د متقي صیب څلور بیتونه

حفیظ الدین پیرزادہ

27

بې له خپلې لارې یون يې په کار نه دی
له حریته اوښتون یې په کار نه دی

دا ولس د خپلواکۍ په روح ژوندی دی
چي خپلواک نه وي ژوندون یې په کار نه دی

چې ماغزه یې وي پردیو ور مينځلي*
مفکر او افلاطون یې په کار نه دی

متقي د خپلواکۍ په ممبر زیب کا
*که دا نه وي میکرافون یې په کار نه دی
**********

د ښاغلي امیر خان متقي صاحب پورته څلور بیتونه اسلامي ادب گلبڼ د تشریحي کرہ کتنې لپارہ وړ‎اندې کړ‎ي.
ھسې خو ھغه پیاوړ‎ی ادبي ذوق لري، لیکن پخپله ډیر کم شعر لیکي.
ښایي دا یې تر ټولو تازہ شعر وي.
د انتخاب شویو بیتونو شعر د غزل په فورم او یو څه سخته قافیه کې لیکل شوی.
دا بیتونه د خپل مفھوم، مانا، عالي ھدف او غایې له مخې د ډیرې ستاینې او نمانځنې وړ‎ دی.
ما چې کله دا بیتونه لوستل، تر ډیرہ راته پکې د استقلال، حریت، او آزادۍ فکر د مرحوم استاد الفت له طرزې تفکر سرہ یو شان ښکارید.
شاعر په لومړ‎ي بیت کې د یو داسې چا دریځ بیانوي چې نوم یې نه اخلي!
ھغه وایي:
بې له خپلې لارې یون يې په کار نه دی
له حریته اوښتون یې په کار نه دی

دلته لوستونکی اړ‎ کیږ‎ي د دې ښاغلي عالیجناب چې بې له خپلې لارې یون او بې له حریته اوښتون نه غواړ‎ي، وپیژني.
ھمدا اسلوب ډیر ځله پیغمبر علیه السلام پخپلو مبارکو خطبو کې ھم کارولی، لکه د حضرت ابو ھریرة رض څخه مروي دا مبارک حدیث:
واللَّهِ لا يُؤْمِنُ، واللَّهِ لا يُؤْمِنُ، واللَّهِ لا يُؤْمِنُ، قِيلَ: مَنْ يا رسولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الَّذي لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ.
پیغمبر علیه السلام د یو داسې چا په اړ‎ہ غږ‎یږ‎ي چې د سړ‎ي تلوسه د پاته حدیث لوستلو ته جلبوي تر څو پوہ شي چې ھغه مبارک د کوم بدبخته په اړ‎ہ خبر ورکوي. نو ځکه صحابه کرام په ډیرہ تلوسه او لیوالتیا پوښتنه کوي چې ای د الله دوسته! څوک ښایاست؟
شاعر د شعر په دویم بیت کې بیا ھغه څوک په گوته کوي چې په اړ‎ہ یې په لومړ‎ي بیت کې غږ‎ید.
ھغه وایي:
دا ولس د خپلواکۍ په روح ژوندی دی
چي خپلواک نه وي ژوندون یې په کار نه دی
د پورته ذکر شوي اسلوب تر څنگ په دې بیت کې بل کمال د خپلواکي روح د ترکیب خوندورہ کارونه او د ژوندون او خپلواکۍ تر منځ د نه بیلیدونکي تړ‎او دریځ دی.

د شعر دریم بیت ماته بیا د استاد الفت ډیر شعرونه را په زړ‎ہ کړ‎ہ.
مرحوم استاد خو ان ھغه گلان ھم بد گڼل چې استعمار کرلي وي.
ھغه وایي:
چې کرلي استعمار وي، ھغو گلو ته نه گورم
پردي ساز ته چې گډیږ‎ي، ھغو ښکلو ته نه گورم
ماته د ارواښاد استاد الفت دا بیت او د متقي صیب د شعر دریم بیت د یوې فکري چینې څخه خړ‎وب شوي ښکاري.

په څلورم بیت کې شاعر د خپل شخصي دریځ په اړ‎ہ ھم ھماغه دریځ ټاکي چې په لومړ‎ي او دویم بیت کې ولس ځانته ټاکلی او پرې یون کوي.
متقي د سنگر څخه خپلواکۍ ته رسیدلي نو ځکه خپلواک ممبر غواړ‎ي تر څو خپل غږ‎ نورو ته ورسوي.
او که دا ممکن نه وي نو داسې میکروفون چې د خپلواکۍ پر ځای پردی پالی وي، نه غواړ‎ي.
متقي د خپلواکۍ په ممبر زیب کا
*که دا نه وي میکرافون یې په کار نه دی

په ټوله کې دا شعر د خپلواکۍ په اړ‎ہ د ولس د دریځ اعلان، ستاینه، او ورسرہ د ھمغږ‎ۍ پیغام او له پردي پالي څخه کرکه دی.
ھیله دہ، ښاغلی متقي د خپلو نورو ټولو بوختیاوو سرہ سرہ شعر او ادب ته ھم یو څه وخت ځانگړ‎ی کړ‎ي!
و الله المستعان
_________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوري ۲۷/ ۲۰۲۶ م
کابل

دا یې هم بشپړ شعر:

خپلواکي

بې له خپلې لارې یون يې په کار نه دی
له حریته اوښتون یې په کار نه دی

دا ولس د خپلواکۍ په روح ژوندی دی
چي خپلواک نه وي ژوندون یې په کار نه دی

چي افغان وي خو بلواک او پردی پال وي
دا تاجک، ازبک پښتون یې په کار نه دی

چي ماغزه یې وي پردیو ور مينځلي
مفکر او افلاطون یې په کار نه دی

عاشقان د ارزښتونو ورته ګران دي
د پردۍ لیلا مجنون یې په کار نه دی

متقي د خپلواکۍ په ممبر زیب کا
که دا نه وي میکرافون یې په کار نه دی

 

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.