ننګرهار ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، قریشي بدلون، د پنجشنبې په ورځ (۹ دلو/بهمن) وویل چې دا پېښه تېره شپه د جلالاباد ښار کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، دا پېښه د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د «غوچکو» په سیمه کې شوې ده، چې له امله یې یو کس ټپي شوی هم دی.
قریشي زیاته کړه چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو تر اوسه د دې کور د چت د نړېدو اصلي لامل نه دی معلوم.
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، پکې قرباني شوي دي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې جدي پاملرنه نه ده شوې.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.