اسټرالیا د ناورین ځپلو افغانانو لپاره پنځوس میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

29

اسټرالیا د ناورین ځپلو افغانانو لپاره پنځوس میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه. د دې هېواد حکومت یاده مرسته د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه.

د اسټرالیا حکومت له لوري په یوه رسنیزه اعلامیه کې راغلي چې دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې په بشري برخه کې له افغانستان سره ۳۱۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د دې اعلامیې له مخې، دا مهال په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او ویل شوي نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د حکومت یادونه شوې چې د خلکو اړتیاوو ته په سمه توګه رسېدنه نه شي کولی او وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

اسټرالیا ویلي چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د کار، روغتیايي خدمتونو، زده کړې او ټولنیز ژوند په برخه کې، دې لامل شوي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېر زیانمنې شي.

د اسټرالیا حکومت ویلي چې دغه بشري مرستې به یې پر ښځو او نجونو متمرکزې وي چې د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او د هغوی د حقونو ساتنې برخې پکې لومړیتوب لري.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پيني وانګ، په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د خپل هېواد له اړخه یې د افغانانو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. نوموړې زیاته کړې چې دا مرستې به د خلکو ژوند وژغوري او د روان کړکېچ له امله رامنځ ته شوی ناورین به راکم کړي.

د اسټرالیا حکومت ټینګار کړی چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو له باوري ادارو، لکه د خوړو نړیوال پروګرام او د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې ووېشل شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې یوازې تر اړمنو افغانانو ته رسېږي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.