی او پخپل اند غواړي د ځان د سپیناوۍ لپاره فارسي ژبې ته مخه کړي. 

ــ پښتانه هڅه کوي ځان پوه، لایق او په فارسی واکمن وښۍ. یا په بله وینا غواړي ځان کم را نه ولي او ثبوت کړي چې له خپلې مورنۍ ژبې پښتو څخه هم زیات او ښه، په فارسي ژبه خبرې کولای شي. 

ــ پښتانه هڅه کوي په فارسي ویلو، پخپل اند ځان متمدن او ښاري وښۍ او د فارسېوانانو له دې توره چې پښتانه افغان غول نه دي، په فارسي ویلو ځان وژغوري. 

ــ پښتانه د نورو په مخکې په فارسي ویلو، ځان کاکه احساسوي او غواړي نورو ته په فارسي ویلو ځان کاکه معرفي کړي. دوی داسې فکر کوي چې که نور په پښتو نه غږیږي کاکه نه دي، له هغه ځایه چې زه کاکه یم ، باید د خپلې کاکۍ په لامل د نورو په وړاندې له خپلې ژبې تېر شم. 

ــ پښتانه داسې فکر کوي چې که فارسي ونه وايي ملي یووالي ته تاوان رسیږي او په ملي یووالي کې د فارسیوانانو د هڅولو لپاره لازم دی چې هغو سره او یا د هغو په حضور کې د خپلو پښتنو سره هم فارسي ووايي. 

ــ پښتانه په دې اند دي چې ژبه یوازې د افکارو د تبادل او اړیکو وسیله ده، د ملي هویت او نورو ملي ارزښتونو په برخه کې کومه دنده نه لري او نه ښايي هغه څه چې یوازې د اړیکو وسیله ده، پر هغې د نورو قومونو پشان ټينګ ودریږي. 

ــ پښانه فکر کوي چې پر خپله ژبه ټینګ درېدل د ساده ګانو کار دی او څنګه چې دوی فکر کوي ساده نه دي، نو ټینګار ته اړتیا هم نه لېدل کیږي 

ــ پښتانه په دې فکر دي چې موږ په افغانستان کې اکثریت یوو، نو څوک چې اکثریت وي که هغوی خپلې ژبې ته پام ولري که نه، حق پخپلسر تامینیږي او په خپلې ژبې ټینګار، نه ښايي د نورو د خپګان لامل شی. 

ــ پښتانه د ولس او قوم پتوګه، د پښتو ویلو او پښتو پاللو ټول بار په هغه دولت وراچوي چې د هغه په پیاوړتیا کې يي پوره دنده نه ده ترسره کړې او لږه ونډه يي اخیستي. طبیعي ده، دولت سره د پښتنو پیکه ونډه، د پښتو ژبې په ګډون په ټولو برخو کې د پښتنو د حقوقو برخه نه شي خوندي کولای 

ــ لکه څنګه چې د پښتنو ملایان د پښتنو د ملي ګټو له بیان، تفسیر او په عمل کې له پلیتوب څخه په تېښته کې دي او هڅه کوي د نورو لپاره د خپل اند او خپل ځانګړي تفسیر سره سم د خپل خیالي اسلام په لار کې هر خدمت ترسره کړي، دغسې د پښتنو اکثره لیکوال، رسنوال، شاعران او پوهان هم په خپله ژبه د کتاب لیکلو پرځای فارسي او اردو ته مخه کوي او د ملایانو پشان دوی هم د نورو په خدمت کې دي. 

په دې توګه د حریفانو د ناخوالو ترڅنګ، پښتنو خپله هم ځان زندۍ کړی. 

همدارنګه د ملي هویت څخه په دفاع او ساتنه کې هم د دا شان پښتنو دریځ پیکه او په نیشت حساب دی. 

زما په اند ښاغلی احدی، یو له هغو مخکښو افغانانو دی چې دغه شان ملي ضد دریځ ته یې نه ویلي او غواړي دا موضوع له تل څخه سر ته راوباسي. 

هیڅ موضوع باید بې بحثه پاتې نه شي. 

پرېږده چې د ټولو پیریان والوځي! 

فارسېوان چې د ژبې تعصب ونه لري، فارسېوان نه دی! 

د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۲۷ مه 

سرلوڅ مرادزی 

په کابل کې د داعش برید او د پنجاب د تمساح اوښکې 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.